ورځپاڼې: ایران کې د عمران خان پر څرګندونو سختې نیوکې

عمران خان د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پيپلز گوند غړې حنا رباني کهر د ښاغلي خان دا وينا احمقانه بللې او ويلي چې عمران دا تمه نشي کولاى چې موږ به يې تر شا ودرېږو.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ايران کې د لومړي وزير عمران خان د هغو څرگندونو په تړاو غبرگونونو ته کتنه کړې چې نوموړي وويل پوهېږي ايران له هغو ترهگريزو بريدونو کړېدلى چې پاکستان کې فعالې ډلې ترسره کړي.

ورځپاڼه وايي حکومت مخالفو پارلمان کې د ښاغلي خان دې خبرې ته توند غبرگونونه ښوولي دي.

د مسلم ليگ ن گوند استازي خرم دستگير ويلي هېڅ کله يوۀ لومړي وزير په يوۀ بهرني هېواد کې دغه راز اعتراف نه دى کړى او يوازې يوه ورځ وړاندې د بهرنيو چارو وزير وويل چې ترهگر له ايران بلوچستان ته اوښتي او بريدونه يې کړي.

ښاغلي دستگير زياته کړې چې دا وينا پاکستان نړيوالو ته بربنډ کړ.

د پيپلز گوند غړې حنا رباني کهر د ښاغلي خان دا وينا احمقانه بللې او ويلي چې عمران دا تمه نشي کولاى چې موږ به يې تر شا ودرېږو.

خو د عمران خان د گوند غړې او د بشري حقونو وزيره شيرين مزاري د ښاغلي خان دفاع کړې او پر حکومت مخالفو يې تور پورې کړى چې د هغه خبرې يې بشپړې نه دي اخيستي.

نیوزیلنډ کې ژغورل شویو ته دایمي وېزې

نيوزيلنډ 'هېرالد' ورځپاڼې ليکلي هغو وگړو ته چې د تېرې مياشتې له ترهگريز بريده ژوندي راوتلي په دغه هېواد کې ورته د دايمې استوگنې ځانگړې ويزې ورکول کېږي.

ورځپاڼه وايي دغه ويزه د کرايستچرچ ځواب (٢٠١٩) کال ويزه نومول شوې د نيوزيلنډ د کډوالۍ ادارې پر وېبپاڼې د يوې نوې گټگورې په توگه اعلان شوې.

چې د کراېستچرچ پر دوو جوماتونو د بريد پر مهال شته کسان او د هغوى د کورنۍ غړي چې د بريد پر مهال په نيوزيلنډ کې و کولاى شي سر له نن خپل غوښتنليکونه وسپاري.

د انځور حقوق AFP
Image caption د نيوزيلنډ د کډوالۍ ادارې چارسمبالي ستيف مکگېل ورځپاڼې ته ويلي اداره يې پوهېږي چې دا اغېزمنو شويو لپاره د نه باور وړ سخت وخت دى او دوى غواړي د ويزه اخيستنې بهير ورته اسان کړي.

د تېر مارچ پر ١٥ د شوي بريد ډېرى قربانيان بهرنيان و چې کورنۍ يې هلته په لنډمهالو ويزو اوسېدل.

د نيوزيلنډ د کډوالۍ ادارې چارسمبالي ستيف مکگېل ورځپاڼې ته ويلي اداره يې پوهېږي چې دا اغېزمنو شويو لپاره د نه باور وړ سخت وخت دى او دوى غواړي د ويزه اخيستنې بهير ورته اسان کړي.

گارډين ورځپاڼې مصر کې د ولسمشرۍ دورې او د ولسمشر د واکونو په تړاو شوې ټولپوښتنه مهمه بللې او وايي له دې سره مصر کې د ولسمشرۍ يوه دوره شپږو کلونو ته وغځېده، پر قضا يې د ولسمشر کنټرول ډېر او همداراز سياست کې د پوځ رول خوندي شو.

ورځپاڼه وايي اوس ولسمشر عبدالفتاح السيسي کولى شي ٢٠٢٤ م کال کې بيا ټاکنو ته ودرېږي او شونې ده چې تر ٢٠٣٠م کاله پورې واک کې پاتې شي.

د رايې اچونې په بهير کې د درغلۍ ادعاوې شوي خو د ښاغلي سيسي پلويانو د بري ادعا کړې او ويلي دي چې ٩٠ سلنه رايه اچوونکو د بدلونونو ملاتړ کړى.

اړونده مطالب

ورته مطالب