ترک ټيکسي ډرېور په سویډن کې اتل بلل شوی

خواله رسنیو کاروونکو پر دغې موضوع خورا مثبت غبرګون څرګند کړی دی. د انځور حقوق AHABER NEWS
Image caption خواله رسنیو کاروونکو پر دغې موضوع خورا مثبت غبرګون څرګند کړی دی.

یو ترک ټیکسي ډرېور په سویډن کې له هغه وروسته د اتل په توګه وستایل شو، چې په جرمني کې یې یوه ناپېژاند سویډني سوداګر ته د دریو ورځو لپاره خپل بانک کارت د استعمال لپاره د پور په توګه ورکړ.

دغه سویډنی سوداګر جرمني ته په یوه رسمي غونډه کې د ګډون لپاره تللی و، خو بټوه یا لاسي میانۍ یې کور پاتې شوې وه. د دوو نا پېژانده کسانو تر منځ د راکړې ورکړې دغه کیسه په سویډن رسنیو کې هم خپره شوه او ترکیې کې هم پر خواله رسنیو پرې تاوده بحثونه شوي دي.

د پارلمان غړي د 'سنډویچ' غلا له کبله استعفا ورکړه

پاکستانی افسر له کویتي پلاوي په غلا تورن شوی

وروسته سویډني سوداګر کریستر اوستلوند دګینز نایهیتر ورځپاڼې ته وویل، هلته له رسېدو وروسته یې پام شو، چې پېسې او بانکي کارتونه یې کور کې پاتې شوي، خو ټیکسي ډرېور عمر تیمیل خپل کارت ورته ونیو او ډاډ یې ورکړ چې بانکي حساب کې یې کافي پيسې شته دي.

ښاغلی اوستلوند وايي، ډرېور ته یې وویل چې د پېسو لېږد یوه سویډني اپلیکېشن له لارې پور ورکړې، خو هغه انکار وکړ او پر ځای د خپل کارت جزیات ورکړل.

ښاغلی اوستلوند د یوه ناپېژاند ډرېور دغسې چلند خورا متاثر کړی:

''ما دا سړی هیڅکله نه و لیدلی، ده ته هم نه وه معلومه چې زه څوک یم او ان دا هم نه وه ورته معلومه چې چېرته روان یم. ''

ترکیه کې پر خواله رسنیو دغه کیسه ډېره لاس پر لاس شوې چې معمولاً له هېواده بهر د ترکانو مثبتې چارې پکې ستایل کېږي.

د ښاغلي اوستلوند هغه جمله هم ډېره لاس په لاس شوه، چې وايي:

''د تیمیل په څېر خلک به دا نړۍ ژغوري. ''

په ځواب کې ښاغلی تمیل وايي:

''زما په نړۍ کې به پر خلکو د باور کولو جرات کوې، دغسې ژوند ډېر خوندور تېرېږي. ''

یوه ټویټر کاروونکي د ټوکې په انداز ورته لیکلي:

د انځور حقوق AHABER NEWS
Image caption ښاغلي اوستلوند کور ته له رسېدو وروسته د عمر پور بېرته ورکړی

''ترکیه کې داسې و نه کړې '' او بیا یې د خندا علامې یا ایموجیز ورپسې ټومبلي دي.

بل لور ته سویډن کې هم پر خواله رسنیو دغې کیسې ته د ستاینې ګڼ پیغامونه لیکل شوي دي. له کیسې سره د فېسبوک یوه سویډني کاروونکي لیکلي:

''انسانانو کې کله نا کله عقیده او باور رامنځته کېږي، اکثر نه وي، خو ځینې وختونه بیا همداسې کېږي. '' یوه بل کس بیا لیکلي:

'' داسې کیسه مې مخکې نه وه اورېدلي، زړه مې پرې خوشحال شو. ''

اړونده مطالب