سودان پوځ ته درې میاشتې ضرب الاجل
سودان پوځ ته درې میاشتې ضرب الاجل
د افریقايي چارو لپاره د امریکا مرستیال وزیر وايي دا له وخته وړاندې خبره ده چې د سودان نوم د هېوادونو له هغه لیسته و ایستل شي چې د ترهګرو ملاتړ کوي. دا خبره په داسې وخت کې کېږي چې د سودان پوځ لا هم لګیا دی او دغلته د ولسمشر عمر بشیر له پرزولو وروسته، واک ټینګوي. افریقايي ټولنې د سودان پوځ ته د دریو میاشتو وخت ورکړی دی چې واک ملکي چارواکو ته وسپاري. دغلته روانې مظاهرې له سودان دباندې - د ختیځې افریقا په هېوادونو کې هم - خلک اغېزمن کړي دي.