د طرابلس اوسېدونکو وېره
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د طرابلس اوسېدونکو وېره

د ليبيا پلازمېنې طرابلس اوسېدونکي وېره لري چې ښايي د معمر قذافي پر ضد د پاڅون تورو ورځو ته ورستانه شي. دغلته د نړیوالو لخوا د پېژندل شوي حکومت ملاتړي له هغو ځواکونو سره په جګړه کې دي چې جنرال خلیفه حفتر ته وفادار دي. دی یو پخوانی پوځي قومندان دی او له پخوا لا د لیبیا د هغو سیمو واک ورسره دی چې تېل پکې ډېر دي. بریتانیا دا څه موده په دې هڅه کې ده چې دغلته دې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ملاتړ اوربند وشي خو له جنرال حفتر سره د روسیې، عرب اماراتو، مصر او سعودي ملاتړ دی.

اړونده مطالب