د هند ولسواکي او د ښځو خاموش انقلاب

نصرت جہاں
Image caption نصرت جهان له خپلو ملاتړو سره

هند کې د هندوپالنې نظریو له عروج یا اوج سره د دغه هېواد سیاست له یوه نادودیز بدلون تېرېږي او هره کچه کې یې ښځې په بې ساري ډول زیاتېږي.

۲۸ کلنه نصرت جهان بنګال کې نه یوازې تر ټولو کم عمره نومانده ده، بلکې د بنګالي فلمونو وتلې هنرمنه هم ده.

دا وایي، سیاست ته وتلو باندې ځکه خوشاله ده چې د خپلو خلکو استازي کولی شي.

د نصرت جهان په څېر بله کم عمره هنرمنه مي مي مکرجي هم ټاکنیزو هڅو کې بوخته ده، هغه جادپور کې د واکمن ګوند ترنمول کانګرېس نومانده ده.

* د هند په ټاکنو څومره پوهېږئ؟

* منموهن سنګهـ هند لپاره څه څه و نه کړل...

نوموړې سیاست کې د ښځو رول ډېر رغند او مهم بولي:

"د مور، لور، خور، ښځې، انسان او مېرمنې په توګه هر یوه رول کې پراخه تجربه ترلاسوي او د ژوند له حقیقتونو خورا ښه خبره وي".

ترنمول کانګرېس پارلماني ټاکنو کې د بنګال ۴۱ سلنه ټیکټونه نوماندو(مېرمنو) ته ور کړي.

کانګرېس او بي جي پي هم ډېر شمېر نوماندې ټاکنو ته درولې دي.

Image caption می می مکرجی

له هوګلي د بي جي پي نومانده لاکټ چټرجي وايي: "مېرمن د ځواک الهه ده، د ښځو ډېر ګډون سره به د هېواد پر سیاست ښه اغېز وشي".

د هند پارلمان په پارلمان، اسمبلیو(ایالتي شوراګانو) او ټولو ټاکنیزو ادارو کې ښځو ته د ۳۳ سلنې ونډې ور کولو پر بېل غور کوي.

د اپوزیسیون ګوند کانګرېس خپله ټاکنیزه تګلاره کې ژمنه کړې چې که واک ته ورسېږي، دا بېل به په قانون بدل کړي.

د هند د ډېری ایالتونو په ښاروالۍ ادارو کې ښځو ته د ونډې ډېر ور کولو له امله ځايي سیاست سره د لکونو ښځو لېوالتیا ډېره شوې ده.

شنونکی اروندتي مکرجي وایي، پارلمان او ایالتي اسمبلیو کې د ښځو ونډې ډېرېدو سره د هند جمهوریت ځواکمنېږي:

"د ښځو مسلو، زدکړې، روغتیا او د بچیانو اړوند چارو کې دوی ډېر اغېزناک رول لوبولی شي".

خو پوهاند مرت النهار وایي، که ښځو ته سمبولیکه ونډه ور کړل شي او د ریښتوني رول چانس ونه لري، نو ګډون به یې ډېر اغېزناک نه وي:

"خو که د کار چانس ور کړل شو، د هېواد پر سیاست به ډېر پراخ اغېز وکړي".

هند کې د پارلماني ټاکنو منځمهال دی او له شمال تر سوېل ټولو سیاسي ګوندونو کې ښځې مهم رول لوبوي.

وتلی سیاستپوه دراب سپاري خپل اوسني کتاب "دا ورډکټ" کې لیکي، د هند ولسواکي د ښځو له چوپ انقلاب تېرېږي.

د هند ټاکنیز سیاست کې ښايي دا لومړی ځل وي چې تر نارینه وو د ښځو رایه ور کوونکو شمېر ډېر دی.