د ایران پر تېلو د بشپړ بندیز اغېز به څومره وي؟
امریکا د دوشنبې په ورځ وویل، چې د بندیزونو برخه کې نور هغه هېوادونه نه بښي چې له ایران تېل رانیسي.
دې هېوادونو کې د امریکا څو نژدې ملګري هم دي چې له ایران تېل اخلي، خو اوس د واشنګټن د بندیزونو سره مخ کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، دې بندیز سره یو "بې قانونه حکومت" له هغو پیسو بې برخې کوي چې له څلورو لسیزو راهیسې یې منځني ختیځ کې د ګډوډۍ لپاره مصرفوي.
د امریکا دغه پرېکړه له منځني ختیځ بهر هېوادونه هم اغېزمنوي او ښايي پر بودیجه یې هم اغېز وکړي.
پر ایران اغېز
د تېر کال نومبر کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ایران سره د شپږو قدرتونو له اټومي تړون په یو اړخیز ډول خپل هېواد وباسه او پر تهران یې نوي اقتصادي بندیزونه بیا ولګول، خو له ایران اته تېل را نیوونکي هېوادونه یې ځکه له بندیزونو و اېستل چې ځان ته نورې لارې ولټوي.
دغو هېوادونو کې چین، هند، جاپان، سوېلي کوریا، ترکیه، ایټالیا، یونان او ټایوان هم دي.
دوی کې ایټالیا، یونان او ټایوان بدیلې لارې ولټولې، خو چین او د امریکا ملګرو هند، جاپان ، سوېلي کوریا او ترکیې له ایران د تېلو اخیستل بند نه کړل.
که دغه پنځه هېوادونه د مۍ تر دویمې له ایران تېل را نیول بند نه کړي، نو د امریکا اقصتادي بندیزونه پرې لګېږي.
د برتانیا فاینېنشل ټایمز مجله وايي، ایران هره ورځ ۱۳ لکه بیلره تېل په دولتي کچه صادروي، خو یو ډېره اندازه تېل په پټه هم بهر لېږي، خو دا څنګه شونې ده؟
د کپلر په نوم د نړیوالې ډېټا استخباراتي کمپنۍ کارمن الیګزانډر بوت له بي بي سي سره خبرو کې وايي، د ایران تېل وړونکې بېړۍ له اتیا تر سل ځلو ټرانسپونډر ټرېکر بند کړي:
"ځکه دا مالومول ګران دي چې دې بېړیو کې څه بار دي او له کوم ځای ځي او چېرته ځي".
مایک پمپیو وايي، د امریکا موخه دا ده چې د مۍ تر دویمې وروسته د ایران د تېلو صادرات یو مخ بند شي.
پکار ده چې ټول پنځه هېوادونه دا بندیز ومني، خو چین او ترکیه وايي، هغوی داسې بندیز نه خوښوي چې څه صادر او څه صادر نه کړي.
الیګزنډر بوت وايي، له چین او ترکیې پرته به ګرانه وي چې د ایران د تېلو صادرات صفر ته ټیټ شي، ځکه دا دوه هېوادونه د ایران پنځوس سلنه تېل صادروي.
ایران څومره پر تېلو ولاړ دی؟
د تېل تولیدوونکو هېوادونو یا اوپېک د مالوماتو له مخې تېر کال ایران د تېلي مصنوعاتو د صادراتو حجم ۵۲ میلیارده او ۷۰۰ میلیونه(۷۰ کروړه) ډالر و او د دې صادراتو ارزښت ۱۱۰ میلیارد ډالره وه.
تصور وکړئ که د یو هېواد د صادراتو نیمايي برخه شنډه شي؟
د امریکا د تېلو برخه کې له دې بندیز مخکې نړیوال مالیاتي فنډ ویلي چې د ایران اقتصاد سږ کال شږ سلنه غورځېدلی دی.
د ایران له اتیا میلیونو (اته کروړو) ډېر وګړي د تېلو صادراتو کې د کمښت او د انرژۍ، الوتک جوړولو صنعت او بانک برخه کې د بندیزونو له امله له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د تېر کال پرتله یې د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۴۷ سلنه ډېر لګښت کړی دی.
په نړیواله کچه د تېلو برابرولو مخ کې خنډ اچولو سره نړیوال مارکېټ کې د دې توکي بیه ګرانه شوې.
تېره دوشنبه یې د یو بېرل بیه له ۷۴ ډالرو پورته شوه او دا له تېر نومبر راهیسې د تېلو تر ټولو لوړه بیه ده.
خو امریکا نړیوال مارکېټ او تېلو پېرونکو ته دا باورمنول غواړي چې په نړیواله کچه به دې توکي ته لاسرسی له کمښت سره مخ نه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې ملګري سعودي او متحده عربي امارات به د تېلو تولید ډېر کړي او دا کمی به پوره کړي، خو د تېلو دوه نور ستر تولیدوونکي لا د مخه له ستونزو سره مخ دي.
وینزویلا د امریکا له بندیزونو سره مخ ده او لیبیا هم د تاوتریخوالي تازه څپو پر سر اخیستې ده.
الیګزنډر بوت هم وايي، چې سعودي او امارات به دا کمی پوره نه کړي، هغه وايي، چې روس هم خپل تېلي تولید زیات کړی دی.
دی زیاتوي که کوم تېل تولیدونکي هېواد کې ناڅاپي کړکېچ پیدا شي، لکه نایجریا له تاوتریخوالي سره مخ شي، نو د تېلو صنعت به ډېر بې ټیکاوه شي.
دا مطلب خو نه دی چې تاسو خپل ګاډي ته د تېلو اچولو لپاره ډېرې پیسې ور کړئ؟
الیګزنډر بوت وايي چې امریکا او ځینې نورو هېوادونو کې به خلک راتلونکو ورځو کې د تېلو د بیې لوړېدو سره مخ شي.
خو سپینه ماڼۍ دغسې حالت کې د ولسمشر ټرمپ له خوا د تېلو بیې د کمولو خبره کوي.
د ایران ممکن غبرګون به څه وي؟
پر ایران د تېلو بندیزونو لګېدو سره وېره ده چې ځینې هېوادونو کې تېل ګران شي.
د تېلو د نړیوال تولید لویه برخه له هرمز(هورمز) تنګي تېرېږي او دا تنګی خلیجي هېوادونو او سعودي ته د رسېدو لپاره داسې لار ده چې د ایران له لوېدیځې سمندرغاړې تېرېږي.
د سعودي او اماراتو د تېلو صادرات هم له دې لارې تېرېږي.
ایران څو ځلې د هرمز تنګي د بندولو ګواښ کړی، چې یوه ځای کې یې سور ۳۳ کیلومتره دی او دې سیمه کې د بېړۍ چلېدو لپاره دوه میله سور لري.
د ایران پر تېلو د امریکا د اوسني بندیز غبرګون کې هم د ایران د سمندري ځواکونو قومندان د دې تنګي د بندولو ګواښ کړی، خو تر اوسه تهران د دې اوبلارې د بندولو کوم عملي ګام نه دی پورته کړی.
د امریکا ویرجینیا ایالت کې د ایراني مطالعاتو د مرکز مشر مایکل کونیل وايي، د دوو وجو له امله دا ګرانه ده چې ایران د هرمز تنګي د بندولو هڅه وکړي:
"یو دا چې د ایران صادراتو لار هم دا ده او که دا تنګی بندوي خپله سوداګري یې هم ور سره بندېږي، دویم دا چې که تهران داسې کار کوي، نو امریکا او ملګرو ته یې پر ایران برید ته پلمه پیدا کېږي".
د نوموړي په خبره، که داسې کېږي نو ایران ته ډېر تاوان رسېږي، دې جګړه کې ښکېلو نورو هېوادونو ته هم د تاوان رسېدو امکان شته.
خو زیاتوي چې ممکن ایران دې لار کې پوځي مانورې پیل کړي او د لنډمهال لپاره دا لار بنده کړي او دې سره ایران د یو څه فشار اچولو کې کامیابېږي او له جګړې هم بچ کېږي.