ماشومان، تلویزیون او تیلیفون: له تاوانه یې خبر یاست؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ډبلیو اېچ او وایي، تر تلویزیون لیدو غوره ده چې ماشوم فزیکي فعالیت یا لوبې وکړي
د روغتیا نړیوال سازمان په خپلو نویو سپارښتنو کې ویلي، هغه ماشومان چې عمرونه یې تر دوه کلونو کم دي، باید تلویزیون لیدو یا هم پر تیلیفون او نورو الاتو ګېم کولو ته پرې نه ښودل شي. یاده اداره وایي، د دوه کالو او څلورو کالو ترمنځ د عمر ماشومان هم باید په ورځ کې تر یوه ساعت ډېر د تلویزیون یا زیرک تیلیفون پردې مخې ته تېر نکړي.
"ډبلیو اېچ او" وایي، که د ماشومانو تر دې هم کم وخت د رنګینو پردو مخې ته تېر شي نو لا به ښه وي.
خو په برتانیا کې د ماشومانو د روغتیا او سوکالۍ ادارې بیا وایي، تر اوسه په علمي توګه نه ده ثابته شوې چې تلویزیون کتل یا پر موبایل تیلیفون لوبې کول ماشومانو ته کوم جدي زیان اړوي.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، ماشوم باید د ساعت تېرولو لپاره د تلویزیون مخې ته پرې نه ښودل شي، او میندې او پلرونه باید دوی ته تیلیفون هم لاس کې ورنکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دوه کالو کم ماشوم لپاره ښارښتنه شوې چې هېڅ تلویزیون ونه ګوري
یاده اداره وایي، د دې پر ځای باید ماشومان فزیکي فعالیت او لوبو ته وهڅول شي، ځکه ځای پر ځای کېناستل یې وزن زیاتوي او نورې روغتیایي ستونزې ورته پيدا کوي.
په نورو سپارښتنو کې راغلي:
•ماشوم باید تر یوه ساعت د ډېر وخت لپاره د موټر په سیټ کې یا هم په ګاډۍ کې پرې نه ښودل شي.
•یو کلن او دوه کلن ماشوم باید په ورځ کې لږ تر لږه درې ساعته فزیکي فعالیت وکړي
•نوی زېږېدلی ماشوم باید په ورځ کې له ۱۴ تر ۱۷ ساعته خوب وکړي
•تر دوه کالو کم ماشوم باید تلویزیون یا موبایل سره هېڅ وخت تېر نکړي.
•له دوه تر څلور کاله ماشوم یوازې یو ساعت لپاره تلویزیون کتلی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ماشوم باید تر یو ساعت ډېر وخت د موټر په سیټ کې ونه تړل شي
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د ماشومانو لپاره ځینې ځانګړي تلویزیوني پروګرامونه چې دوی فزیکي فعالیت ته هڅوي، ښایي ګتور وي.
د دا ډول پروګرامونو د کتلو پر وخت که مور یا پلار له ماشوم سره وي او فزیکي حرکتونه ورسره وکړي نو لا ښه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
یو کلن او دوه کلن ماشوم باید په ورځ کې لږ تر لږه درې ساعته فزیکي فعالیت وکړي
د دې ادارې په وینا، میندې او پلرونه باید له ځانه لاندې پوښتنې وکړي، او وګوري چې ځوابونه یې پخپله دوی ته څومره د منلو وړ دي.
•ایا د ماشوم د تلویزیون لیدلو یا موبایل کارولو وخت د مور او پلار په کنترول کې دی؟
•ایا تلویزیون کتل یا موبایل کارول ماشوم له نورې کورنۍ نه جلا کوي؟
•ایا تلویزون کتل یا موبایل کارول د ماشوم خوب ګډوډوي؟
•ایا دې ته مو پام وي چې ماشوم مو د تلویزیون کتلو یا موبایل کارولو پر وخت څه خوري، او څومره یې خوري؟
که چېرته یوه کورنۍ یا میندرې او پلرونه پورته پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه لري نو معنا یې دا ده چې دوی وضعیت کنترول کړی دی.