د سلګونه زره انسانانو دښمنه کوچنۍ ګلابي ګولۍ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یابا لومړی ځل ۲۰۰۲ کال کې بنګله دېش کې وپېژندل شوه او له هغه راهیسې یې پرلپسې استعمال او زیانونه په ډېرېدو دي.

بنګله دېش کې سلګونه زره خلک د مټامفتامین او کافین پر یوه ګډوله نشه اخته دي چې د 'یابا ' په نامه د سرو او ګلابي رنګه ګولیو په بڼه یې خوري. که یوه لور ته دغه خطرناکه نشه د خلکو ژوند ګواښي، بل لور ته د دغو ګولیو کاروبار مخنیوي هم خونړۍ بڼه خپله کړې او د چارواکو په خبره له سوداګرو سره یې په متقابلو ډزو کې سلګونه خلک وژل شوي دي.

د دغو ګولیو استعمالونکی مزدور محمد وايي، لومړي سر کې یې د شپې مهاله کار پر مهال د وېښ پاتې کېدو لپاره د یوه ملګري په مشوره دغه ګولۍ استعمال کړې او اوس چې پرې روږدی شوی، له همدې نشې کولو پرته نور ژوند ترې پاتې دی.

بنګله دېش کې د رواني ناروغیو درملنې ماهر عاشق سلیم وايي، دغه هېواد کې شراب په اسانۍ نه موندل کېږي او شرابیانو ته په ټولنه کې په ښه سترګه نه کتل کېږي، ښايي دا هم یو دلیل وي، چې خورا ډېرو نشه یانو د یابا استعمال پیل کړ.

ډاکټر عاشق وايي:

'' په لومړي سر کې د یابا اغېز خورا مثبت وي، دې سره انسان ډېر اجتماعي شي، له موسیقۍ، سګریټو او جنسي اړیکو خوند اخلي، تر ډېره ویښ پاتې کېدای شی او ځان پیاوړی محسوسوي، پر ځان یې باور ډېر شي، خلکو ته داسې هم ویل کېږي، چې د الکولو یا هروینو په څېر انسان پرې نه روږدیږي، خو رښتیا دا دي چې دا نشه خورا سخت روږدیتوب لري، دا زښته ډېره خطرناکه نشه ده. ''

Image caption امنیتي ځواکونو یوازې یوه کال کې ۵۳ میلیونه یابا ګولۍ نیولې دي

یابا لومړی ځل ۲۰۰۲ کال کې بنګله دېش کې وپېژندل شوه او له هغه راهیسې یې پرلپسې استعمال او زیانونه په ډېرېدو دي. دغه ګولۍ په ګاونډي هېواد میانمار کې په غیر قانوني توګه پریمانه چمتو کېږي او بیا د ناف سیند پولې سیمه کې بنګله دېش ته قاچاقي وړل کېږي.

دا هغه سرحدي سیمه ده چې سلګونه زره روهېنګیا مسلمانان د میانمار له پوځه بنګله دېش ته تښتېدلي او اوس هلته په موقتي کمپونو کې اوسي. ویل کېږي قاچاقبرو په کډوالو کې هم ځینې خلک او په ځانګړې توګه ښځې موندلې چې دغه مخدره توکي بنګله دېش ته قاچاقوي.

ماهرین وايي، بنګله دېش چې اقتصاد یې په چټکۍ سره وده کوي، د یابا قاچاقبرو لپاره یوه خورا غوره بازار و، چې دوی صنعتي کارګرو ته دغه نشه په وړیا توګه ورکوي.

د دغو مخدراتو مخنیوي لپاره بنګله دېش حکومت د (نه زغملو) یوه پالیسي چمتو کړي، چې ویل کېږي پلي کوونکو امنیتي ځواکونو یې له بې محکمې وژنو او اعدامولو هم دریغ نه دی کړی.

د بشري حقونو یوه سازمان مسوولینو په وینا د مخدره موادو مخنیوي لپاره د حکومتي عملیاتو لومړیو اووه میاشتو کې نژدې ۳۰۰ کسان وژل شوي دي. ځايي رسنۍ له دغو وژنو سره د 'متقابلو ' ډزو اصطلاح کارووي چې معمولاً پرې له مخکې د پلان شویو بې محکمې وژنو شکونه کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سرحدي ځواک یوه افسر په تیکناف سیمه کې له یوه بس ګاډي قاچاق شوې یابا وموندلې

خو ځايي چارواکي دغه تورونه ردوي او وايي، معمولاً لومړی د یابا قاچاقبر پر امنیتي ځواکونو ډزې کوي او پایله کې ځینې کسان وژل کېږي.

۲۰۱۸ کال کې بنګله دېش پولیسو د یابا ۵۳ میلیونه ګولۍ ونیولې او د اټکل له مخې ویل کېږي چې د دغه غیر قانوني کاروبار کچه په کال کې یو میلیارد ډالرو ته رسېږي.

ورته مطالب