خلیلزاد: اصلي حل اوربند دی

خلیلزاد د انځور حقوق Getty Images

د افغان سولې پروسې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د تاو تریخوالي پای ته رسېدو او سولې ټینګښت لپاره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اور بند ټينګېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

نوموړی وايي، 'داسې حال کې چې موږ د تلفاتو مخنیوي هڅه کوو او د تل پاتې سولې کوښښونه کوو، اصلي حل اوربند او یا د تاوتریخوالي کمول دي. '

ښاغلي خلیلزاد په خپلو تازه ټویټر پیغامونو کې ویلي، پوځي عملیاتو کې د ملکي کسانو پر مرګژوبلې خواشینی دی، خو نوموړی زیاتوي د شخړې حل په اور بند کې دی.

نوموړی خپل ټویټر پیغام کې وايي 'طالبان وايي، چې اوربند د روانو خبرو اجنډا کې ځای نه لري، خو د امریکا لپاره سوله اجنډا ده.

ښاغلي خلیلزاد دغه راز په یوه ځانګړي ټویټر پیغام کې د افغانستان په تړاو د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د پرونیو څرګندونو چې د تاوتريخوالي د کمېدو او د نورو هېوادونو په کورنيو لانجو کې د نه لاس وهني د پاليسۍ ستاینه کړې. نوموړی وايي، 'دا به په سيمه کې مثبت بدلون راولي او پاکستان ته به مخکښ رول ورکړي. '

پر اوربند د ښاغلي خلیلزاد دا ټینګار له هغه وروسته راځي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مشر تادامیچي یاماموتو د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر له مشر ملا برادر اخوند سره وکتل.

دا لومړی ځل دی چې د ملګرو ملتونو او طالبانو تر منځ په دې کچه له لیدنو پرده پورته کېږي، خو د دغې غونډې په تړاو ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي. طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، په غونډه کې د سولې روان بهیر په تړاو خبرې شوې، خو د طالبانو په وینا پاڼه کې د خبرو د څرنګوالي په تړاو څه نه دي ویل شوي.

خلیلزاد سولې بهیر ته د نړیوال ملاتړ ډېرولو لپاره بیا سفر پیل کړ

خلیلزاد: پاکستان او قطر باید د طالبانو پسرلني عملیات وغندي

ملګرو ملتونو هم د دغې غونډې په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده. بي بي سي ته په یوه استول شوي برېښنالیک کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ ویلي، له دې مخکې هم له طالبانو سره د ملګرو ملتونو خبرې شوې دي او په خبرو کې پر سوله د بشري حقونو پر خوندي کولو او پر بشري مرستو بحثونه شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تېره مارچ میاشت کې امنیت شورا ته په خپل رپوټ کې ټینګار کړی و چې د حکومت او طالبانو تر منځ باید مخامخ خبرې وشي او دا چې د سولې بهیر باید پراخ او د افغانانو په مشرۍ وي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته یوه استول شوې خبرپاڼه کې تېره ورځ (پنجشنبه ۲۵ اپریل) وویل، ملا برادر اخوند په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دایمي استازولۍ "یوناما" له مشر تادامیچي یاماموتو سره لیدلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دا کتنه د قطر پلازمېنې دوحه کې شوې ده.

د انځور حقوق UNAMA/BBC
Image caption طالبان وایي، ملا برادر په دوحه کې د یوناما له مشر سره کتلي دي

د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو خواو د سولې پر روانې پروسې، په افغان جګړه کې د ملکي تلفاتو پر موضوع او همدا راز د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې پر بشري مرستو خبرې کړې دي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې یاده ډله په ښکاره د ملګرو ملتونو د یو جګپوړي چارواکي سره د خپلو مشرانو لیدنه تائيدوي.

په کابل کې د یوناما دفتر بي بي سي ته ویلي، یاده اداره په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره وخت نا وخت له ټولو ښکېلو غاړو سره ګوري.

بي بي سي ته استول شوي برېښنالیک کې یوناما ویلي، دوی په تېرو څو کلونو کې څو ځله په دوحه کې له طالب استازو سره کتلي دي او په دې کتنو کې یې د سولې او بشري حقونو او بشري مرستو پر موضوع خبرې کړې دي.

البته یوناما د ښاغلي تادامیچي یاماموټو او د طلب مشر ملا برادر ترمنځ مخامخ ناسته نه تائيد کړې او نه یې هم رد کړې ده.

د سږ کال په جنورۍ کې د وسله والو طالبانو رهبرۍ شورا رسنیو ته په یوه استول شوې اعلامیه کې وویل چې مُلا عبدالغني برادر یې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ټاکلي دی.

ملا برادر د څو کلونو لپاره په پاکستان کې زنداني و ، او قطر ته له تلو څه موده وړاندې د طالبانو او امریکایانو د خبرو په پایله کې له بنده خوشي شو.

د انځور حقوق .
Image caption ملا برادر اخوند د سږ کال په لومړيو کې په قطر کې د طالبانو دفتر مشر وټاکل شو.

۵۸ کلن ملا برادر د طالبانو د شورا مهم غړی او د ملا عمر مرستیال پاتې شوی. ویل کېږي ملا برادر له هغو څلورو کسانو یو و، چې ۱۹۹۴ کال کې یې د طالبانو تحریک پیل کړ.

وروسته چې امریکايي ځواکونه ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته ننوتل، د طالبانو حکومت یې نسکور کړ، ملا برادر د وسله والو طالبانو د مقاومت یو مهم غړی شو.

نوموړی د اروزګان ولایت دی، خو پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پرمهال کندهار کې و. کله چې افغانستان کې د طالبانو واکمني پراخه شوه، ملا برادر د هرات والي وټاکل شو.

ورته مطالب