'سري لنکا کې د بریدګرو 'مشر' پر هوټل برید کې وژل شوی'

ظهران هاشم له د روانۍ اونۍ له بریدونو مخکې سري لنکا کې ډېر نه پېژندل کېږي
Image caption ظهران هاشم له د روانۍ اونۍ له بریدونو مخکې سري لنکا کې ډېر نه پېژندل کېږي

ظهران هاشم نومي هغه سخت دریځی سړی چې ادعا کېږي د یکشنبې پر ورځ سري لنکا کې پر کلیسا او هوټلونو د برید کوونکو مشر و، په همدې بریدونو کې وژل شوی دی.

د سري لنکا ولسمشر مایتهريپالا سیریسینا وايي، ظهران هاشمي د پلازمېنې کولمبو پر شنګرېلا نومي هوټل برید کې وژل شوی دی. د ولسمشر سیریسینا په خبره ظهران هاشم او یوه بل ملګري یې چې الهام نومېده پر دغه هوټل ځانمرګي برید کړی دی.

د یکشنبې ورځې دې بریدونو کې نژدې ۲۵۰ کسان وژل شوي دي.

ولسمشر زیاتوي د سري لنکا استخباراتو کارکونکي په دې باور دي چې هېواد کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش ۱۳۰ کسان موجود وو، چې پولیس اوس هم له دې ډلې د ۷۰ کسانو لټون کوي چې پټ شوي دي.

سري لنکا ولسمشر پر شنګریلا هوټل برید کې د ظهران هاشم پر رول څه و نه ویل. پر دغه هوټل برید له شپږو بریدونو یو و، چې سري لنکا یې ولړزوله. ځايي چارواکو ویلي، دغه بریدونه یوې ځايي سخت دریځې ډلې کړي، چې ملي توحید جماعت نومېږي.

ظهران هاشم څوک دی؟

د بي بي سي اتهیراجان انباراسان چې د ظهران هاشم په اړه د معلوماتو لپاره د هغه پلرني ښار ګوټي ته تللی و، په خپل رپوټ کې د نوموړي له خور سره د لیدو په تړاو وايي، 'د سري لنکا په ساحلي ښارګوټي کټانکوډې کې چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان دي، د دوو ماشومانو ځوانه مور خواشینې کېناسته.

مدنیه محمد هاشم ته معلومه شوې چې پر ورور یې ظهران هاشم تور دی چې د هغو ځانمرګي بریدګرو مشري یې کوله چې سري لنکا کې یې پر کلیسا او هوټلونو بریدونه وکړل او له ۲۵۰ ډېر کسان یې ووژل.

مدنیه وايي، د ورور کړنو بوږنولې ده او راتلونکي ته په وېره کې ده. پولیسو له دې هم پوښتنې ګروېږنې کړې، خو د مشکوک کس په توګه چلند یې نه دی ورسره کړی.

اغلې مدنیه د ظهران هاشم په پنځو خوېندو وروڼو کې تر ټولو کشره ده او خپله ظهران هاشم تر ټولو مشر دی.

نوموړې وايي ۲۰۱۷ کال کې د ځايي مسلمانانو دوو مخالفو ډلو تر منځ له شخړې وروسته پولیس د ظهران هاشم نیولو پسې راغلل او هغه وتنښتېد، چې له هغه وروسته یې له دوی سره اړیکه نه شته.

د یکشنبې ورځې له بریدونو وروسته یوه ویډیو لاس په لاس کې کېږي، چې ګومان کېږي ظهران هاشم پکې د اسلامي دولت ډلې یا داعش مشر ابوبکر البغدادي اطاعت کولو ته خلک بولي.

په هغو اتو کسانو کې چې داعش وايي، دغه بریدونه یې کړي د نوموړې څېره یوازینۍ ده چې لیدل کېږي. سري لنکا پولیس د ټولو بریدګرو شمېر نهه ښيي، چې یوه پکې ښځه ده.

Image caption د کټاکونډې اوسېدونکي له غچ اخیستل کېدو ډاریږي، ځکه ویل کېږي بریدګر د دوی د ښار اوسېدونکي وو

چارواکي وايي، ټول بریدګر ځايي اوسېدونکي (لوستي) او د (متوسط قشر) کسان دي. د یوه بریدګر په باب ویل کېږي چې برتانیا او اسټرالیا کې یې لوړې زده کړې کړې دي.

دوه بریدګر د مصالو یوه میلیونر سوداګر زامن وو، چې اوس نیول شوی دی او د پولیسو په وینا له دوی نه د یوه ښځې هغه مهال په ځان پورې تړلي باروت وچوول چې پولیس يې کور ته ورغلل. نوموړې په دغه چاودونه کې خپل دوه ماشومان او یو شمېر پولیس ووژل.

اغلې مدنیه وايي:

''د ورور فعالیتونو په تړاو له رسنیو خبره شوم. یوازې د یوې شېبې لپاره مې هم تصور نه شو کولای چې هغه به داسې څه کوي. هغه چې هر څه کړي، زه یې سخت غندم، که ورور مې هم دی، دا نه شم منلای او نور له هغه سره هېڅ تعلق نه لرم.''

د مدنیه ورور چې سخت دریځی مبلغ و، څو کاله مخکې د یو ټیوب په ګډون پر خواله رسنیو د هغو ویډیويي کلیپونو له خپرولو وروسته مشهور شو چې پر ملحدینو یې سختې نیوکې پکې وکړې.

د هغو ویډيويي کلیپونو له خپرېدو وروسته په ځايي مسلمانانو کې هم اندېښنه خپره شوه، چې په بدايي اکثریت سري لنکا کې د لږکۍ په حیثیت ژوند کوي.

د ځايي مسلمانانو مشران وايي، له چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي، خو هغوی توجه نه ده ورته کړې. چارواکي بیا وايي هغه فراري و او دوی نه دي توانېدلي درک یې ومومي.

Image caption د کټاکونډې په لارو کوڅو کې د بریدونو له وژل شویو سره د خواخوږۍ په پار سپین او تور رنګه ټوټې ځوړندې وې

خو ډېرو خلکو به ښايي د ختیځې سري لنکا کوچني ښار اوسېدونکي سخت دریځي له لاسه په یوه جګړه ځپلي هېواد کې په دومره پراخه کچه د خونړیو بریدونو تنظیمولو تمه نه درلوده.

دې سره د داعش په څېر نړیوالو ډلو او سیمه ییزو سخت دریځو تر منځ د اړیکو په هکله د تازه ارزونو ته هم په نړیواله کچه پام واوښت. اغلې مدنیه وايي:

موږ په کوچینوالي کې پر یوه بل خورا ګران وو او هغه له ګاونډیانو سره هم دوستانه اړیکي درلود، خو له تېرو دوو کلونو راهیسې یې له موږ سره هېڅ اړیکه نه درلوده.

تر اوسه څرګنده نه ده چې ظهران هاشم له داعش ډلې سره مخامخ اړیکي درلودل او که یوازې یو ځای سخت دریځی و، چې له داعش ډلې سره یې د ملاتړ غوښتنه کوله چې د دغو بریدونو ادعا کوي.

کټانکوډې باټیکالوا سیمې ته نژدې پروت ښار دی، چې په یوه کلیسا کې یې د برید پایله کې ۲۸ کسان ووژل شول. کله چې مې د نژدې ۵۰ زره اوسېدونکو په دغه ښار کې له خلکو د ظهران هاشم د پلرني کور په اړه معلومات غوښتل، ډېرو خلکو نه غوښتل خبرې وکړي، دوی د هغه په هکله له خبرو کولو ډارېدل.

له دغو بریدونو وروسته ځايي مسلمانان په وېره او ترهه کې وخت تېروي. د کټانکوډې جوماتونو فدارسیون مشر محمد ابراهیم محمد زبیر وايي:

''دا چې زموږ د سیمې یو اوسېدونکي ته له دې بریدونو سره تړاو ورکول کېږي، زموږ لپاره اندېښمنونکی خبر دی. زموږ خلک د سخت دریځو ملاتړي نه دي. موږ پر اتفاق او همغږۍ باور لرو.''

Image caption هغه جومات چې ظهران هاشم ودان کړی، اوس هیڅوک پکې نه لیدل کېږي

دغه ښار د یوې ورځې لپاره د احتجاج په توګه تړل شوی و او په لارو کوڅو کې یې تور او سپین بیرغونه له وژل شویو کسانو سره د خواخوږۍ په څېر ټومبل شوي وو.

ښاغلی زبیر وايي، څو کاله مخکې یې دغه سخت دریځی سړی لیدلی و او هغه ته یې ویلي و چې کړنې او باورونه یې د نورو ځايي مسلمانانو برعکس دي. نوموړی وايي، ځايي مسلمانان د تاو تریخوالي پلویتوب نه کوي او سخت دریځۍ ته د ځوانانو تمایل مخه نیسي.

د ښاغلي هاشم خور وايي، هغه لومړي سر کې موقتاً تبلیغ کاوه، خو ژر یې ځينې پلویان وموندل او له هغه وروسته په سیمه کې د اسلامي تبلیغ لپاره وګرځېد. خو کله چې د سیمې اسلامي ډلو هغه ته په خپلو جلسو کې د خبرو له اجازې ورکولو ډډه وکړه، نوموړي په کټانکوډې کې د ملي توحید جماعت په نامه خپله ډله رامنځته کړه.

د سمندر غاړې ته یې یو جومات ودان کړ او مدرسه یې هم پکې جوړه کړه. ځايي اوسېدونکي وايي پر خواله رسنیو د هغه له کرکې ډکو څرګندونو له خپرېدو وروسته نوموړی له توحید جماعته وایستل شو

نوموړی که څه برالا نه ګرځېده، خو له نامعلومه ځایه یې د اورپکۍ اړوند ویډیويي کلیپونه خپرول. ځینې ځايي خلک له هغه توحید جماعت سره د نوموړي اړیکو پر پرې کولو هم شکمن دي، چې خپله ده تاسیس کړی و.

Image caption محمد ابراهیم محمد زبیر وايي، د سیمې مسلمانان د سخت دریځو ملاتړ نه کوي.

د سري لنکا مرستیال دفاع وزیر روان وجې وردهنې وايي، له توحید جماعته یوه ډله بېله شوې وه، خو تر اوسه دا هم نه ده تایید شوې چې ظهران هاشمي په ځانمرګي بریدونو کې خپله هم شامل و که نه.

یو څه چې څرګند دي او حکومت یې هم په اړه وايي، دا دي چې بریدګرو له بهره څه نا څه مرسته تر لاسه کړې ده.

زموږ د خبرو پر مهال د ظهران هاشمي خور دا هم وویل چې د یکشنبې پر ورځ له بریدونو څو ورځې مخکې د دوی مور پلار په همدې سیمه کې له خپل کوره وتلي او دوی یې په اړه معلومات نه لري. هغه وايي:

''له دې کبله ګومان کوم چې کېدای شي ورور مې هغوی سره رابطه کې و.''

چارواکي د ښاغلي هاشم د کشر ورور لټون هم کوي. د دغه ښار مسلمان مشران وايي، ظهران هاشم یو بې لارې کس و او دوی د نورو سري لنکایانو په څېر د دغو خونړیو بریدونو له کبله غمجن دي، خو د غچ اخیستل کېدو وېره په دغه کوچني ښار کې رښتینی واقعیت دی. '