سریلانکا بریدونه: پولیس ظهران هاشم لټوي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سریلانکا بریدونه: پولیس ظهران هاشم لټوي

په سریلانکا کې لا هم بېړنی حالت او ګرځبندیز پر ځای دی. امنیتي ادارې لا هم دلته د یکشنبې ورځې بریدونو پلټنه کوي. تر اوسه پوهېږو چې پولیسو له نهو برید ګرو اته یې پېژندلي دي. ټول یې په اصل کې د سریلانکا وو. یوه پکې ښځه وه. تر اوسه تر ۶۰ ډېر کسان چې شک پرې کېږي په چاودونو کې ښايي لاس ولري نیول شوي دي. پولیس لا هم په ظهران هاشم پسې ګرځي. باور دی همده هر څه پلان کړي وو او د داعش غړی دی.