که طلاق ته دې زړه کېږي؟ اول دا فلم وګوره

سوریه د انځور حقوق Getty Images
Image caption سوریه کې د کورنۍ جګړې له امله د طلاق شمېر ډېر شوی دی.

د سوریې د عدلیې وزیر وايي، دمشق کې د واده شویو د طلاق درولو لپاره محکمه پر دوی داسې فلم ګوري چې پکې د ګوښه کېدو بد اغېز ښودل شوی دی.

هشال الشعار وايي، دې فلم کې د مور پلار د بېلېدو نتیجه کې د کوڅه ډبو او جېل ته تلونکو او بې اسرې ماشومانو صحنې دي.

* ملایکه: ولې مې طلاق واخیست

* طلاق؛ چې مېړه ته په ۳۵ میلیارد ډالر تمام شو

دا خبر دمشق ناو خپور کړی او فیسبوک کې ډېرې تبصرې پر شوې، چې ان د ملنډو په ډول هم دي.

یوه ویلي سټېپ مور فلم دې وګوري.

بل لیکلي: له طلاق مخکې ټایټانیک کتلی شو؟

خو نورو خلکو د حکومت دا ګام ستایلی او یوه کس لیکلي، دا ډېر ښه ګام دی، له درملنې مخنیوی غوره دی.

جنګ او طلاق

د انځور حقوق Getty Images

سوریه کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د کورنۍ جګړې له امله د بې ځایه کېدو او اقتصادي ستونزو له امله طلاق ډېر شوی دی.

د دمشق یوه مهمه محکمه وايي، پر ۲۰۱۷ کال دا ډول دوسیې ۳۱ سلنه ډېرې شوې، چې له ۲۰۱۶ کال څلور سلنه ډېرې وې.

محکمې د ژوند ملګري نشتوالی هم قانوني بېلېدو ته ور زیات کړی.

ځکه ځینې داسې دوسیې هم شته چې مالومه نه ده د یوې ښځې یا مېړه د ژوند ملګری ژوندی او که مړ دی.

سوریه کې د طلاق برخه کې لوی بدلون هغه مهال راغی چې حکومت ښځو ته دا چانس ور کړ چې د طلاق مسلې د تعقیبولو لپاره خپله لاس په کار شي، خو په دې شرط چې خاوند یې اجازه ور کړې وي.

د عدلي برخې یو چارواکی قاضي محمود الماروای وایي، د ۲۰۱۷ کال وروستیو کې د نوي قانون پیلېدو سره چې کومو ښځو ته د طلاق حق ور کړی شوی، دوی کې ۷۰ سلنه طلاق اخیستی دی.

نوموړي تېر کال د واکمن ګوند ورځپاڼې بعث ته ویلي، سوریه کې چې کورنۍ جګړې د مېړه او ښځې بېلتون ته څومره زور ور کړی، پخوا نه دی لیدل شوی او لوی لامل یې دا دی چې خلک د جګړې له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.