د پاکستان د ماليې وزیر: له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ یو

شیخ د انځور حقوق AFP
Image caption حافظ شیخ تېرو ورځو کې د مالیې وزیر ګومارل شوی او له دې مخکې یې نړیوال بانک او پاکستان کې د مالیې برخې دندې درلودې.

د پاکستان د ماليې نوی وزير حفيظ شيخ وايي، چي دا وخت یې هېواد له سخت اقتصادي کړکيچ سره مخامخ دي.

د ښاغلي شیخ په خبره، د ډالر په مقابل کې د دغه هېواد د پیسې د ارزښت کمېدو سره ګراني او بېکاري ډېره شوې ده.

د روانې میاشتې لومړیو کې د دې هېواد په پرانیستي بازار کې د امریکایي ډالر بیه ۱۴۸ کلدارو ته ورسېده، چې پخپله یو رېکارډ دی او له هغه راهیسې یې ارزښت نور هم کم شوی دی.

* پاکستانۍ کلدارې ولې خپل ارزښت بایلي؟

* ننګرهار کې د افغانۍ دودولو کیسه کومې خواته ځي ؟

نړیوال بانک هم په راتلونکي کې د پاکستانۍ روپۍ د ارزښت لا ډېر کمېدو خبره کوي.

پاکستان کې د روان اقتصادي کړکيچ له امله لومړي وزير عمران خان تېره اونۍ د ماليې وزير اسد عمر له خپلي دنده ګوښه کړ.

په نوموړي د اقتصاد په برخه کې د وړتیا نشتوالي او په هيواد کې د بیو نه کنټرولولو تور و.

پاکستان ولې له اقتصادي ستونزو سره مخ دی؟

د انځور حقوق AFP

پېښور کې د اقتصادي چارو کارپوه او خبریال حق نواز وايي، چې د عمران خان په مشرۍ له اوسني حکومت سره له بهر هغسې مرستې نشته چې تېرو حکومتو سره کېدې.

امریکا له پاکستان سره تر ډېره د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم مرسته کوله، خو واشنګټن تېر کال یو مخ دا مرسته وځنډوله.

* د پاکستانۍ روپۍ ارزښت ولې کمېږي؟

* ای اېم اېف: پاکستان ښایي لا سختو ورځو سره مخ شي

* ایف اې ټي ایف: پاکستان د ترهګرو ډلو خطرونه نه دي درک کړي

حق نواز د پاکستان د اقتصادي ستونزو، بل لامل دا بولي چې پاکستان کې کوم څیزونه جوړېږي اوس هغسې پرمختګ نه لري او سبب یې د برېښنا کمښت او د تېلو ګراني ده، چې اغېز یې په ولس پرېوځي.

حکومتي چارواکي وايي، ډېر ژر به د نړیوال صندوق استازي پاکستان ته لاړ شي او له چارواکو سره به د پیسو ور کولو هوکړې ته ورسېږي.

پور به د پاکستان درد دوا کړي؟

د انځور حقوق AFP

خو دا قرضه به د پاکستان ستونزه حل کړي که نه، په ځواب کې حق نواز وايي، د ستونزې اصلي حل دا ده چې دفاعي لګښت کم شي، بهرنۍ پانګونې جذب شي، خو بیا هم زیاتوي چې لنډ وخت کې دا ستونزه نشي اوارېدلی.

اقتصادپوهان وايي، د ډالر مقابل کې د روپۍ ارزښت کمېدو سره پر پاکستان د بهرني پور بوج هم زیات شوی دی.

ځینې چارواکي وايي، پاکستان د نړیوال صندوق پور منلو لپاره دې ته حاضر شوی چې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت نور هم ټیټ شي.

ورته مطالب