څلور پېغلوټې چې نړۍ یې بدله کړه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا هغه پېغلې دي چې په نړۍ کې یې بدلون راوستی

ډېری وخت ځوانان بې پروا او ځان خوښي بلل کیږي.

خو د تنکيو ځوانانو(پېغلوټو او زلموټو) نوي نسل ثابته کړې چې ډېری ځوانان په حقیقت کې ټولنیزو، سیاسي، چاپیریالي او نورو چارو ته ژور پام کوي او په ټول توان سره چمتو دي چې په دې برخو کې فعاله ونډه ولري.

په دوی کې یوه ملاله یوسفزۍ ده چې په پاکستان کې یې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ژوند کاوه او خپلې خاطرې به یې ویبلاګ کې خپرولې چې بیا وروسته وسله والو په ډزو ټپي کړه.

په دې رپوټ کې پنځه هغه نامتو تنکي ځوانان درپېژنو چې په کم عمر کې يې ډېر کار کړی دی.

ملاله یوسف‌زۍ

ملاله یوسفزۍ چې کله ۱۱ کلنه وه، په پاکستان کې یې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د خپل ژوند ځینې خاطرې په نامعلوم ډول ویبلاګ کې خپرولې چې ډېر ژر یې د خلکو پام ور واړاوه. موده وروسته یې په ښکاره هلته د نجونو د زدکړو برخه کې څرګندونې وکړې.

درې کاله وروسته د ښوونځي په موټر کې روانه وه چې یوه وسله وال پرې ډزې وکړې او ټپي یې کړه. نوموړې د درملنې لپاره لندن ته ولېږدول شوه او هلته یې درملنه وشوه.

له دې سره یې ژوند بدل شو.

دغه برید نه یوازې ملاله له خپلو چارو په شا نه کړه بلکې لا یې فعالیتونه ډېر شوو.

د هغې انځور د ټایمز مجلې پر مخ چاپ شو او ۲۰۱۴ کې یې د نوبل سولې جایزه وګټله.

هغې د دې انعام د ترلاسولو په غونډه کې وویل: "دا یوازې زما جایزه نه ده، دا ټولو هغو هېرو شویو زدکوونکو پورې تړلې چې زدکړو ته اړتیا لري. دا د هغو ډارېدلو ماشومانو جایزه ده چې سوله غواړي. دا د هغو کوچنیانو جایزه ده چې د بدلون ناره اوچتوي، پرته له دې چې غږ یې واورېدل شي. زه دلته ولاړه یم چې د دوی د حقونو لپاره مبارزه وکړم او د هغوی غږ تر تاسې ورسوم."

ګریتا تونبرګ

د اقلیم بدلون پروړاندې غږ اوچتوونکې سویډنۍ تونبرګ په کال ۲۰۰۳ کې زیږدلې چې اوس په نړۍ کې د اقلیم بدلون پر وړاندې د اعتراض کوونکو تر ټولو په مهم غږ بدله شوې ده.

په ۲۰۱۸ کې د سویډن د پارلمان د ودانۍ پروړاندې هغې له لومړي انفرادي اعتراض وروسته د ښوونځیو د اعتصاب سوژه مطرح کړه.

شاوخوا یو میلیون زدکوونکو ښوونځیو ته له تلو ډډه وکړه چې د اقلیم د بدلون په خبره کې د چارواکو بې پروايي پر وړاندې خپل اعتراض په ډاګه کړي.

تېر کال هغې د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون په غونډه کې وویل: "له هغه ځایه چې د نړۍ مشران د ماشومانو په شان چلند کوي، موږ ناچاره یو چې د هغوی دا مسوولیت په خپله غاړه واخلو. موږ باید ومومو چې مخکني نسل پر موږ څه حالت راوستی، څه کړکېچ سره یې موږ مخ کړي یو چې اوس موږ باید هغه اصلاح او وسره مبارزه وکړو. موږ باید خپل غږ تر تاسې ورسوو."

اېما ګونزالېس

د ۲۰۱۸ کال فبرورۍ کې یوه ناپېژانده وسله وال د امریکا د فلوریډا په پارکلنډ کې پر یوه لیسه برید وکړ او ۱۷ کسان یې ووژل.

ډېری تنکي ځوانان چې له دې برید روغ وتلي وو، د دې پرځای چې دا پېښه یې روحیه وځپي، د وسله وال تاوتریخوالي پر وړاندې یې ملي کمپاین پیل کړ.

اما ګونزالیس د دې غورځنګ له مشرانو او د وسلو د قانون بدلون (اېم اېس ډي هېڅکله نه) په نوم د بدلون ډلې له بنسټګرو هم ده. اېم اېس ډي د 'مرجوري سټونمن داګلاس' لیسې نوم ته راجع کیږي.

په واشنګټن کې هغې د 'زموږ ژوند وژغورئ' په شعار لاریون ته اغېزناکه وینا وکړه. وروسته له دې چې د خپلو وژل شویو ټولګیوالو نومونه یې واخیستل، څلور دقیقې یې چوپتیا غوره کړه او ځای پرځای ودرېده، دا همدومره وخت دی چې بریدګر پکې زدکوونکي ووژل.

پر دې لیسې له برید او د غورځنګ له کمپاین وروسته، د فلوریډا ایالت قانون جوړوونکو د 'د مارجوري سټونمن داګلاس لیسې د عمومي امنیت قانون' ته رایه ورکړه چې پکې د وسلې اخیستو لپاره قانوني عمر له ۱۸ کلونو ۲۱ ته لوړ کړای شو او د وسلې د اخیستو لپاره درې ورځې انتظار په پام کې ونیول شو.

اميکا جورج

امیکا جورج افریقايي نجونو ته د میاشتنۍ ناروغۍ د درملو استولو په اړه د یوه مطلب له لوستلو وروسته په دې فکر شوه چې د خپل ښار (د بریټانیا لیډز) نجونو ته چې د دې روغتیايي محصولاتو د چمتو کولو وس نه لري، یو څه وکړي.

امیکا چې کله ۱۷ کلنه وه، د 'فري پیریوډ' یا وړیا میاشتنۍ ناروغي په نوم کمپاین پیل کړ.

په لندن کې یې لاریونونه وکړل چې شاوخوا دوه زره کسانو سور رنګ کالو سره پکې ګډون وکړ او له دولت یې وغوښتل چې په دې برخه کې ګام پورته کړي.

د هغې د هڅو او فشار له امله د برتانیا دولت د ۲۰۱۹ په مارچ کې اعلان وکړ چې له دې وروسته به نجونو ته په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د میاشتنۍ ناروغۍ صحي محصولات وړیا چمتو کیږي.

امیکا ویلي: "کمپاین یې وښوده چې څنګه یوه یوازې او غوسه پېغله په خپلو فعالیتونو سره بدلون را وستلی او پر سیاسي چارواکو اغېز کولی شي. همداراز دې کمپاین را وښوده چې انټرنټ څنګه د همفکره کسانو په یوځایولو کې رول لوبولی شي."

جک اندراکا

د لیسې زدکوونکی جک اندراکا په ۱۵ کلنۍ کې د پانکراس سرطان د تشخیص ارزانه لار وموندله.

دا تنکی ځوان چې په ۲۰۱۲ کې د دې نوښت له امله د انجینري او ساینس نړیوال نندارتون ۷۵ زره ډالري انعام وګاټه.

د انځور حقوق facebook
Image caption جک اندراکا

هغه ویلي، چې د وړیا انلاین علمي مقالو په لوستو سره دغه فکر ذهن ته لار پیدا کړه.

دا موندنه چې اوس په ازمايښتي دوره کې ده یوازې د ناروغ د وینې په څو څاڅکو ترسره کیږي. ځینې او په خپله جک د دې نوښت په اړه په احتیاط غږیږي. که څه هم د هغه موندنې لوی پرمختګ بلل کیږي خو تر اوسه وروستۍ شوې نه دي.