د 'داعش مشر' له پنځو کلونو وروسته ویډیو کې ښکاره شو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
له نږدې پنځو کلونو وروسته ابوبکر بغدادي ویډیو کې ښکاره شو

هغه سړی چې باور دی د داعش مشر ابوبکر بغدادي دی، له پنځو کلونو وروسته یوه تبلیغاتي ویډیو کې ښکاره شو او په عراق او سوریه کې د دې ډلې د سختې ماتې د غچ اخیستو ژمنه یې وکړه.

نوموړی دا هم مني چې اسلامي دولت د سوریې باغوز ښار کې- چې سیمه کې د دې ډلې وروستۍ اډه وه- هم ماته خوړلې ده.

د دې ویډیو کره وخت مالوم نه دی، خو ابوبکر بغدادي پر باغوز سربېره سري لنکا کې هم پر وروستیو بریدونو خبرې کوي.

داعش دا فلم خپله وېبپاڼه "فرقان" کې خپور کړی او وايي، چې روانه میاشت کې ریکارډ شوی دی.

ابوبکر بغدادي ټینګا رکوي چې د لوېدیځ پرضد د داعش عملیات یوه اوږده جګړه ده او دوی به د خپلو "سرتېرو" غچ واخلي.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې بغدادي دا هم وايي، چې سري لنکا کې د سپېڅلي اختر بریدونه د باغوز ښار په غچ کې و.

نوموړی زیاتوي چې بورکینا فاسو او مالي کې وسلوالو له داعش سره بیعت کړی، بیا سودان او الجزایر کې وروستیو مظاهرو ته اشاره کوي او وايي، له "جابرو" سره د مقابلې یوازنۍ لار جهاد دی.

دغو دوو هېوادونو کې مشران د سوله ییزو لاریونونو له امله له واک لرې شول.

د انځور حقوق AFP
Image caption بغدادي له ۲۰۱۴ کال وروسته نه دی لیدل شوی.

په دا مهال د ویډیو اخر کې د بغدادي انځور نه لیدل کېږي او یوازې د سري لنکا بریدونو یادولو سره یې غږ خپرېږي، چې ښيي ممکن دا برخه د ویډیو له جوړولو وروسته ثبت شوې وي.

بغدادي چې اصل کې عراقی او اصلي نوم یې عواد ابراهیم البدري دی دې ویډیو کې اوږده ږیره لري او ورو خبرې کوي.

نوموړی وروستی ځل پر ۲۰۱۴ کال موصل کې خلکو ته ښکاره شو او هغه مهال دا ښار د سوریې او عراق د هغو سیمو لپاره "د اسلامي خلافت" پلازمېنه و چې د داعش لاس کې وې.

له هغه راهیسې څو ځلې د نوموړي د ټپي کېدو یا وژل کېدو خبرونه خپاره شوي دي.

وروستی ځل د نوموړي غږ تېر اګسټ کې خپور شو او دا عراق کې د داعش له ماتې اته میاشتې وروسته و.

د انځور حقوق SOCIALMEDIA
Image caption د وېدیو له یوې برخې اخیستل شوی انځور چې د سري لنکا بریدونه په کې ستایل شوي

د بي بي سي خبریال مارتین پیشنس وايي، نوموړي غږیزه پیته کې هڅه کوله چې د خپلې ډلې سختې ماتې ته اشاره ونه کړي، خو اوسنۍ ۱۸ دقیقه يي ویډیو کې په ښکاره دا ماتې مني:

"دی وايي، د باغوز جګړه ختمه شوه، خو زیاتوي، له دې وروسته نورې جګړې هم شته".

د رویټرز د رپوټ له مخې، بغدادي وايي، داعش اوږدمهالې جګړه کې ښکېل دی.

د بغدادي د اسلامي خلافت برخلیک

د انځور حقوق Alamy
Image caption موصل کې هغه جومات چې ویل کېږي د داعش وسله والو وران کړی دی او وروسته یې رغول پیل شول.

داعش د خپل قدرت اوج کې د عراق او سوریې نږدې ۸۸ زره کیلومتره مربغ خاوره ولکه کړې وه.

د دې ډلې د ماتې لړۍ پر ۲۰۱۶ کال پیل شوه او کال وروسته د عراق له موصل واېستل شو.

په دې ډول بغدادي او ملګري یې له هغه مرکز چې خپل "خلافت" یې پکې اعلان کړی و محروم شول.

ده ډله د ۲۰۱۸ کال اکتوبر کې له رقه ښار هم واېستل شوه چې سوریه کې یې تر ټولو مهمه اډه وه.

پر ۲۰۱۸ کال د داعش ماتې روانه وه او له باغوز په وتلو سره اوج ته ورسېده.

د کوردانو په مشرۍ "د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو" د ۲۰۱۹ کال مارچ کې باغوز ونیو او د داعش د "خلافت" پای یې اعلان کړ.

بغدادي څوک دی؟

د انځور حقوق AFP
Image caption د تېر مارچ وروستیو کې داعش سوریه کې خپل وروستی مرکز باغوز هم له لاسه ور کړ.

ابوبکر بغدادي پر ۱۹۷۱ کال د عراق د صلاح الدین ولایت په سامرا ښار کې زېږېدلی دی.

ویل کېږي ماشومتوب کې یې د قران تلاوت او د شرعي قوانینو زده کولو سره مینه درلوده او د خپلې کورنۍ غړي یې د دیني فرایضو ادا کولو کې د بې غورۍ له امله رټل.

ویل کېږي دی چې صدام حسین پوهنتون کې د قراني مطالعې برخه کې په ماسټرۍ بوخت و اسلامي توندلارو ته یې مخه کړه.

د ۲۰۰۰ کال وروستیو کې یو مخ سلفي جهادي شو او عراق کې یې له القاعده سره همکاري پیل کړه، چې وروسته یې په مشرۍ داعش یا اسلامي دولت ډله جوړه شوه.

ورته مطالب