ورځپاڼې: له عراق او سوریې داعش وسله وال افغانستان ته ځي

بغدادي د انځور حقوق AFP
Image caption له نږدې پنځو کلونو وروسته ابوبکر بغدادي ویډیو کې ښکاره شو

عرب نيوز ورځپاڼې د فرانسې خبري اژانس ته د يوه امريکايي چارواکي هغه څرگندونې مهمې بللي چې وايي د داعش وسله وال چې عراق او سوريه کې يې خونړۍ جگړه کړې اوس افغانستان ته ورځي چې هلته د امريکايي ځواکونو پر وړاندې جگړه کې برخه واخلي.

دا اندېښنه داسې مهال مخې ته راځي چې داعش منځني ختيځ کې خپل اعلان کړی خلافت له لاسه ورکړى او سيمه کې د خپل اغېز پراخولو په هڅه کې دى.

دا امريکايي چارواکي چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، خو ويل کېږي چې کابل کې د امريکا يو استخباراتي افسر دى ويلي موږ پوهېږو د داعش ځينې وسلوال وار له مخه افغانستان کې ځاى پر ځاى شوي او هڅه کوي هغه تجربې او مهارتونه يې چې په عراق او سوريه کې ترلاسه کړي افغانستان ته ولېږدوي.

نيويارک ټايمز افغانستان کې د سپي جنگونې د سياليو په تړاو يو مطلب خپور کړى او وايي له ډېرو نورو هېوادونو سره په توپير کې افغانستان کې دغه سيالۍ په څرگنده او د قانوني تعقيب له ويرې پرته په پرانيستو ځايونو کې جوړېږي او ان په يوۀ دغه راز سيالۍ کې د پوليسو د يوۀ مامور شتون ته هم اشاره کوي.

ورځپاڼې مزار شريف کې د سپي جنگونې د يوې سيالۍ بېلگه راخيستې چې د ټکټونو بيه يې ٥٠ افغانۍ وه او زرگونو نندارچيانو په کې گډون کړى و.

ورځپاڼه وايي د ديني عالمانو يا ملايانو له مخالفت سره او د نوي لوستي نسل له زياتېدونکو نيوکو سره سره افغانستان کې له کنټرول پرته دغه راز گڼې خونړۍ سيالۍ کېږي.

ورځپاڼه وايي ملايان يې گناه بولي او لوستو ځوانان ورته د جنگسالارانو او د هغوى د وسله والو لارويانو ناوړه کړنه بولي.

ورځپاڼه وايي افغانان ظاهراً د سپيو، چرگانو، اوښانو، زرکو او نژدې هر ډول ژويو د جنگونې سيالۍ جوړوي. ورځپاڼه وايي که څه هم د مرغانو او سپيو جنگول ناقانونه دي خو بيا پرې لگېدلې ناغه ډېره کمه ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption نیویارک ټایمز ورځپاڼې مزار شريف کې د سپي جنگونې د يوې سيالۍ بېلگه راخيستې چې د ټکټونو بيه يې ٥٠ افغانۍ وه او زرگونو نندارچيانو په کې گډون کړى و.

ورځپاڼه ان د وزلوبې او يا بزکشۍ سياليو ته په اشاره وايي که څه هم دغه لوبه کې اسونه سره نه جنگېږي خو بيا هم د لغتو، چيچلو او همداراز د لوبغاړو له لوري په متروکو د وهل کېدو امله ژوبلېږي.

هندۍ انټرنېټي ورځپاڼې اي ټايمز له يوۀ واده د اخيستل شوې يوې ويډيو په تړاو مطلب خپور کړى چې پر خواله رسنيو ډېر لاس په لاس شوې.

په دغه ويډيو کې زوم کتل کېږي چې د خپل واده په مراسمو کې پر خپل موبايل گيم يا انټرنېټي لوبه کوي. ويډيو کې کتل کېږي چې زوم ناوې او مېلمنو ته هېڅ پام نه کوي او پر خپل موبايل په لوبه بوخت دى.

د انځور حقوق AFP
Image caption ورځپاڼه ان د وزلوبې او يا بزکشۍ سياليو ته په اشاره وايي که څه هم دغه لوبه کې اسونه سره نه جنگېږي خو بيا هم د لغتو، چيچلو او همداراز د لوبغاړو له لوري په متروکو د وهل کېدو امله ژوبلېږي.

ويډيو کې دا هم کتل کېږي چې زوم ان د ميلمنو ډالۍ ردوي دې لپاره چې پام يې له لوبې وانوړي. وېډيو کې ناوې هم کتل کېږي چې ناهيلې برېښي او خپل مېړه ته گوري.

ورته مطالب