ایران ته خبرداری؛ امریکا منځني ختیځ ته جنګي بېړۍ ولېږله

د انځور حقوق Getty Images

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وايي، هېواد یې د ایران د اندېښمنوونکي چلن په غبرګون کې د سنټکام په څارنه د اېو اېس اېس ابراهم لېنکلن الوتک وړونکې بېړۍ او یو شمېر بم غورځوونکې سیمه کې ځای په ځای کوي.

هغه زیاته کړه چې دا ګام ایران ته ښکاره پیغام دی، چې که د امریکا په ګټو یا د دغه هېواد پر ملګرو هر ډول برید وکړي، له بې رحمه ځواک سره به مخ شي.

جان بولټن یوه بیان کې لیکلي: "امریکا د ایران رژیم سره د جګړې نیت نه لري، خو د ایران د سپاه پاسدران، یا نورو ځواکونو او نیابتي ډلو د هر ډول برید ځواب ته پوره تیاره ده".

ښاغلي بولټن نه دي ویلي چې د ایران کومو پاروونکو هڅو ته اشاره کوي.

* د ایران پر تېلو د بشپړ بندیز اغېز به څومره وي؟

* د ایران ریال د ډالر مقابل کې له بل هر وخت ډېر وغورځېد

په ورته مهال تېرو څو اونیو او د امریکا له خوا سپاه پاسدران ته د ترهګر نوم ور کولو سره د دواړو خواوو ترمنځ تاوتریخوالی یو ځل بیا څوکې(اوج) ته رسېدلی دی.

د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکی د واشنګټن د وروستۍ پرېکړې په اړه اسوشېټېډ پرېس اژانس ته وايي، "ښکاره نښې" وې چې ایران او نیابتي ډلې یې سیمه کې پر امریکايي ځواکونو ممکن برید ته تیارېدې.

دغه چارواکي له نومپرته ویلي اټکل دی چې په وچه او سمندر کې امریکايي ځواکونه بالقوه هدف دي او پنټګان د دې الوتک وړونکې بېړۍ ځای په ځای کول تایید کړي دي.

د انځور حقوق ATTA KENARE/AFP/GETTY IMAGES
Image caption امریکا د اپرېل په اتمه د ایران سپاه پاسدران ترهګره ډله وبلله. په ځواب کې ایران هم د اسیا لوېدیځ کې د امریکا سنټکام ځواکونه ترهګر وبلل.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اپرېل پر اتمه یوه بیانیه کې وویل، دغه هېواد د ایران سپاه پاسدران د ترهګرو ډلو نوملړ ته اچولی دی.

نوموړي خپل بیان کې سپاه په نړۍ کې "د ترهګریزو چارو د کارولو او لارښوونې لپاره د ایران د دولت اصلي وسیله وبلله".

امریکا سپاه پاسدران د ایران د توغندیز پروګرام د پراختیا مسوول هم بولي او باوري ده چې دا ځواک د ایران په اټومي پروګرام، بېړۍ چلولو صنعت او بانکوالۍ کې هم ښکېل دی.

* ایران ولې پر سلګونو وارداتي توکو بندیز ولګاوه؟

* د چابهار بندر درې تړونونه وځنډول شول

د امریکا دا پرېکړه له "پاسدران ورځې" یوه ورځ مخکې وه.

د امریکا دغه ګام پسې د ایران د ملي امنیت شورا د امریکا دولت "د ترهګرو ملاتړی" وباله او لوېدیځه اسیا کې یې د دغه هېواد ځواکونه "ترهګره ډله" وبلل.

د ایران د ملي امنیت شورا بیان کې دا هم راغلي و: "د متحده ایالتونو مرکزي قومنداني(سنټکام) په دې خاطر ترهګره ډله بولي، چې لوېدیځه اسیا کې د امریکا د ترهګریزو سیاستونو د اجرا کولو مسووله ده او د متحده ایالتونو د غلیمانه سیاست د تپلو لپاره د ایران اسلامي جمهوریت او بې ګنا ایراني او ناایراني خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جان بولټن وايي، امریکا له ایران سره جګړه نه غواړي، خو که دا هېواد د واشنګټن یا د ملګرو په ګټو یې برید کوي له ځواب سره به مخ شي.

د سپاه د هغه وخت قومندان محمد علي جعفري د اپرېل پر اوومه وویل، د ترهګرو لېست ته د سپاه د نوم زیاتولو سره به لوېدیځه اسیا کې امریکايي ځواکونه "نور اوسنی ارام ونه ویني".

پر دې سربېره ایران وروستیو اونیو کې دا ګواښ هم کړی چې د اړتیا پر مهال به هورمز تنګی بند کړي.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستز تورنجنرال محمد باقري تېره اونۍ وویل: "که زموږ تېل له دې تنګي تېر نه شي، نو د نورو هېوادونو تېل به هم ترې تېر نه شي".

سنټکام په منځني ختیځ، د افریقا شمال او منځنۍ اسیا کې بوخته ده او د عراق او افغانستان د جګړې په ملاتړ کې اصلي رول لري.

ویل کېږی چې ابراهم لېنکلن الوتک وړونکې بېړۍ او ور سره الوتکې اپرېل میاشت کې په مدیترانه کې وې.

ورته مطالب