عراق ته د پمپیو سفر او منځني ختیځ ته د امریکا د جنګي بېړۍ استول

ښاغلي پمپیو په نیمه شپه کې د جرمني سفر لنډ او یوه نامالوم ځای ته ولاړ. د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي پمپیو په نیمه شپه کې د جرمني سفر لنډ او یوه نامالوم ځای ته ولاړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو عراق ته په ناڅاپي سفر کې د امریکايي ځواکونو د امنیت او د ایران ملاتړو شیعه اورپکو د اندېښنو په تړاو له لومړي وزیر او د عراق له ولسمشر سره خبرې کړې دي.

مایک پمپیو د شپې مهال عراق ته سفر کړی، چې له عراقه تر وتلو وروسته یې خبریالانو ته ویلي، د سفر موخه یې د ایران په امر ځواکونو له خوا د "قریب الوقوع برید" په تړاو د مهمو معلوماتو په اړه ځان خبرول وو.

نوموړي د عراق له لومړي وزیر عادل المهدي او ولسمشر برهم صالح سره هم کتلي.

ده د عراق لوړپوړو چارواکو د ایران د احتمالي برید په اړه هم معلومات ورکړي.

دی وايي، امریکا د عراق ملي حاکمیت ملاتړ کوي "موږ نه غواړو د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړو، به تېره بیا په عراق کې د نورو هېوادونو د بریدونو په اړه".

د ښاغلي پمپیو په وینا، د عراق لومړي وزیر او ولسمشر منلې ده چې هېواد یې امریکايي ځواکونو په شتون کې ښه خوندي کېدای شي.

سپینې ماڼۍ ویلي، د ایران خوځښتونه اندېښمنوونکي دي او د امریکا الوتک لېږدوونکې یو اې اېس ابراهام لینکلن بېړۍ او بي ۵۲ بم غورځوونکې الوتکه یې د فارس خلیج ته استولې ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا دفاع وزیر مایک پمپیو د عراق له لومړي وزیر عادل المهدي او ولسمشر برهم صالح سره هم کتلي.

رویټرز خبري اژانس ته د امریکا د مرکزي قومندانۍ ویاند ویاند بیل اوربان ویلي، خلیج فارس ته څلور بي ۵۲ بم اچوونکې الوتکې استول کېدونکې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د امریکا د دې ګام په غبرګون کې ویلي "که امریکا او ملګري یې د ناامنۍ احساس کوي، لامل یې دا دی چې په سیمه کې خلک ترې بېزاره دي، د ایران تورنول دا وضعیت نه شي بدلولی".

د ایران د ایسنا خبري اژانس د ښاغلي ظریف له خولې ویلي: "موږ مقاومت کوو، خو د جګړې په لټه کې نه یو. زموږ باور دا دی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د جګړې غوښتونکی نه دی، خو داسې خلک شته چې د جګړې پیلېدو لپاره فشار راوړي. فکر نه کوم داسې کار دې وشي".

ښاغلي پمپیو په نیمه شپه کې د جرمني سفر لنډ او یوه نامالوم ځای ته ولاړ. امریکايي چارواکو ویلي، پمپیو د ځینو نورو مهمو مسلو له کبله اړ شو چې د جرمني له لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل سره د لیدلو پروګرام لغوه کړي.

د انځور حقوق EPA
Image caption یو اېس اېس ابراهام لینکلن د بي ۵۲ بم اچوونکو الوتکو لېږدولو توان لري.

پمپیو ټینګار کړی، که د امریکا د ګټو پرضد په سیمه کې د لبنان حزب الله ډلې او یا د یمن حوثي یاغیانو له خوا برید وشي، پړه به یې پر ایران اچول کېږي.

د امریکا دفاع وزیر پاتریک شنهن هم د تېرې دوشنبې په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي وو، یوه الوتک لېږدوونکې بېړۍ او بي ۵۲ بم غورځوونکې الوتکه به د امریکايي ځواکونو تر کنټرول لاندې سیمې ته واستوي.

نوموړي ویلي وو "موږ د ایران له رژیم غواړو چې خپل ټول خوځښتونه پای ته ورسوي. موږ پر امریکايي ځواکونو یا امریکايي ګټو د هر ډول برید مسؤولیت د ایران پر غاړه اچوو".

د انځور حقوق K.SCHULTZ
Image caption د پنتاګون ویاند ویلي، سیمې ته بي ۵۲ بم غورځوونکې الوتکې استوي

ورته مطالب