له پاکستانیو نجونو سره ناقانونه ودونه؛ د چین خبرداری

  • 7 می 2019 - 17 غویی 1398
پاکستان د انځور حقوق Getty Images

د چین حکومت د هغو ادارو په تړاو خبرداری خپور کړی چې د پاکستانیانو او چینایانو تر منځ ودونه کوي. تېره میاشت پاکستاني رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي وو، چې د واده په نامه یو شمېر پاکستانۍ ښځې چین ته له قاچاقي لارو لېږدول کېږي او هلته بدلمنۍ ته اړایستل کېږي.

د رپوټ له مخې یو شمېر چینايي نارینه د پاکستان پنجاب ایالت کې تر ډېره حده له ځايي عیسوي نجونو سره واده کوي، خو اصلي هدف د بدلمنۍ نړیوالو شبکو لپاره د دغو نجونو قاچاقي لېږد دی.

د دې رپوټونو له خپرېدو وروسته پاکستان کې د چین سفارت د اپریل پر ۱۳ مه یوه اعلامیه کې وویل له څه مودې راهیسې (غیر قانوني تنظیمونه) د ودونو لپاره له خلکو ډېرې پېسې اخلې چې چین او پاکستان کې یې ځینې خلک اغېزمن کړي دي.

اعلامیه کې ویل شوي، چینايي قانون له بهرنیانو سره د ودونو لپاره دغسې ادارو ته اجازه نه ورکوي، ځکه باید خلک د داسې ودونو په تړاو خبردار واوسي.

له چینايي نارینه وو سره د پاکستانیو نجونو ودونو ته اندېښنې

"مېړه مې غوښتل د ملګرو مخ کې یې نڅا وکړم"

سفارت وايي، دوی له پاکستاني حکومتي ادارو سره د دغسې پېښو مخنیوي کې همکاري کوي. اعلامیه کې له خلکو غوښتل شوي، چې که دغسې کوم فعالیت وویني، پاکستاني چارواکو ته دې معلومات ورکړي.

د پاکستاني رسنیو په رپوټونو کې دا هم ویل شوي وو، چې د ودونو په نامه د انساني بدن غړو کاروبار کېږي، خو چین سفارت دغه رپوټونه په کلکه رد کړي دي او وايي، د پاکستان او چین تودو اړیکو ته په پام سره د رښتینو رپوټونو خپرېدو هیله کوي.

سفارت وايي، د انساني بدن غړو قاچاق جرم دی او د داسې پېښو په اړه به تحقیق وشي. له پاکستاني نجونو سره د چینايي نارینه وو ودونو موضوع په اړه چینايي رسنۍ هم رپوټونه خپروي.

د ګلوبل ټایمز رپوټ کې ویل شوي، یوه چینايي ډله د واده په نامه پاکستانۍ نجونې تېرباسي.

د انځور حقوق .
Image caption د پاکستاني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، ځینې ادارو له چینايي نارینه وو سره د ودونو لپاره د نجونو لټون اعلانونه خپاره کړي دي

رپوټ کې ویل شوي، د ودونو لپاره ناقانونه تنظیمونه فعال دي، خو د ورځپاڼې په خبره د انساني غړو کاروبار رپوټونه د چین مخالفو لوېدیځو رسنیو اختراع ده.

د ګلوبل ټایمز خبریال وايي، د (زیبو پاکستان بلاینډ ډېټ) په نامه ادارې ته یې د ټیلیفون له لارې د واده کولو هیله څرګنده کړه او هغو ورته وویل، چې پاکستان کې واده کېدای شي، خو نن سبا د چین ویزا لپاره سختي کېږي.

اړونده مطالب