فرانسوي ښوونځي کې مېږو داخله وکړه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
فرانسوي ښوونځي کې مېږو داخله وکړه

وروسته له هغه چې فرانسوي ادارې د یوه ابتداییه ټولګي د تړلو پرېکړه وکړه، یوه بزګر ټولګي کې د زدکوونکو د شمېر پوره کولو پخاطر د خپلو ۱۵ پسونو نوملیکنه وکړه.

د فرانسې د الپ په غرونو کې د جولز پیري ښوونځي د زد کوونکو شمېر له ۲۶۶ څخه ۲۶۱ ته راولوېد.

د یوه سیمبولیک اعتراض په توګه، بزګر میکیل جیرارد خپلې مېږې ښوونځي کې شاملې کړې.

په نویو زد کوونکو کې بابته، ډولي او شون شامل دي.

ښاغلی جیرارد له خپلو پنځوسو مېږو سره یوځای ځانګړو مراسمو کې د ښوونځي د باندې له راښکار شو چې ۲۰۰ زد کوونکي، ښوونکي او چارواکي پکې حاضر وو.

هغه ښاروال جین لوویس ماریت ته د مېږو د زوپاڼې (د زېږېدو سندونه) وړاندي کړل. هغه د "حد پارونکی منطق" تر پوښتنې لاندې راوستي چې د ټولګي د تړلو خبرې یې راوپارولې دي.

ښاغلي جیرارد وویل: "اوس به نو ټولګي نه تړل کېږي" او زیاته یې کړه چې تعلیمي نظام "واقعیتونو ته نه ګوري او یوازي یې شمېرو ته پام وي."

په مراسمو کې ماشومانو لوحې په لاس وې چې پرې لیکلي وو: "موږ پسونه نه یو".

د انځور حقوق © Radio France - Gaëlle Laval
Image caption په مراسمو کې ماشومانو لوحې په لاس وې چې پرې لیکلي وو: "موږ پسونه نه یو".
د انځور حقوق © Radio France - Gaëlle Laval
Image caption د یوه سیمبولیک اعتراض په توګه، بزګر میکیل جیرارد خپلې مېږې ښوونځي کې شاملې کړې.