امريکا کې خپلمنځۍ لانجې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امريکا کې خپلمنځۍ لانجې

امريکا کې د ۲۰۱۶ کال ولسمشريزو ټاکنو کې د روسيې د لاسوهنې په اړه د رابرټ مولر راپور ته د لاسرسي په اړه ناندرۍ لا زياتې شوې دي. ولسمشر ټرمپ بشپړ ناسانسور شوي راپور ته د ديموکراتانو د لاسرسي مخنيوي کې ځانګړې واګې کارولې دي. د استازو جرګې قضايي کمېټې په دې اړه رايه ورکړې، چې د خپل هېواد لوی څارنوال له دې امله کانګرس ته پر سپکاوي پړ وګڼي، چې د بشپړ راپور له سپارلو او يا يې د دوی پر وړاندې له ګواهۍ ورکولو ډډه کړې ده.