د امریکا- ایران جنجال: خلیج ته توغندیز ډال او یوه بله بېړۍ لېږل

توغندیز ډال د انځور حقوق Getty Images

د امریکا او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدو بهیر کې متحده ایالتونو د پاټریاټ هوايي دفاع توغندیز سیستم او یوه جنګي بېړۍ منځني ختیځ ته واستول.

چارواکي وايي، د یو اېس اېس ارلېنګټن په نوم بېړۍ به- چې په وچه او اوبو کې تلونکي ګاډي او الوتکې لېږدوي- د ابراهم لېنکلن ځپونکې ډلې سره خلیج کې یو ځای شي.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان وايي، بي ۵۲ بم غورځوونکې هم قطر کې هوايي اډې ته رسېدلې دي.

* د ایران پر تېلو د بشپړ بندیز اغېز به څومره وي؟

* ټرمپ له ایران سره د جګړې قانوني واک لري؟

دوی وايي، په سیمه کې پر امریکايي ځواکونو د ایران د ممکنه عملیاتو د ګواښ په غبرګون کې دا هر څه استوي.

امریکايي چارواکو د ایران د ګواښ په هکله لږ مالومات ور کړي، خو ایران دا ادعاوې بې مانا او د دغه هېواد د وېرولو لپاره رواني جګړه بولي.

په دا مهال د ایران نیمه دولتي خبري اژانس د یوه لوړپوړي ایراني پوه یوسف طباطبايي نژاد له خولې وايي، چې د امریکا پوځي بېړۍ په یوه توغندي سره له منځه تللی شي.

امریکا څه وايي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پنټګان وايي بي ۵۲ په نوم بم غورځوونکې یې هم قطر ته رسېدلې ده.

د جمعې په ورځ پنټګان وویل، چې امریکا له ایران سره جګړه نه غواړي، خو واشنګټن سیمه کې د امریکايي ځواکونو او ګټو دفاع ته تیاره وه.

د دې وزارت بیانیه کې زیاته شوې: پنټګان پرلپسې سیمه کې د ایران چارې له نږدې څاري.

پنټګان دا هم وايي، پاټریاټ سیستم چې د دوی په خبره، بالستیک توغندي، کروز توغندي او پرمختللې الوتکه ځوابولی شي، هم د هر ډول ممکنه برید د دفاع لپاره لېږل شوی دی.

چارواکو امریکايي رسنیو ته ویلي چې یو اېس اېس ارلېنګټن سیمې ته د تلو لپاره پلان شوې وه، خو تګ یې ځکه چټک شو چې د پرمختللې کومندو او کنټرول وړتیا برابره کړي.

* د پیستې سوداګري؛ د امریکا او ایران ترمنځ د ترینګلتیا بل ډګر

* ایران: د امریکا د سنټکام ترهګرو پرضد به هر ډول هڅې وکړو

د یکشنبې په ورځ د امریکا د ملي امنیت سلاکار حان بولټن وویل، د پوځ او تجهیزاتو لېږل به د ایران رژیم ته روښانه پیغام ور کړي چې سیمه کې د امریکا په ګټو هر ډول برید به له بې رحمه ځواک سره مخ شي.

د امریکا مرکزي کومندانۍ وايي، چې د یو اېس اېس ابراهم لېکلن بېړۍ هم د پنجشنبې په ورځ له سویز کانال تېره شوې ده.

د بي بي سي د دفاعي او سیاسي چارو خبریال جنه تن مارکس وايي، خلیج ته الوتک وړونکې بېړۍ او جنګي ډله استول نادوده نه ده، خو دا وېره رامنځ ته کوي چې د ټکر یا پلان له مخې ممکنه جګړه پېښېدلی شي.

د امریکا بندیزونه

د انځور حقوق Getty Images

تېر کال د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شپږو قدرتونو او ایران ترمنځ له اټومي تړون په یو لوریز ډول ووت.

د دغه تړون له مخې چې پر ۲۰۱۵ کال شوی و، ایران هوکړه کړې وه چې د بندیزونو لرې کېدو بدل کې حساس اټومي فعالیت محدود او نړیوال څارونکي ومني.

خو له دې تړون تر وتلو وروسته متحده ایالتونو پر ایران بندیزونه بیا ولګول او تېره میاشت یې وویل، د ایران د تېلو صادراتو د صفر کولو لپاره نور چین، هند، جاپان، سوېلي کوریا او ترکیه هم له دغه هېواد تېل اخیستلی نه شي.

په ورته مهال امریکا د ایران تر ټولو ځواکمن پوځ سپاه پاسدران د بهرنیو "ترهګرو" ډلو نوملړ ته ور زیات کړ.

تهران د واشنګټن دا ګام سخت وغانده او په ځواب کې یې د امریکا سینټکام ترهګره ډله وبلله او ویې ویل، چې له دې وروسته به سینټکام سره د "ترهګرو" په څېر چلن کوي.

د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت هیله من ده چې په دغو هڅو سره ایران داسې "نوي تړون" ته اړ کړي چې نه یوازې د دغه هېواد اټومي چارې ونغاړي، بلکې د بالستیک توغندي له پروګرام او د دوی په خبره، منځني ختیځ کې یې له "بد چلن" هم وګرځوي.

د ایران غبرګون

د انځور حقوق Getty Images

د امریکا نوي بندیزونه سبب شول چې د ایران اقتصاد سخت وځپل شي، د دغه هېواد کرنسي ور سره ریکارډ ټیټه شي، بهرنۍ پانګه ترې و ایستل شي او مظاهرې را پورته کړي.

په مقابل کې ایران بیا بیا ګواښ کړی چې د امریکا د بندیزونو په ځواب کې هورمز تنګی بند کړي چې د نړۍ نږدې پنځمه برخه تېل ترې تېرېږي.

د روانې اونۍ لومړیو کې ایران وویل، د امریکا د اقتصادي بندیزونو د بیا لګېدو غبرګون کې د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون دوه ژمنتیاوې ځنډوي.

تهران دا ګواښ هم کړی که له هغو بندیزونو په امن نه شي چې ۶۰ ورځو کې لګېږي، نو د یورانیم بډایول به هم پیل کړي.

اروپايي ځواکونه وايي، د ایران اټومي تړون ته ژمن دي، خو د تهران هر ډول ګواښ هم ردوي.