'خلیجیان روژه کې پر دسترخوان نه وچ ګوري نه لانده'

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر خواله رسنیو د نوموړي پر دې څرګندنو بېلابېل غبرګونونه راغلي، پر ټویټر کارنو په روژه کې د خوړو په اړه ځینې روغتیايي مشورې خپرې کړې دي.

د سرطاني ناروغیو یوه متخصص سعودي ډاکټر او څېړونکي استاد ویلي، په روژه کې د ځینو کسانو په تېره بیا د عربانو وزن ځکه ډېرېږي چې کله دسترخوان ته کښېني، نو بیا نه وچ ګوري او نه لانده.‌

د ډاکټر فهد الخضیري څېړنې ښودلې چې په ډېری هغو هېوادونو کې چې روژه نیول کېږي د وګړو وزن کمېږي، خو په خلیجي هېوادونو کې بیا خبره سرچپه وي "ځکه چې دوی کله خواړه خوري، نه وچ پرېږدي او نه لانده او ټول خوري."

د الخضیري سپارښتنه دا ده چې په روژه ماتي او پیشلمي کې تر اندازې ډېر خواړه ونه خوړل شي او روژه د خوراک د کنټرول یو ښه فرصت وګرځول شي، ځکه چې په اندازه خواړه خوړل یو روغتیایی عادت ګرځي.‌

پر خواله رسنیو د نوموړي پر دې څرګندنو بېلابېل غبرګونونه راغلي، پر ټویټر کارنو په روژه کې د خوړو په اړه ځینې روغتیايي مشورې خپرې کړې دي.

علي وايي: "په روژه کې باید هغه څښاک کم کړل شي چې ډېر خواږه او مصنوعي رنګونه لري، ځکه دا مشروبات د وزن زیاتولو لامل ګرځي او د بدن لپاره هېڅ غذايي ګټه نه لري، پر ځای یې باید تازه طبیعي جوړ شوي جوس وڅښل شي، ځکه چې دا په روژه کې له بدن نه د وتلو مالګینو او مدني مشروباتو ځای نیسي."

د سعودي عربستان د تغذیې د ټولنې مشر ډاکټر عبدالعزیز العثمان ویلي: "د سرو شویو غوړو له څو ځلي کارونې ځان وساتئ،‌ په تېره بیا کله چې د نورو خوړو وړې ټوټې پکې پاتې وي او پخوانیو غوړیو ته تازه غوړ مه ورګډوئ بلکې ځېرني (یوځل کارول شوي) غوړ وغورځوئ."

فهد بیا پر ټویټر لیکلي، روژه ماتی په یوه یا دوو خورماوو پیل کړئ، بیا یوه پیاله اوبه یا شیدې وڅښئ، وروسته ښوروا ضرور ده چې د بدن وتلې اوبه پوره کړي، په څښاک روژه ماتی پیلول معده نرمو او د خوړو هضمولو ته معده چمتو کوي."

د انځور حقوق Alia Almoayed
Image caption علياء المؤيد وايي، له ډېرو خوړو خوړلو وزن زیاتېږي، په تېره بیا هغه خواړه چې خواږه ډېر ولري،‌ ډېر څښاک وي او یا حلوا لرونکې خواړه وي.

د بحرین د تغذیې متخصصې علیاء المؤید بي بي سي ته ویلي "د ډېری کسانو وزن په روژه کې د ناسم دود او ناسم خوراک له کبله زیاتېږي."

دا وايي، له ډېرو خوړو خوړلو وزن زیاتېږي، په تېره بیا هغه خواړه چې خواږه ډېر ولري،‌ ډېر څښاک وي او یا حلوا لرونکې خواړه وي.

نوموړې دا هم وايي، په خلیجي هېوادونو کې د وګړو وزن ځکه زیاتېږي چې حرکت او سپورت نه کوي، د خوړو سیستم هم د وزن د ډېروالی لامل ګرځي، داسې چې ډېری وخت چټک خواړه خوري، چې دا پخپله د جسم د روغتیا لپاره ډېر مضر تمامېږي، ځکه غوړ پکې ډېر زیات وي.

ورته مطالب