روحاني: ایران د بندیزونو له کبله تر بېساري فشار لاندې دی

د انځور حقوق Reuters
Image caption حسن روحاني وایي، ایران پخوا هېڅکله تر دومره فشار لاندې نه و

د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، هېواد یې د نړیوالو بندیزونو له کبله تر بېساري فشار لاندې دی. ښاغلي روحاني ویلي، د امریکا نویو بندیزونو په ایران کې اقتصادي وضعیت له عراق سره د اتیایمې لسیزې د جګړې تر کلونو هم بدتره کړی دی.

نوموړی دا څرګندونې په داسې مهال کوي چې د ایران او امریکا اړیکي خورا ترنیګلي شوي، او واشنګټن تېره اونۍ خلیج ته جنګي بېړۍ او الوتکې هم استولې دي.

په ورته وخت کې د پیسو نړیوال صندوق هم اټکل کوي چې په ۲۰۱۹ کال کې به د ایران اقتصاد ۶ سلنه کمزوری شي.

پر ښاغلي روحاني په کور د ننه هم سیاسي فشار ډېر شوی، او نوموړي د نړیوالو بندیزونو په ترڅ کې د سیاسي یو والي غوښتنه کړې.

ایراني ولسمشر په پلازمېنه تهران کې سیاسي فعالانو سره په یوه ناسته کې وویل:

"له عراق سره د جګړې په کلونو کې زموږ بانکونو، د تېلو سکتور او صادراتو او وارداتو ستونزه نه درلوده. یوازې د وسلو او رانیولو بندیزونو وو. خو د دښمن اوسنی فشار د اسلامي انقلاب په تاریخ کې بېساری دی. خو زه یې غم نه کوم او ډاډه یم چې که یو موټی و اوسو نو له دې سختو شېبو به ووځو".

د انځور حقوق AFP
Image caption امریکا خلیج ته جنګي بېړۍ او الوتکې استولې دي

د تهران او واشنګټن وروستیو جنجالونو د ایران او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اتومي تړون هم له خطر سره مخ کړی دی.

د دې هوکړې له مخې ایران د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځو دایمي غړو او جرمني سره ژمنه کړې وه چې د بندیزونو د نرمېدو په بدل کې به د یورانیمو غني کول بند کړي.

خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېر کال نیوکه وکړه چې اتومي تړون د ایران په ګټه دی، او د یو شمېر هېوادونو له مخالفت سره سره له دې تړونه لاس پر سر شو .

د انځور حقوق EPA
Image caption ایران کې د امریکایي ولسمشر ټرمپ پر ضد احتجاجونه هم شوي

تهران د وروستیو بندیزونو او خلیج ته د امریکا د جنګي بېړیو او الوتکو رسېدو په غبرګون کې ویلي، که امریکا کوم ګام پورته کړي نو پر سر به ووهل شي.

بله خوا تېرو ورځو کې داسې رپوټونه هم خپاره شول چې ایران ښایي د اتومي تړون له ځینو ژمنو لاس پر سر شي او د یورانیمو غني کولو چاره بیا پیل کړي.

خو اروپایي ټولنې د ایران دا ډول ګوت څنډنې رد کړې دي او ټینګار یې کړی چې دواړه خواوې دې هوکړې ته ژمنې پاتې شي.

ورته مطالب