کاري مرکه کې د بریالي کېدو لارښوونه

Smiling woman at a job interview د انځور حقوق Getty Images
Image caption هغه شېبه چې یوه وظيفه درکول کېږي.

کېدای شي ستاسې د خوښې وظیفه ترلاسه کول اسانه کار نه وي، خو لږ تر لږه په دې باید پوه شئ په کار ګومارونکي د څه ډول کس په لټه کې دي.

د کوچنیو او لویو شرکتونو پر کار ګومارنې بهیر په بدلېدو دی، خو هغه څه چې باید له پامه ونه غورځول شي مخامخ مرکه ده چې په انګلیسي یې انټرویو بولي.

د لویډز بانکنګ ګروپ کارکوونکې جېن ټپپنګ وايي، مرکه د کار موندنې د بهیر یوه تر ټولو مهمه برخه ده.

هغه وايي د یوه کس او یا څو کسانو پر وړاندې ستاسې ناسته او پوښتنو ته یې ځوابونه ورکول هم تاسې ګورمارلی شي او هم مو شړلی شي.

نو مه پرېږدئ چې په ناسمې خبرې یا غلطې نکټايۍ مو چانس وسوځي.

دلته به تاسې ته هغه لارښوونې وکړو چې مرکې کې درسره مرسته وکړي.

۱- څېړنه مو وکړئ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یوازینی کار چې باید یې وار له مخه وکړئ، ځان ښه چمتو کړئ.

ځان بېخبره مه پرېږدئ. معلومات وکړئ چې څوک به پوښتنې کوي او هرڅومره چې کولی شئ د همدې کس یا کسانو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.

د شرکت یا ادارې په اړه ښه ځان پوه کړئ. کار و بار یې څه دی؟ کلنی عاید یې څومره دی؟ څوک پکې واک لري؟

د پیل کولو یو ځای د یوې کمپنۍ وېبپاڼه ده.

نوټ ولیکئ، نومونه یادداشت کړئ او ځینې پوښتنې جوړې کړئ چې د مرکې په پاي کې یې وکړئ. له دې به مالومه شي چې تاسې ځان پوه کړی.

۲- تمرین کول مو بشپړوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کولی شئ له خپلو ملګرو وغواړئ چې د مرکه کوونکو رول درسره ولوبوي.

د شونو پوښتنو یو نوملړ جوړ کړئ چې کېدای شي درڅخه وشي او د ځوابونو لپاره یې ځان چمتو کړئ.

که مو فکر جام شو او نه پوهېدئ چې څه وکړئ ډېرې وېبپاڼې شته چې د عامو کاري مرکو پوښتنې پکې شته، نو لږ به مو پام شي چې څه ډول پوښتنې ښايي درڅخه وشي.

کله چې مو ځوابونه جوړوئ، داسې فکر وکړئ چې کیسې کوئ. مثلاً که د یوې ستونزې د حل په اړه درنه پوښتنه وشي نو تاسې باید وکولی شئ د مثال په مرسته ځواب ورکړئ چې پخوا مو څرنګه یوه کاري ستونزه هواره کړې ده.

دغه کیسې باید دا وښيي چې تاسې په تېر کې څنګه د خپل کار ځي ته د مهمو کارونو په کولو او لاس ته راوړنو ارزښت وربخښلی دی چې نوې ادارې ته هم دا تمه پیدا شي چې تاسې هماغسې کار دلته هم کوئ.

۳- مناسب کالي واغوندئ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چُرت مه وهئ، که په ښو کالیو کې مرکې ته ولاړ شئ هېڅ تاوان نه لري.

لومړی لید مهم دی. ځینې په کار ګومارونکي کېدی شي په لومړیو ۳۰ ثانیو کې خپله پرېکړه وکړي. که تاسې ښې خبرې وکړای شئ خو کالي مو مناسب نه وي نو دا کار ستاسې په تاوان تمامېدلی شي.

ان که یوه کمپنۍ د کار حالت کې له عادي کالیو سره ستونزه نه لري خو دا تمه هم نه درڅخه لري چې د مرکې لپاره په شډلو کالیو کې ورشئ.

هڅه وکړئ کالي مو یوه شپه وړاندې اوتو کړئ او برابر یې کړئ، په بېړه یې مه جوړوئ او داسې څه مه خورئ چې پر کالیو مو وڅڅېږي.

۴- د ستړي مشې پر مهال سم لاس ورکړئ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ستاسې لاس ورکول ونډه درلودلی شي.

ځینې وخت مو له یاده ووځي خو په کار ګومارونکي مو د لاس ورکولو ډول په پام کې نیسي. کله چې کوټې ته ننوځئ نو لاس ورکول لومړنی کار دی چې ترسره کېږي.

ښه قول ورکول ښيي چې تاسې ډاډه، په خپل اختیار کې او مسلکي یاست. که یې ډېر کلک کړئ بیا قهرجن ښکارئ. ډېر مړ لاس ورکول مو بیا کم زوری ښيي.

که ډاډه نه یاست له یوه ملګري سره یې تمرین وکړئ. چې د مرکې ورځ ورسېده د مرکه کوونکو سترګو ته وګورئ او قول ورکړئ.

جېب کې مو دستمال ساتئ او هڅه وکړئ چې د لاس خولې مو پاکې کړئ، د هېچا لوند لاس نه خوښېږي.

۵- موسکی و اوسئ

د انځور حقوق Getty Images

په داسې حال کې موسکا کول ګرانه وي چې زړه دې درزېږي او ډار درپسې وي چې ښايي ان له خپل نوم دې له یاده ووځي، خو بیا هم موسکېدل مهم وي.

موسکا یوه نړیواله ژبه ده چې وايي، زه خوښ یم چې دلته یم او زه یو ښه سړی/ ښځه یم.

۶- پر ځان حاکم اوسئ او وارخطا کېږئ مه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوږده نفسونه واخلئ چې عصاب مو هوسا وي.

که ارامه نه اوسئ او پر خپلو اعصابو حاکم نه اوسئ هر څه به مو له یاده ولاړ شي، لاسونه به مو خولې کوي او یا به رېږدي.

که پوهېږئ چې وارخطا کېږئ، مخه یې ونیسئ. وړاندې تر دې چې خونې ته ورشئ ژوره ساه واخلئ.

۷- اغېزناک واوسئ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پرېږدئ چې شخصیت مو رڼا خپره کړي.

مخامخ مرکه دا موقع برابروي چې مرکه کېدونکی د خپل شخصیت اغېزمنتوب ښکاره کړي.

د یوې کوچنۍ رغنیزې کمپنۍ مشر دېرموت رووني وايي، وړاندې تر دې چې مرکې ته کښېنئ، پر دې فکر وکړئ چې ستاسې شخصیت کې مهم ټکي څه دي.

له دې فرصته ګټه پورته کړئ او هغه څه وښیئ چې له نورو خلکو سره ستاسې توپیر ښيي.

۸- له جوړ شوي ښه حالت څخه ګټه واخلئ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له لومړي سره تر پایه خپلې وروستۍ هڅې وکړئ.

آن که مو فکر کاوه چې کېدی شي وظیفه ترلاسه نکړئ خو بیا هم وروستۍ هڅې وکړئ.

کېدی شي فکر وکړئ چې تاسې ته مخامخ ناست کسان ستاسې په اړه مثبت نظر نه لري خو کېدی شي ډېر ناسم اوسئ.

بل ځواب چې ورکوئ کېدای شي هماغه ځواب وي چې دوی یې په تمه ول. نو مورال مو اوچت وساتئ.

ورته مطالب