ایوريسټ: د نړۍ تر ټولو جګ غره کې د خېمو ښار

نیپال د انځور حقوق PHURBA TENJING SHERPA

دا مهال د نړۍ تر ټولو لوړ یا جګ (اېورسېټ) کې د شلو کمپونو د خېمو یو ښار جوړ شوی دی.

د پسرلي دې موسم کې ۳۷۵ غرختونکي او د هغوی لارښودو سره دوه زره کسان د اېورېسټ غره شلو کمپونو کې غونډ شوي دي.

ایورېسټ د نړۍ تر ټولو جګ غر دی چې د سمندر له سطحې اته زره اته سوه پنځوس متره لوړ دی.

نیپال د انځور حقوق Kenton Cool
Image caption پسرلي کې سلګونه غر ختونکي ایورېسټ څوکې ته خېږي.
Presentational white space
نیپال د انځور حقوق TSHIRING JANGMU SHERPA
نیپال د انځور حقوق TSHIRING JANGMU SHERPA
Presentational white space

څوکې ته تر ختو مخکې غر ختونکي دې شلو کمپونو کې لر او بر ځي، چې دومره لوړ ځای کې د اکېسجن کمي سره ځان عادت کړي.

نیپال د انځور حقوق Kenton Cool
Presentational white space

سږ کال د نېپال حکومت د سروې څانګې یوه ډله هم له دې شلو کمپونو سره تللې چې د ایورېسټ غره تازه لوړوالی مالوم کړي.

نیپال د انځور حقوق Kenton Cool
Image caption دا شل کمپونه د اېورېسټ څوکې سوېلي برخه کې له سمندر ۵۳۸۰ متره لوړ جوړ شوي دي.
Presentational white space

سږني پسرلي کې نږدې ۸۰۰ غر ختونکو نېپال کې د همالیه غر د ۳۰ مختلفو څوکو د کچ کولو اجازه ترلاسه کړې ده.

چارواکي وایي، هر کال د هغو کسان شمېر زیاتېږي چې د اېورېسټ څوکې د کچ کولو هیله لري.

نیپال
Presentational white space

تېره اونۍ چې بنګال خلیج ته د سمندري توپان اوبه ننوتې ور سره د دغه هېواد غرونو کې ډېره واوره وشوه.

د ایورېسټ غره د شلو کمپونو بره خوا کې د تېز باد له امله خېمې هم وغورځېدې.

نیپال د انځور حقوق Tshiring Jangmu Sherpa
Presentational white space

غر ختونکو ته ویل شوي و چې د سمندري توپان له اغېز د بچېدو لپاره خوندي ځایونو ته لاړ شي، خو وروسته ژر اسمان روڼ شو او غر ختونکي خپلې هیلې ته د رسېدو لپاره په تیاري بوخت شول

نیپال د انځور حقوق Kenton Cool

د انځورونو ټول حقونه خوندي دي۔