د 'سنپ چټ' ستورې سعودۍ نجلۍ مرموزه مړینه

  • 14 می 2019 - 24 غویی 1398

سعودي عربستان کې وروسته تر هغه خلک څک شول، چې د زړه د حملې له کبله یې د سنپ چټ د ستورې او سعودۍ نجلۍ دانه القحطاني د ناڅاپي مړینې خبر واورېد.

دانه القحطاني او خویندې یې (غناتي او دنی) د خواله رسنیو پر کاریال "سنپ چټ" ډېرې مشهورې شوې وې، دوی به هلته د خپلې خوښې خوړو په اړه خپرونې چلولې او د سعودي خواړه به یې پخول.

دوی دا وېډیوګانې پر خواله رسنیو خپرولې چې درې واړو خویندو پر انسټاګرام شاوخوا ۴۰۰ زره مینه وال لرل.

دانة القحطاني

د انځور حقوق Instagram @danh_505

د دغې ماشومې پلار د دوشنبې په ورځ پر انسټاګرام د خپلې لور د مړینې غمجن توري لیکلي وو: ''بسم الله الرحمن الرحیم، د خدای له تقدیر وروسته د ۱۴۴۰ د نهمې میاشتې پر اتمه نېټه مې پر لور دانه د زړه حمله راغله چې د مړینې لامل یې شوه، له دې نړۍ یې مخه ښه وکړه...''

په سعودي عربستان او ځینو نورو عربي هېوادونو کې د خواله رسنیو کارنو #د_دانه_مړینه هشټګ په کارولو سره د دانه له کورنۍ سره غمشریکي ښودلې ده، چې تر ټولو ډېر همدا هشټګ لاس په لاس شوی.

په ډېرو کمو ګړیو کې څه باندې ۲۹۰ زره کسانو داسې ټویټونه کړي او د هغې پر مړینه یې ځانونه غمجن بللي.

هنان الفیصل لیکلي: "هغه شېبې وېروونکې دي چې موږ پکې اوسو، نه پوهېږو چې ښايي د ژوند وروستۍ شېبې مو وي، ښايي د ژوند وروستۍ خبره یا وروستۍ خندا مو وي. خدایه له ناڅاپي مرګه نجات راکړې او داسې وخت مو روح واخلې چې ته رانه راضي وې."

ویل کېږي د دانه القحطاني یوه وېډیو، چې کېدای شي وروستۍ وېډیو یې وي، د هغې د مړینې تر اعلان وروسته پر خواله رسنیو تر ټولو ډېره لاس په لاس شوې ده.

په وېډیو کې دانه له خپل پلار مشعل القحطاني سره په موټر کې سپره ده او پلار یې هڅه کوي دا راضي کړي چې ورسره ولاړه نه شي، خو ماشومه ټینګار کوي چې خامخا به ورسره ځي.

ریم العسبلي د وېډیو له خپرولو سره لیکلي: "دنیا ډېره بې ارزښته ده، هره شېبه انسان مړ کېدای شي."

طبي نظر

په لندن کې د زړه ناروغیو او جراحۍ ډا:تر فوزي لازم وايي، ودې شي چې دانه د هغې زړه ته د برېښنايي شارټونو له کبله ستونزه پېښه شوې وي، په دې معنا چې د زړه ضربان یې نامنظم شوی وي.

لازم دې ته هم اشاره کوي چې دا ډول حالات ډېر کم رامنځ ته کېږي او د عمر په هر پړاو او هر وخت کې پېښېدای شي.