ټرمپ ایران ته د 'ورانکارو کړنو' په اړه خبرداری ورکړی

  • 14 می 2019 - 24 غویی 1398
ټرمپ د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې د مجارستان له لومړي وزیر ویکتور اوربان سره په ناسته کې وویل "وبه وینو چې په ایران به څه کېږي، که وړه تېروتنه وکړي ډېره به بده وي

په وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ د ترینګلتیا ډېرېدو په درشل کې او د ورانکاره عملیاتو راپور ورکول چې د هرمز تنګي ته څېرمه یې د سوداګرۍ څو بېړیو ته زیان رسولی و د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ایران ته ګواښ کړی که لږ تېروتنه یې وکړه زیات به وځورېږي.

د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې د مجارستان له لومړي وزیر ویکتور اوربان سره په ناسته کې وویل "وبه وینو چې په ایران به څه کېږي، که وړه تېروتنه وکړي ډېره به بده وي، واړه خبرونه د ایران په اړه اورم، که څه کار وکړي له ډېرو بدو عواقبو سره به مخ شي، وبه وینو چې څه کېږي."

د ټرمپ د ادارې چارواکو نه دي ویلي چې ایا ایران په اوبو کې د ورانکاره عملیاتو مسئول دی که نه، خو د متحده عربي اماراتو چارواکو له امریکا غوښتنه کړې چې د څېړنو په برخه کې یې مرسته وکړي.

په همدې حال کې یو امریکايي چارواکې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، اسوشېډ پرېس خبري اژانس ته وویل، زموږ د څېړنو لومړنیو پوځي ټیم له موندنو ښکارې چې ایران او یا هم هغه ډلې چې د دوی ملاتړ لري په څلورو بار وړونکو بېړیو پورې وزن تړلی او د اماراتو په اوبو کې یې له چاودېدونکو موادو ګټه پورته کړې ده.

له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په چارو کې ځانکړي مسئول برایان هوک په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې چې ایا په اماراتو کې دې په بېړیو بریدونه شوي وي.

خو هغه وویل چې په بروکسل کې یې له ښاغلي پومپیو سره د لیدلو پر مهال د دوو سعودي نفت وړونکو بېړیو یوې ناروجي او د یوې امارتي بېړۍ حملو په اړه خبرې کړي دي، ښاغلي پومپیو د دوشنبې په ورځ د بریتانیا، المان، فرانسي د بهرنیو چارو وزیرانو او ترڅنګ یې د اروپایي اتحادیې له سیاسي مسئولې فدریکا موګریني سره لیدلي دي.

ایران د فجیره په بندر کې د یکشنبې د پېښې په اړه اندېښنه ښودلی او په اړه یې د موضوع د روښانه کېدو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي هوک وویل د ټرمپ حکومت د ایران په اړه یو نوی دریځ خپل کړی، تر څو دغه هېواد ځواب ویونکی وي.

ایران او نیابتي ډلې

هغه وویل، "دوی نه شي کولی چې تر خپل لاس لاند ډلو ته زده کړې ورکړي او هغوی مجهز کړي او وروسته بیا له نورو ددې تصور په تمه اوسي نو د همدې لپاره د ایران او د نیابتي ډلو تر منځ د توپیر په اړه قائل نه یو."

هغه وویل، د ایران په څلوېښت کلن جمهوري اسلامي تاریخ کې مو لیدلي چې تهران یوازې د اقتصادي فشار، ډیپلوماټیکې انزوا او همدا راز که پوځي قوې ته ګواښ وي نو په دې صورت کې بیا خپلو کړنو ته تغییر ورکوي.

امریکا تېره اونۍ ادعا کړې وه چې د ایران له لوري یې یو شمېر ګواښونه او تحرکات په سیمه کې لیدلي نو د همدې لپاره یې خپل پوځیان خلیج سمندرګي په سیمه کې د ب ـ ۵۲ بم غورځونکي الوتکې سره ځای پر ځای کړي دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سعودي د انرژۍ وزیر خالد فالح وايي، دوه تېل وړونکې بېړۍ یې چې له عمان سمندرګي تېرېدلې دغو عملیاتو کې سختې زیانمنې شوې:

ښاغلی ټرمپ په داسې حال کې خپل نظر څرګندوي چې یو شمېر هېوادونو تېره دوشنبې امریکا نه وغوښتل چې پر ایران له فشارونو لاس په سر شي.

د سعودي عربستان د نفتو بیړۍ

له دې وړاندې د سعودي عربستان "ورانوونکي عملیات" چې پکې عمان سمندرګي کې څلور بېړۍ په نښه شوې غندي او مني چې د دغه هېواد دوه بېړۍ هم پکې زیانمنې شوې دي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ وویل، چې د مختلفو هېوادونو څلور باري بېړۍ د دغه هېواد ختیځو اوبو کې او فجیره بندر ته نږدې له "ورانوونکو عملیاتو" سره مخ شوې دي.

د سعودي د انرژۍ وزیر خالد فالح وايي، دوه تېل وړونکې بېړۍ یې چې له عمان سمندرګي تېرېدلې دغو عملیاتو کې سختې زیانمنې شوې:

"خو کوم کس زیانمن شوی نه دی او نه هم سمندر ته تېل لیګ شوي دي".

د هغه په خبره، د سعودي یوې بېړۍ د دغه هېواد له تنوره راس بندر خام تېل خلیج کې امریکايي مشتریانو ته لېږدول.

د سعودي خبري اژانس د رپوټ له مخې ښاغلی فالح په بیان کې دا عملیات غندي او د نړۍ د تېل تولیدوونکو د امنیت او د سمندري تګ د ازادۍ لپاره یې ګواښ بولي.

نوموړی د تېل وړونکو بېړیو امنیت او د سمندري تګ خوندیتوب د نړیوالې ټولنې ګډ مسوولیت بولي او زیاتوي چې دا ډول پېښې د انرژۍ بازار اغېزمنولی او د نړۍ اقتصاد ګواښمنولی شي.

د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت هم په بیان کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د هر هغه چا په وړاندې خپل مسوولیت ترسره کړي چې په سمندر کې د بیړیو تګ راتګ له خطر سره مخامخ کوي.

د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي دا پيښه پرون سهال مهال رامنځته شوې او په ترڅ کې یې څلور بیړۍ زیانمنې شوې دي.

دا پيښه الفجیره امارت ته نږدې او د هرمز تنګې ته څیرمه شوې، هغه تنګی چې په نړۍ کې د تیلو او ګاز د لیږد مهمه لاره بلل کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کې د دې زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي خو زیاتوي چې ځاني زیان نه لري او نه زیان رسوونکي مواد له بیړیو وتلي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایران او متحده عربي امارات د درې ټاپوګانو د ملکیت پر سره شخړه لري او دواړه یې د ملکیت دعوی کوي.

دا پیښه داسې مهال رامنځته کیږي چې په دې سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ د اتومي پروګرام پرسر ناندرۍ زیاتې شوي دي.

په همدې لړ کې د ایران د ګواښ په ځواب کې امریکا د الوتکو لیږدوونکې بیړۍ سیمې ته استولې او خپلې سترې بم غورځوونکې الوتکې بي ۵۲ یې په قطر کې په خپله پوځي هوايي اډه کې ځای پر ځای کړې دي.

متحده عربي اماراتو په دغه پیښه کې کومې ډلې یا هیواد ته د پړې ګوته نه ده نیولې خو له ایران سره چې څه موده وړاندې یې د هورمز تنګي د تړلو ګواښ کړی و، ترینګلي اړیکي لري.

ایران او متحده عربي امارات د درې ټاپوګانو د ملکیت پر سره شخړه لري او دواړه یې د ملکیت دعوی کوي.

خو اوسنۍ پېښې ته په غبرګون د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه اندېښمنوونکې او خواشینوونکې بولي او د کره اړخونو د روښانېدو غوښتنه یې کوي.

د نړۍ د تېلو۱/۳ برخه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي دا ګام د سیمې د امنیت او ټیکاو د خرابوونکو بدغواړو دسیسه بولي او زیاتوي چې د سیمې هېوادونه باید د بهرنیو عواملو د هر ډول ماجرا غوښتنې په وړاندې هوښیار اوسي.

پجیره بندر له هورمز تنګي ۱۴۰ کیلومتره لرې پروت او د نړۍ د تېلو دریمه برخه ترې تېرېږي.

فجیره بندر د خلیج، هند نیمه وچې او افریقا د بېړۍ چلولو لپاره ځکه ستراتیژيک بلل کېږي، چې د تېل وړونکو او نورو بېړیو د سونتوکو اچولو ځای دی.

ددې پیښې په اړه د ایران د بهرنیو چار وزارت اندېښنه ښودلې او په دې برخه کې یې د موضوع د روڼتیا غوښتنه کړې ده .

د فجیره بندر په ۱۴۰ کیلومټرۍ کې له هرمز تنګي سره پروت دی چې یو په درې برخه د نړۍ تېل له همدې لارې لېږدول کېږي.

ورته مطالب