د جرمني لومړۍ وزیرې له الوتکې سره موټر ټکر شوی

  • 15 می 2019 - 25 غویی 1398
د جرمني پر یوه هوايي ډګر د تېروتنې دې پېښې برلین ته د الوتکې ستنېدل ځنډولي دي. د انځور حقوق Alamy
Image caption د جرمني پر یوه هوايي ډګر د تېروتنې دې پېښې برلین ته د الوتکې ستنېدل ځنډولي دي.

د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل لېږدوونکې الوتکې سره یوه توک لېږدوونکې موټر ټکر شوی، ځکه چې موټر چلوونکې د الوتکې د انځور په اخیستو بوخته وه.

د جرمني پر یوه هوايي ډګر د تېروتنې دې پېښې برلین ته د الوتکې ستنېدل ځنډولي دي.

موټر چلوونکې د الوتکې توکي او د مسافرو بکسونه لېږدول، کله چې ودرېده د الوتکې عکس واخلي له الوتکې سره یې ټکر وکړ.

د جرمني "دیر شپیګل" ورځپاڼې د رپوټ له مخې، موټر چلوونکې لاسي برېک کش نه کړ همدا وو چې د الوتکې پر مخې برخې ورټکر شوه.

انګیلا میرکل اړه شوه چې برلین ته به یوه چورلکه کې ستنه شي او خپله الوتکه پرېږدي او تخنیکران یې زیان مالوم او بېرته ورغوي.

دیر شپیګل وايي، موټر چلوونکې پر الوتکې د "د جرمني جمهوریت" لیکل شویو تورو په لیدو خوشحاله شوه، همدا وو چې د لارۍ شټیرنګ یې پرېښود او عکس اخیستل یې پیل کړل.

د پېښې پر مهال اغلې میرکل الوتکه کې نه وه، بلکې په یوه بله الوتکه کې دورتموند ته څېرمه د یوه پوهنتون له لیدو د ستنېدو په حال کې وه.‌

د جرمني حکومت دا مهال د زړو الوتکو له ستونزې سره مخامخ دی چې تر ډېره ترافیکي پېښې هم پکې کېږي.

په تېره نومبر میاشت کې، اغلې میرکل په ارجنټاین کې د شلو هېوادونو له سرمشریزې ځکه ناوخته شوه چې برلین کې له پورته کېدا څو ثانیې وروسته بېړنۍ ناستې ته اړه شوه.

یوه میاشت وړاندې، د جرمني د مالیې وزیر اولاف شولټز د اندونیزیا پر هوايي ډګر د الوتکې کېناستو ته اړ شو، نوموړی د پیسو نړیوال صندوق یوې غونډې ته روان وو، خو بخت یاري ورسره ونه کړه او الوتکه یې د برېښنايي مزو د خرابېدو له کبله کښېناسته.

ورته مطالب