ورځپاڼې: هند د طالبانو او امریکایانو خبرې له نژدې څاري

د انځور حقوق US Embassy
Image caption د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د خبرو شپږم پړاو د روژې میاشت په پیل کې و.

هندوستان ټایمز ورځپانې لیکي هند د امریکا او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې روانې خبرې له نژدې څاري.

د ورځپاڼې په وینا باخبرو سرچینو ورته ویلي چې هند په ځانګړي توګه غواړي هغه ضمانتونه وارزوي چې طالبان یې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د افغانستان د خاورې د نه کارولو په برخه کې وړاندې کوي او غواړي په دې پوه شي چې دا ضمانتونه څه دي او څومره د باور وړ دي.

ورځپاڼه لیکي د هند اندېښنې له دې امله دي چې د جیش محمد ډلې په څېر ډلې په افغانستان کې د طالبانو په لیکو کې جګړه کوي، او دا هغه ډلې دي چې پر هند هم بریدونه کوي. تازه بېلګه یې په هندي کشمیر کې د پلوامه وین لړلی برید دی.

یوه هندي چارواکي د نوم نه په ډاګه کولو په شرط هندوستان ټایمز ته ویلي د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د لشکر طیبه او جیش محمد په څېر ډلو په افغانستان کې خپل روزنځایونه جوړ کړی و.

د یادولو ده چې پر غزني ښار د تېر اګست میاشتې په برید کې هم د دغو ډلو د وسله والو د ګډون رپوټونه ورکړل شوي ول.

هندوستان ټایمز لیکي په دې وروستیو کې چین او روسیې هم د افغانستان په تړاو له هند سره سلا مشورې پیل کړي چې څنګه کېدای شي د سولې د روان بهیر ملاتړ وکړي.

د هند په اړه د داعش ډلې څرګندونې

د انځور حقوق AFP

پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپرېس ټربیون خپله سرمقاله کې د داعش ډلې د هغه اعلان په اړه اندېښنه ښودلې چې هند یې د ځان بللي خلافت په اډانه کې د یوه نوي ولایت په توګه اعلان کړی.

ورځپاڼه لیکي که څه هم هند ویلي په هندي کشمیر کې یې د داعش ډلې ملاتړي له منځه وړي خو ایکسپرېس ټربیون لیکي په سیمه کې د دغې ډلې حضور د اندېښنې وړ دي.

ورځپاڼه لیکي د سوریې او عراق په څېر په سیمه کې د داعش ډلې غړي همغږي نه لري او د افرادو په توګه فعالیت کوي، خو له دې سره سره د ورځپاڼې په وینا په هندي کشمیر کې د تاوتریخوالي د دوام له امله دغه سیمه کې د داعش ډلې د فعالیت لپاره ښه زمینه برابره کړې ده.

د امریکا او مسکو ترمنځ همکاري

د انځور حقوق EPA

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې مسکو ته د ا مریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو د سفر د اروزنې په لړ کې لیکلي آن د ټاکنیزو منډو ترړو له پیله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هیله ښودلې وه چې په نړیوالو مسلو کې به ګډ کار کوي ، خو د سیاسي ترینګلتیاو له امله یې دا هیله واک ته له رسیدو وروسته عملي نکړه. خو د ورځپاڼې په وینا دا چې اوس د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې خبره ناسمه وخته سپينه ماڼۍ او کرملېن دواړه په دې نظر دي چې د اړیکو د ښه کولو لپاره یو ښه فرصت دی.

پر سعودي بېړیو د برید مسولیت

سعودي د انځور حقوق Getty Images

سعودۍ ورځپاڼې عکاظ لیکلي د امریکا استخباراتي کړۍ په دې باور دي چې د متحده عربي اماراتو په الفجیره امارت کې پر تېل لېږدوونکو بېړیو برید د ایراني ملیشو یا د هغو ډلو له خوا شوی چې د ایران لپاره کار کوي. ورځپاڼه لیکي د امریکايي چارواکو د وروستیو څرګندونو او اخیستل شویو ګامونو جوتېږي چې د ایران مخنیوي ته چمتو دي.

سعودي عربستان کې د ویزې نوی سیستم

له لندنه خپریدونکې ورځپاڼې الشرق الاوسط لیکلي د سعودي عربستان د وزیرانو شورا هغه طرحه تصویب کړه چې له مخې یې د بهرنۍ پانګې د جذبولو لپاره د ویزې نوی سیستم رامنځته کېږي. په سعودۍ عرب کې د بهرنیانو لپاره د اوسیدو او کار کولو د ویزې دا نوې بڼه د ممتاز په نامه نومول شوې.

دا طرحه تېره اوونۍ د سعودي عربستان شورا تایید کړې وه. د دې نوي سیسټم له مخې به بهرنیان وکړای شي په سعودي کې د تېر پرتله په ازاده توګه کار وکړي، د کورنۍ غړي ور وغواړي او د جایدادو مالکان شي.

ورته مطالب