ایران
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امريکا د خطر کچې ارزونه لوړه کړې خو ايران وايي جګړه نه غواړي

  • 15 می 2019 - 25 غویی 1398

د امريکا دفاع وزارت د خطر کچې ارزونه لوړه کړې، داسې حال کې چې ايران بيا وايي امريکا سره جګړه کې کېوتو ته لېواله نه دی.

امريکا له عراقه د خپلو هغو کسانو د ايستلو امر کړی، چې دوی نابيړني حکومتي کارکوونکي بللي دي. دا غوښتنه د امريکا او ايران ترمنځ د ترينګلتيا د چټک زياتوالي پر مهال کېږي.

دواړو هېوادونو ويلي جګړه نه غواړي. خو امريکا منځني ختيځ کې د خطر او ګواښ کچه لوړه کړې، او وايي خطر د ايران ملاتړو ځواکونو له خوا پېښېږي.