ورځپاڼې: ټرمپ لا پر ایران برید ته قانع شوی نه دی

ټرمپ د انځور حقوق Getty Images
Image caption يوه لوړ پوړي چارواکي ورځپاڼې ته ويلي ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ د هغه څه له امله په غوسه شو چې دى يې جگړې ته ورته پلان جوړونه بولي

واشنگټن پوست ورځپاڼه وايي ولسمشر ټرمپ قانع نه دى چې دا پر ايران د بريد لپاره سم وخت دى.

ورځپانه وايي د ټرمپ اداره د هغه څه امله د لوړې تيارسئ په حالت کې ده چې پوځي او استخباراتي مامورين يې منځني ختيځ کې امريکايي پرسونل ته د ايران باور وړ گواښ بولي.

ورځپاڼې د يو شمېر امريکايي چاواکو په وينا ليکلي خو ولسمشر ټرمپ له خپلو يو شمېر لوړ پوړو سلاکارانو زړه تنگى شوى چې د ده په اند کولاى شي په بېړه امريکا ايران سره جگړې ته اړ کړي. ورځپاڼې په باور ولسمشر ټرمپ انگېري چې دا عمل د نوموړي هغه دوامدارې ژمنې ماتولى شي چې وايي له هغو بهرنيو جگړو به امريکا وباسي چې ورباندې ډېر لگښت راځي.

يوه لوړ پوړي چارواکي ورځپاڼې ته ويلي ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ د هغه څه له امله په غوسه شو چې دى يې جگړې ته ورته پلان جوړونه بولي او دا چاره د ده له فکر وړاندې تر سره کېږي.

ایران وايي جګړه نه غواړي او ټرمپ وايي اړتیا وخت کې سرتېري استوي

دغه چارواکي ورځپاڼې ته زياته کړې چې جان بولټن او د بهرنيو چارو وزير پمپيو ته لارښوونه شوې چې په دې تړاو له ولسمشر ټرمپ سره په يوه پاڼه کې شي.

افغان ځنګلونه

لندن کې چاپېدونکې نيو عرب ورځپاڼه وايي افغانستان کې د جگړې پايله د ځنگلونو له منځه وړل او بېديا رامنځته کول دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نیو عرب ورځپاڼه وايي د ١٩٩٠ او ٢٠٠٥ کلونو ترمنځ د افغانستان د ونو دريمه برخه له منځه تللې او تر ٢٠١٣ م کال پورې د دغه هېواد نيمايي ځنگلونه ويجاړ شوي.

ورځپاڼه وايي افغانستان کې د ځنگلونو د ويجاړېدو او د بېديا پراخېدو ستونزه د لسيزو په اوږدو کې د کورنيو جگړو او د بهرنيو ځواکونو د بريدونو له امله لا ډېره شوې. ورځپاڼه وايي چاپېريالي مسايلو ته د اورپکۍ او ترهگرۍ ضد مبارزې پرتله کم ارزښت ورکړل شوى.

ورځپاڼه وايي د ١٩٩٠ او ٢٠٠٥ کلونو ترمنځ د افغانستان د ونو دريمه برخه له منځه تللې او تر ٢٠١٣ م کال پورې د دغه هېواد نيمايي ځنگلونه ويجاړ شوي.

ورځپاڼې د يوناما پخوانيو گواښنو ته هم اشاره کړې چې ويلي دي بېديايي کېدنه د افغانستان د شمال، سوېل او لوېديځ د کليوالو سيمو څه د پاسه درېو برخو ته زيان اړوي.

ورځپاڼه وايي دې که افغانستان او ملگري يې دغه هېواد لپاره د شخړو خلاص يو راتلونکى غواړي نو بايد چاپېريالي مسايل په پام کې ونيسي.

شوراب اډې ته د طالبانو ننوتل

نيويارک ټايمز ورځپاڼې دې ته کتنه کړې چې طالبان د تېر مارچ پر لومړۍ نېټې څنگه وتوانېدل هلمند کې بسشن په نامه لويې پوځې اډې ته چې د شوراب په نوم هم پېژندل کېږي ننوځي.

ورځپاڼه وايي ځينې طالب وسلوال په داسې يوۀ ټانکر کې چې فضلاب يا د بدرفت ناولې اوبه يې لېږدولې په دې هيله پټ شوي و چې د ټانکر د منځ بد بوى له امله به له نژدې و نه څارل شي، او په دې توگه افغانستان کې د يوې تر ټولو مهمې پوځي ادې دننه ننوتل او بيا په يوۀ تش گدام کې پټ شول.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د مارچ پر لومړۍ نېټه پر شوراب اډه شوي دغه بريد کې ٢٣ افغان سرتېري او د دغې پوځي اډې کارکونکي وژل شوي و.

ورځپاڼه وايي يو شمېر نور وسلوال بيا د زينو يا پوړيو په مټ له کټارو واوښتل. دغه سيمه وړاندې د ورځپاڼې په وينا د وړانگه لرونکو کمرو او داسې وسيلو په مټ ساتل کېده چې د انسان خوځښت يې پېژنده. ورځپاڼه وايي خو اوس د څار په برجونو کې يوازې خوبوړي ساتونکي و.

ورځپاڼه وايي بريدگر په لوړو پوړونو کې ملگري هم لرل او د افغان او امريکايي پوځي چارواکو په وينا يوۀ ډگرمن او يوۀ جگړن له دوى سره مرسته کړې چې چېرې ورشي او په دغه پراخه اډه کې ځان چېرې پټ کړي.

د مارچ پر لومړۍ نېټې شوي دغه بريد کې ٢٣ افغان سرتېري او د دغې پوځي اډې کارکونکي وژل شوي و.

ورته مطالب