معلوماتي ټکنالوژۍ ته د ګواښونو له کبله ټرمپ بېړنی حالت اعلان کړ

د انځور حقوق Getty Images

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ له "بهرنیو مخالفینو" د امریکايي کمپیوټري شبکو د خوندیتابه په موخه ملي بېړنی حالت اعلان کړی.

هغه یو اجرایوي امر لاسلیک کړی چې امریکايي کمپنۍ د هغو بهرینو ټیلیکام له کارولو منع کوي چې ملي امنیت ته د ضرر رسولو شک پرې وي.

په امر کې کوم خاص شرکت نه دی په ګوته شوی خو ګومان کېږي موخه یې هواوي شرکت وي.

د چین دغه ټکنالوژیکي ځواکمن وايي په امریکا کې به د دوې د کاروبار محدودول دوی نه بلکې امریکايي پېرونکي زیانمن کړي.

په تېرو څو میاشتو کې د امریکې په مشرتابه، څو هېوادونو اندېښنه ښودلې چې کېدای شي چین د هواوی تولیدات د استخباراتي څار په موخه وکاروي.

د انځور حقوق EPA
Image caption ولسمشر ټرمپ امر سه شنبه لاسلیک کړی.

امریکا پر خپلو ملګرو غږ کړی چې د خپل نوي نسل 5G شبکو لپاره له هواوي ډډه وکړي.

بل لور ته د امریکا د سوداګرۍ وزارت هواوي خپل انحصاري نوملړ ته واچاوه. دا کار بیا هواوي باندې بندیز لګوي چې له امریکایي شرکتونو ټکنالوژي ترلاسه نه کړي.

دا حرکتونه د امریکا او چین ترمنځ ترینګلتیا بدترولای شي، چې د تېرې اوونۍ په سوداګریزه جګړه کې د تعروفو په زیاتولو سره هسې هم زیاته شوې وه.

هواوي د امریکا او چین د سوداګریز کړکېچ په زړه کې دی چې په تېرکال کې یې نړیوال سیاست هم بوخت ساتلی و.

اجراییه امر څه ته وايي؟

د سپينې ماڼۍ د خپرپاڼې په وینا، د ښاغلي ټرمپ امر موخه دا ده چې "امریکا له هغو بهرنیو مخالفینو خوندي کړي چې په زیاتېدونکې توګه هڅه کوي د معلوماتي ټیکنالوژۍ له کمزوریو ناوړه ګټه پورته کړي."

File photo of a person walking past a Huawei shop in Beijing د انځور حقوق Reuters

امریکا لا له وړاندې پر فډرالي ادارو بندیز لګولی چې هواوي تولیدات ونه کاروي، او خپل ملګري یې هم هڅولي چې له هواوي تېر شي.

په ورته وخت کې استرالیا او نیوزیلنډ دواړو د مبایل په نوي نسل 5G شبکو کې د هواوي پر وسایلو بندیز لګولی.

هواوي په ځواب کې څه ویلي؟

هواوي ویلي د هغوي کارونه هېڅ ډول خطر نه رسوي او دا چې دوي د چین له حکومته خپلواک دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption هواوي په نړۍ کې د ټېلیفوني اړیکو د وسایلو تر ټولو لوی شرکت دی.

په یوې خبرپاڼه کې دغه شرکت وویل: "په امریکا کې د هواوي پر کاروبار بندیزونه به امریکا نه خوندي کړي او نه هم ځواکمنه. بلکې دا کار به امریکا کمزورې کړې او ګرانو بدیلونو ته محدوده کړي، چې امریکا به د 5G په پلي کولو کې تر نورو شاته پاتې شي او بلاخره به یې زیان امریکايي شرکتونو او پېرېدونکو ته ورسېږي."

خبرپاڼې دا هم ویلي چې پر هواوي "بې دلیله بندیزونو نور جدي قانوني مسایل" هم رابرسېره کړي.

پر سه شنبه د هواوي شرکت مشر لیانګ هوا وویل، دوي "تیار دي چې له حکومتونو سره د جاسوسۍ نه کولو تړونونه" لاسلیک کړي.