اسلامي دولت نومې ډله په پاکستان او هند کې ځای مومي؟

داعش وسله وال د انځور حقوق .

اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش دا وروستیو کې پر خواله رسنیو د هند او پاکستان لپاره د خپلو څانګو پرانیستلو اعلان کړی دی. پاکستان کې دغې ډلې د خپل تنظیم اعلان په هند کې له ورته اعلانه پنځه ورځې وروسته کړی. په دغو دواړو هېوادونو کې داعش خپلو ډلو ته د 'هند ولایت ' او 'پاکستان ولایت ' نومونه ورکړي دي.

پاکستان کې دغې ډلې د خپل فعالیت له اعلانه وروسته د روانې مې میاشتې پر ۱۵ مه نېټه دوو بېلو اعلامیو کې وویل چې د بلوچستان ایالت مستونګ سیمه کې یې يو پولیس افسر وژلی او دغه راز یې په مرکزي ښار کوټه کې د پاکستاني طالبانو یوه کس وژلو مسوولیت ومانه.

بل لور ته د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په شوپیان سیمه کې د یوې پښې مسوولیت هم د داعش ' هند ولایت ' څانګې منلی دی. له دې مخکې پاکستان کې د دغې ډلې وسله وال د 'خراسان ولایت ' تر کنټرول لاندې بلل کېدل او پاکستان کې د دوی د فعالیتونو مسوولیت هم خراسان ولایت ډلې مانه.

ورځپاڼې: له عراق او سوریې داعش وسله وال افغانستان ته ځي

د 'داعش مشر' له پنځو کلونو وروسته ویډیو کې ښکاره شو

'داعش جنګیالیو لپاره باید نړیواله محکمه جوړه شي''

داعش ډلې په ۲۰۱۵ کال کې د خراسان ولایت په نامه خپله څانګه اعلان کړه، چې فعالیتونه یې تر افغانستان، پاکستان او شاوخوا سیمو پورې غځېدل. پاکستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې 'نیکټا ' پخوانی مشر احسان غني په پاکستان کې د داعش ډلې شتوالي په تړاو وايي:

''پاکستان کې اسلامي دولت ډله شته. د دې ډلې له شتونه انکار نه شي کېدای او داسې فکر کول چې دغه ډله دلته نه شته، د ځان غولولو په مانا ده. ''

نوموړی وايي، دغسې ډلې کومه ځانګړې اډانه نه لري:

''دوی یو مشر لري لکه ابوبکر البغدادي چې دا وروستیو کې یې یوه ویډیو خپره شوه، خو د دوی شتون ډېر څرګند نه محسوسېږي، ځکه د پخوا غوندې دفترونه یا روزنیز مرکزونه نه لري او دا ځکه چې دوی خپله تګلاره بدله کړې ده. ''

نوموړی وايي، ځینې کسان د دغو تنظیمونو له فکر او تشدد تګلارې اغېزمن کېږي، د دوی تګلاره سمه ورته ښکاري او بیا د بېلا بېلو شبکو له لارې له دغسې تنظیمونو سره اړیکه مومي او په خپل سر فعالیتونه ترتیبوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان سند ایالت پر یوه زیارت د هغه برید مسوولیت داعش ډلې منلی و چې ۹۰ کسان پکې وژل شوي وو

نوموړي د پنجاب ایالت ګجرات سیمې ځینې کسان یاد کړل چې په وینا یې سوریې ته له تلو وروسته پروسږ کال نیول شوي وو.

پاکستان کې د امنیتي چارو ماهر عامر رانا وايي، 'پاکستان کې یو شمېر سخت دریځې ډلې شته، چې له مخکې اسلامي دولت نومې ډلې ته تمایل لري:

''د وروستیو کلونو عملیاتو پایله کې دغه ډلې کمزورې شوې دي، خو له منځه نه دي تللې، د هغو سخت دریځو لپاره ښايي د ولایت پاکستان ډلې رامنځته کېدل جذابیت ولري چې فرصتونه یې په لږېدو وو. ''

ښاغلی رانا وايي، ښايي پاکستان ولایت ډلې لپاره له مخکې شته ډلو کې د وسله والو سخت دریځو موندل اسان وي:

''د نوي حالت کابو کول به د امنیتي ادارو لپاره یوه ننګونه وي، ځکه کله چې پخواني سخت دریځي نوي فرصتونه مومي، عملیاتي وړتیا یې ډېره شي، مرستې او اړیکي یې زیات شي. ''

احسان غني بیا په دې باور دی چې د دغې ډلې له رامنځته کېدو سره به 'کوم لوی توپیر نه رامنځته کېږي. '

نوموړی وايي، پاکستان کې د پوځي عملیاتو پایله کې حالت بدل شوی او د سخت دریځو لپاره د پټنځایونو شمېر لږ شوی دی:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان بلوچستان ایالت کې پر دیوالونو د داعش پلوي شعارونه لیدل شوي

''اسلامي دولت ډله او نورې ډلې افغانستان کې د ځان لپاره د ځای موندلو هڅه کوي، خو پاکستان کې ښايي د دوی لپاره داسې کول اسان نه وي. ''

بل لور ته له هندي پوځ سره نښته کې د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې تېره اونۍ درې سخت دریځي ووژل شول چې د پوځ ادعا له مخې له اسلامي دولت نومې ډلې اغېزمن وو.

اسلامي دولت نومې ډلې هم د هند ولایت څانګې لخوا د هغه برید مسوولیت ومانه.

دا وروستیو کې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر مظاهرو او لاریونونو کې یوه ډله د داعش له بیرغ سره لیدل کېده، چې په یو شمېر هندي رسنیو کې د داعش ډلې نوم ورکول کېده، خو هندي امنیتي ادارو هلته د داعش شتون رد کړ، البته دوی په دې اړه اندېښنې څرګندې کړې.

د حزب المجاهدین نومې وسله والې ډلې ځینو غړو د 'جمو کشمیر اسلامي دولت ' په نامه ډله هم جوړه کړه او ذاکر موسی یې مشر وټاکه، خو بېلتون پالو او سخت دریځو پرې سخت غبرګون وښود.

تېر کال ذاکر موسی له دغې ډلې سره پرېکون وکړ او یوې بلې ډلې خپل شتون اعلان کړ چې ځان 'انصار غزوه الهند ' بولي. دوی هم ذاکر موسی خپل مشر وباله او وروسته نوموړي په خپلو پیغامونو کې وویل چې دریځ یې له داعش سره یو څه توپیر لري.

دوی غواړي په کشمیر کې وسله واله جګړه د پاکستان له کنټروله وباسي، خو دې سره ځان له ټولو نړیوالو شبکو ګوښی بولي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې د یو شمېر مظاهره کوونکو لاسونو کې په ظاهره د پاکستان او داعش بیرغونه لیدل کېږي

شنونکي بیا په دې باور دي چې د ذاکر موسی دغه نوی تنظیم د داعش پر ځای له القاعده الهام اخلي.

د پوځ او پولیسو ځینې افسران د نوم نه څرګندولو په شرط وايي:

''په سوریه او افغانستان کې له ماتې وروسته نړیوالې سخت دریځې ډلې غواړي هند د خپلې جګړې لپاره یو نوی ډګر وټاکي او د دې لپاره کشمیر سیمه دوی ته مناسب ځای ښکاري. ''

خبریال او شنونکی اظهر قادري په دې باور دی چې کشمیر کې د هند مخالفو وسله والو منځ کې ځینې داسې کسان شته چې د داعش نړیوال جهاد له مفکورې متاثر دي:

''داسې به وګڼو چې کشمیر کې داعش نه شته، خو هلته ځینې کسان شته چې له داعش ډلې اغېزمن دي. ''