یمن
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر يمنۍ پلازمېنه ګوزارونه

د سعودي ائتلافي ځواکونو د ډرون بريدونو ځواب کې صنعاء کې پوځۍ موخې په نښه کړې، حوثيان بيا له دريو بندرونو وتلي.

يمن کې وروسته له هغه لږترلږه ۶ کسان وژل شوي، چې د سعودي په مشرۍ پوځي ائتلاف پر پلازمېنه صنعاء څو هوايي بريدونه وکړل. يمنۍ پلازمېنه د حوثي ملېشو په ولکه کې ده. دا هوايي ګوزارونه د دوی هغو ډرون بريدونو ځواب کې کېږي، چې د سې شنبې، نهې پر ورځ یې د سعودي د تېلو توليد پر بنسټونو کړي وو.

د صنعاء اوسېدونکي وايي دغو هوايي بريدونو کې د پلازمېنې شاوخوا نهه پوځي ځايونه په نښه شوي وو. د ائتلاف يوه اعلاميه کې ويل شوي، د دغو ګوزارونو موخه د حوثيانو داسې توان شنډول وو، چې بيا د تېري کوم عملونه ونه شي کړی.

اعلاميه کې ملکيان هڅول شوي، چې د موخو له سيمې لرې اوسېږي، او د مرګژوبلې په اړه لا څه سملاسي راپورونه نه دي ورکړل شوي. يوازې پرون د ملګرو ملتونو چارواکو د دې پخلی کړی و، چې حوثي ځواکونه د يمن پر لوېديځ سمندرغاړي له دريو بندرونو وتلي، چې شپږ مياشتې مخکې سټوکهولم کې د سولې يو تړون کې پرې سلا شوې وه.

د بي بي سي سر خبريالې ليز دوسېټ برې دا راپور چمتو کړی.

اړونده مطالب