دبۍ کې د الوتکې لوېدو ۳ برتانویان او یو افریقایی وژلي

. د انځور حقوق Getty Images

د عربي متحد اماراتو دبۍ پر نړیوال هوايي ډګر یوه کوچنۍ الوتکه لوېدلې چې لږترلږه څلور کسان پکې وژل شوي. وژل شوي درې برتانویان او یو د سوېلي افریقا دی.‌

دې ډي اې ۴۲ ډوله الوتکه کې څلور څوکۍ وې چې د برتانیا ساسکس لوېدیځې برخې شورهام هوايي ډګر کې د جبل طارق د هوايي چلند خدماتي شرکت اړوندوه وه.‌

دا شرکت د نړۍ بېلابېلو برخو ته خپل مامورین استوي چې د الوتنې اړوند مرستندویه سیستمونه وګوري، د هوايي ډګرونو رادار او د الوتکو د کېناستو او پورته کېدو سیستمونه او ځغاستلیکې چک کړي.

د پېښې د لامل په اړه څېړنه پیل شوې ده.

سیمه ییز رپوټونه وايي، الوتکه په ځايي وخت ماښام اوه نیمې بجې ولوېده چې پیلوټ، مرستیال یې او دوه ناست کسان پکې ووژل شول.‌

په دبۍ هوايي ډګر د الوتکې تر لوېدو وروسته د الوتکو پورته کېدو او کېناستو لړۍ ۴۵ دقیقې ودرېده.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي "له اماراتي چارواکو سره په ګډه کار کوو چې ددغې کوچنۍ الوتکې د لوېدو لاملونه مالوم کړو."دبۍ کې د الوتکې لوېدو څلور کسان وژلي

ورته مطالب