ورځپاڼې: یو کوچنی ناسم ګام د افغان سولې بهیر ګډوډولی شي

د طالبانو د مخکېنیو خبرو د پړاو ارشیفي عکس د انځور حقوق QATAR OFFICIAL SOURCES
Image caption د طالبانو د مخکېنیو خبرو د پړاو ارشیفي عکس

اېکانومېست مجلې جگړه کې د افغان حکومت د نه برلاسۍ موضوع ته له يوۀ بل اړخ يا زاويې کتلي. مجلې کندهار کې يو شمېر لارۍ چلوونکو سره خبرې کړي او له دوى يې د طالبانو او حکومتي ځواکونو چې ښايي موخه يې پوليس وي د توپير پوښتنه کړې.

يوه چلوونکي مجلې ته ويلي دواړه له چلوونکو پيسې اخلي، دواړه له تاوتريخوالي ډک چلند لري. خو کله چې طالبان يې په خپلو پاټکونو کې ودروي او يو ځل ترې پيسې اخلي بيا ورته رسيد ورکوي.

د مطلب ليکوال وايي د دغه چلوونکي موټى له زرغون رنگو پاڼو ډک و او وې ويل بيا د طالبانو نورې ډلې له دۀ پيسې نه اخلي. ده ويلي له هرات تر کندهار طالبانو ته يو ځل پيسې ورکوي خو حکومتې ځواکونه بيا بيا ترې پيسې اخلي.

پاکستانۍ اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼه وايي امريکا د اوږدې افغان شخړې د سياسي حل لپاره هلې ځلې کوي خو د سولې روان بهير ځينې باالقوه امنيتي ننگونې له پامه غورځوي.

ورځپاڼه وايي يو کوچنى ناسم گام افغانستان ناسم لوري ته ټېل وهلى او د سولې ټول بهير له خطر سره مخامخولى شي.

ورځپاڼه وايي اړتيا ده د طالب وسلوالو د هغوى د قومندانانو او مشرانو د برخليک او سياسي راتلونکې په اړه غور وشي چې وروسته په يو امنيتي ننگونه بدل نشي..

ورځپاڼه وايي يو غوراوى دا دى چې طالب وسلوال په امنيتي ځواکونو کې ور گډ شي خو دا هم ډېره اسانه چاره نه ده او دوى لپاره د يوۀ منل به ننگونکې وي.

د ليکوال په باور دغو پېچلتياو ته په نه پاملرنې به ستونزې را وزېږوي. ليکوال وايي د طالبانو عادي وسلوال بايد له پامه و نه غورځول شي چې د سولې د گډوډونکي په توگه رادبره نشي.

خليج تايمز ورځپاڼه وايي د پاکستانۍ روپۍ بيه د ډالر او اماراتي درهمو پرتله تر ټولو ټېټې کچې ته لوېدلې. ورځپاڼه وايي تېره ورځ يو امريکايي ډالر ١٨٤ پاکستانۍ روپۍ کېدې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کارپوهان وايي د ماشوم د خوندي کولو تر ټولو غوره لاره د سګرېټ څکولو پرېښودل دي.

او يو اماراتي ډرهم بيا ٤٠،٤٠ پاکستانۍ روپۍ کېدې.

گلف نيوز ورځپاڼه وايي د روژې مياشت سگرټ پرېښودو لپاره ډېر ښه وخت دى.

ورځپاڼه وايي د خوراک او څښاک سربېره شاوخوا څوارلسو ساعتونو لپاره سگرټ نه څکول د دې حقيقت تر ټولو ښه ثبوت دى چې په سگرټ روږدي کسان يې د پرېښودو هڅه کولى شي. ورځپاڼه وايي د گڼو ساعتونو لپاره د روژه کېدو له امله په وينه کې د نيکوټينو کچه لوېږي چې ورسره د سگرټو پرېښول اسانه کېږي.

ورځپاڼې د يوۀ ډاکټر ځينې لارښوونې هم خپاره کړي چې وايي د نيکوټين پټۍ وکاروئ.

له روژه ماتي وروسته داسې خواړه وخوري چې فايبر ولري.

روژه ماتي کې سوپ وڅکئ او له کاربوهاېډرېد لرونکو خوړو ډډه وکړئ.

او تر ټول مهم د سگرټ پرېښودلو هوډ وکړئ. د ورځپاڼې په وينا د سگرټ پرېښودو لپاره تر هوډ نور هېڅ څه پياوړي نه دي.