ګوډ سپي ژوندی ښخ شوی تی خور ماشوم وژغوره

د انځور حقوق KHAOSOD
Image caption پینګ پانګ په غپلو او خمکې خرولو سره خلک د ماشوم ځای ته متوجه کړل.

تایلنډ کې معلول سپي هغه نوزېږ ماشوم له ځمکې واېست او وژغوره چې ځوانې مور یې ژوندی ښخ کړی و.

د ځايي رسنیو د رپوټ له مخې، دا پېښه د تایلنډ شمال کې شوې او ۱۵ کلنې مور دا نوزېږ د خپل مور پلار له وېرې ژوندی ښخ کړی و.

خو شیبه وروسته چې دا ځوانه مور د خپل بچي د ښخولو له ځای ځي، پینګ پنګ چې یوه پښه یې موټر د وهلو له امله فلج ده، د نوزېږ له سر سره پرلپسې غپېږي او ځمکه خري.

وروسته چې د پینګ پنګ څېښتن د هغه پرلپسې غپلو ته اندېښمنېږي نو پام یې شي چې د نوزېږ یوه پښه له خاورو را اېستل شوې ده.

نوموړی د بان نانګ خام کلي د اوسېدونکو په مرسته دا نوزېږ له خاورو باسي او درملتون ته یې وړي.

له معاینې وروسته ډاکټران پوهېږي چې ماشوم ژوندی او روغ دی.

وفادار سپی

د انځور حقوق KHAOSOD
Image caption پینګ پنګ موټر وهلی او په پښه ګوډ دی.

د سپي څېښتن یوسا نیسایخا ځايي رسنیو ته ویلي، د پینګ پنګ له پښې ماتېدو رووسته یې هم ځکه وساته چې دا سپي ډېر وفادار دی.

"ډېر وفادرار او ډېر منونکی دی. کرونده او د څارویو ټولولو کې را سره مرسته کوي، ټول کلی یې خوښوي، ډېر ښه سپی دی".

د نوزېږ مور هم د ماشوم پرېښودلو او وژلو د هڅې په تور پولیسو نیولې ده او بنکاک پوسټ وايي، اوس مور پلار ته سپارل شوې او رواني درملنه یې کېږي.

پولیس وايي، مور له خپل کړي کار پېښمانه ده او مور پلار یې هم ویلي چې د خپل لمسي ساتنه به کوي.