امریکا له ایران سره جنګ غواړي؟

یو ایس ایس ابراہم د انځور حقوق AFP

دوه بېلا بېل نظرونه؛ لومړی نظر چې د ډونلډ ټرمپ حکومت یې خوښوي، وايي، د ایران هډوکي سوځي. ویل کېږي د امریکا په اهدافو د سختو بریدونو لپاره تیاری نیول شوی، خو په دې تړاو ځانګړی تفصیل نه ور کول کېږي.

امریکا هم سیمه کې خپل ځواکونه پیاوړي کړي، ناضروري ډيپلوماټیک کارمنان له عراق باسي او رپوټونه وايي، چې پخوانۍ جنګي نخچې څنډي.

تهران ته روښان پیغام: که ایران یا یې سیمه کې ملګرې ډلې پر امریکايي موخو برید وکړي له سخت پوځي غبرګون سره به مخ شي.

دویم نظر امریکا د اوسني کړکېچ یواځنۍ مسووله بولي.

عجیبه نه ده چې ایران دا ډول نظر ولري، خو د ښاغلي ټرمپ کورني مخالفان هم ورته نظر لري.

ان د ښاغلي ټرمپ ډېر اروپایي ملګري هم لږ او ډېر دې اندېښنه کې شریک دي.

د انځور حقوق EPA

د دې نظر له مخې، د ښاغلي ټرمپ اداره کې د ایران ضد غړي - د ملي امنیت سلاکار جان بولټن او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو- دا چانس غنیمت بولي.

د دې نظر له مخې، د دوی موخه تهران کې د رژیم بدلول دي او که ډېر تر ډېره اقتصادي فشار نتیجه ور نه کړي، نو مناسبو شرایطو کې پوځي زور کارول هم لرې خبره نه ده.

دا دوه نظرونه له واقعیت متفاوت تعبیرونه دي او د تل په څېر د خپلې خبرې د منلو لپاره ځینې حقایق لویوي او د بل لوري یا پاتې حقایق له پامه غورځوي.

خو دې برخه کې اخیستون او مشاهده د واقعیت په څېر مهم دي. ان ویلی شو چې له ډېرو برخو واقعیت جوړوونکي دي.

د انځور حقوق AFP

هغه واقعیت دا دی چې د متحده ایالتونو او ایران ترمنځ ښکېلتیا که ناڅاپي وي یا هم د پروګرام له مخې، له بل هر وخت د ډونلډ ټرمپ په واکمنۍ کې ډېره ممکنه ده.

منځني ختیځ کې زیاتېدونکی تاوتریخوالی

ایران چې د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون ترې بندیزونه لرې کړي وو اوس د بندیزونو د بیا لګېدو له امله له فشار سره مخ دی او هڅه کوي چې مقابله یې وکړي، ځکه یې خبرداری ور کړی چې د اټومي فعالیت د محدودولو پر ژمنه ونه درېږي.

مهمه خبره ډګر ته د ښاغلي ټرمپ وتل و. هغه تېر کال متحده ایالتونه له اټومي تړون و اېستل او پر تهران یې د لا ډېر فشار اچولو سیاست ته مخه کړه.

د انځور حقوق AFP

د ایران زغم هم تمام دی. پر اروپايي هېوادونو فشار را وړي چې له ناروغ اقتصاد سره یې مرسته وکړي او که داسې نه کېږي ګواښ هم کوي- چې له اټومي تړون به ووځي- خو مالومه نه ده چې څه یې لاس پوره دي که نه، ځکه دا ډول کار د ډونلډ ټرمپ مټې نورې هم پیاوړې کوي.

اوس ډېر شیان د ډونلډ ټرمپ کورنیو تحرکاتو او د ایران کورنیو پېښو ارځولو پورې تړلي دي.

ښاغلی ټرمپ خپله هڅه کوي چې د ایران مسله کې د تر لاس لاندې کسانو د نظر اختلاف بې اهمیته وښيي او دا رپوټونه هم شته چې جګړې ته یې هم ډېر زړه نه کېږي.

د انځور حقوق EPA

له پولو لرې جګړو سره مخالفت یې هر چا ته ښکاره دی، خو پر امریکايي ځواکونو او ګټو بریدونه به هم له پام ونه غورځوي.

خو له دې سره داسې دلیل هم نه پاتې کېږي چې تهران مسلو ته دا ډول وګوري.

ممکنه ده چې ایران فکر وکړي ښاغلی بولټن د خپل مشر په مخ کې ودرېږي؟ هغوی ښايي وغواړي تر ځانګړي بریده د ناندریو زیاتولو سره د ښاغلي بولټن طرحه بربنډه او ناکامه کړي.

د تهران دا ډول فکر له خطر ډکه ستراتیژي ده.

په داسې مهال چې د امریکا ستراتیژيک ملګري اسراییل او عربستان دې حالت ته خوشال دي، د ډونلډ ټرمپ اروپايي ملګري له دې پرمختیاوو اندېښمن دي.

د ناندریو زیاتېدو سره اسپانیا، جرمني او هالنډ سیمه کې له امریکا سره خپل ګډ پوځي فعالیتونه ځنډولي دي.

د انځور حقوق Reuters

اوس د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې پېښدو د جزیاتو اټکل مناسب وخت نه دی، خو د عراق د ۲۰۰۳ کال د جګړې سره پرتلل یې هم پر ځای نه دي.

د صدام حسین د وحت عراق سره د ایران د قضیې پرتلل بنسټیز توپیر لري. پر ایران بشپړ یرغل به په پلان کې ونه نیول شي.

دا جګړه به په هوا او اوبو کې وي او د ایران سخت ځواب به هم ووینو چې ممکن ټوله سیمه د اور لمبه کړي.

ځینې کسان د ډونلډ ټرمپ بریالیتوب پسې د امریکا بهرني سیاست کې د ممکن ناورین پېښدو ته اندېښمن و.

خو اوس د مختلفو عناصرو څو اړخیز کړکېچ روان دی، چې د ایران مسله کې ښه لیدل کېږي؛ له نړیوالو تړونونو تېرېدل، په سیمه ییزو ملګرو ډېره تکیا چې خپلو موخو پسې دي؛ ناټو کې له پخوانیو شریکانو سره ناندرۍ ډېرېدل او تر ټولو مهم د واشنګټن ریښتونو سراتیژیکو ګټو

د سترو قدرتونو ترمنځ د سیالۍ بیا ژوندي کېدل او هغه داسې مهال کې چې امریکا د چین د مخ پر وده او د روسیې د بې پروا ځواکونو سره د مقابلې لپاره خپل وسلوال ځواکونه پیاوړي کول غواړي، نو ایران ولې د امریکا ستراتیژیک لومړیتوب وي؟

د انځور حقوق Reuters

ایران داسې ګواښ دی چې سخته جګړه ور سره وشي؟ ډېر امریکايي څارونکي دې پوښتنې ته منفي ځواب ور کوي.

ډېر مني چې د ایران د محدودولو او پر امریکايي ګټو د برید ځواب یې ښايي فرض وي، خو د جنګ په لور ورو پرېډ فرض نه دی.

بل څه هم باید روښانه شي او هغه دا چې موږ د جګړې په لور ورو نه ځو، خو که ناعادي بهیر روان وي او د چا له وس څه نه کېږي، نو د ایرانیانو او امریکایانو له اګاهانه پرېکړو او له سمو یا ناسمو محاسبو جګړه پېښېدلی شي.ډلبندۍ او ټاکلو کې بې وسي.