د هند په ټاکنو کې د مودي ګوند مخکې ښکاري

هند د انځور حقوق AFP
Image caption د رایه اچوونکو له ځوابونو داسې ښکاري چې د ښاغلي مودي ګوند مخکې دی

د هند په پارلماني ټاکنو داسې اټکل کېږي چې د لومړي وزیر نرېندرا مودي واکمن بي جې پي ګوند ښایي یو ځل بیا اکثریت ترلاسه کړي او ټاکنې وګټي. له رایه اچونې وروسته د خلکو د نظر پوښتنې پر بنسټ، د ښاغلي مودي ګوند پر خپلو سیالو ګوندونو برلاسی مالومېږي.

خو کارپوهان وایي، تر رسمي پایلو وړاندې اټکلونه پخوا ډېر ځله ناسم ثابت شوي دي. وروستۍ او رسمي پایلې به پنجشنبه د می میاشتې پر ۲۳مه نېټه اعلانېږي.

د هند پارلماني ټاکنې په اووه پړاوونو کې ترسره شوې، او د بي جې پي او کانګرېس ګوندونو پکې له نورو مخالفو ګوندونو سره کلکه سیالي وکړه.

د ډېرو په اند دا ټاکنې پخپله د لومړي وزیر مودي د واکمنۍ په اړه هم یوه ټولپوښتنه وه. د نوموړي ګوند د ۲۰۱۴ کال ټاکنې په لوی اکثریت ګټلې وې او پنځه کاله یې حکومت وکړ.

د هند په پارلمان کې یو ګوند یا یوه ټلواله باید د حکومت جوړولو لپاره ۲۷۲ څوکۍ ولري.

د رایه اچوونکو د ځوابونو پر بنسټ داسې اټکل کېږي چې د لومړي وزیر مودي د ګوند په مشرۍ جوړ شوی ملي دیموکراتیک اتحاد به د ۲۸۰ او ۳۱۵ ترمنځ څوکۍ ترلاسه کړي.

خو یو شمېر رسنیو بیا داسې اټکل کړی چې بي جې پي ګوند ښایي یوازې ۲۶۷ څوکۍ ترلاسه کړي، او په دې حساب به د حکومت جوړونې لپاره غوڅ اکثریت و نه لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د راهل ګاندي کانګرېس ګوند ښایي په دویم ځای کې وي

د اتر پردېش ایالت د هند په پارلمان کې تر ټولو ډېرې یعنی ۸۰ څوکۍ لري، خو واکمن بي جې پي ګوند ښایي ډېرې څوکۍ ترلاسه نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۴ کال کې په همدې اتر پردېش ایالت کې یاد ګوند ۷۱ څوکۍ ګټلې وې. خو دا ځل اټکل کېږي چې هلته به نور سیمه ییز ګوندونه شاوخوا ۵۱ څوکۍ ترلاسه کړي.

د هند پارلماني ټاکنې د تېرې اپرېل میاشتې پر ۱۱مه نېټه پیل شوې وې، او د امنیتي او لوژیستیکي خنډونو له کبله په ۷ پړاوونو کې ترسره شوې.

په هند کې تر ۹۰۰ ملیونه ډېر خلک د رایې اچونې جوګه دي، او په دې حساب دا ټاکنې په نړۍ کې د دیموکراتیک بهیر تر ټولو لویه بېلګه بلل کېږي.

پخپله واکمن بي جې پي ګوند او نورو مخالفو ګوندونو تر دې دمه د پایلو او اټکلونو په اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

ورته مطالب