د وړیو په اوبدلو خپل تمرکز ډېرول

سو د انځور حقوق Sue Montgomery
Image caption سو د وړیو اوبدلو الهام د هغې ښځې د وړیو اوبدلو له هغې کیسې اخیستی چې هره ورځ به یې له اورګاډي د ناوخته کېدو پرمهال وړۍ اوبدلې.

د ترکیز د ځواک پیاوړي کولو لپاره تاسو څه کوئ؟ ځینې خلک قهوه څښي، ځینې پاکې هوا ته اړتیا لري، خو داسې کسان هم شته چې د وړیو په اوبدلو خپل ترکیز زیاتوي!

په مونټریال کې ښارواله سو مونتګومري چې د ښاري شوا غړې هم ده، وړۍ اوبدل زدکړي، خو جرمني کې درس وايي، نوموړې په ۲۰۱۷ کال بېرته وړۍ اوبدلو ته مخه کړه.

کله چې هغې پر خواله رسنیو د خپل تازه تولید (شال ملون پروژه) وړاندې کړه، مینه والو یې د سړیو او ښځو د خبرو پرمهال پر غوږ نیولو ډېر تمرکز وکړ.

د ښار د اجراييوي جرګه ګۍ غونډو کې، سو په شا کې ناسته وي،‌ خبرې اوري، خو غونډه یې هېره نه وي.

هغې بي ب‍ي سي ته وویل: "په ناسته کې په فرانسوي ژبه خبرې، چې زما مورنۍ ژبه نه ده، روانې وي، نو زه ترکیز ته اړتیا لرم، هغه وخت د وړیو اوبدل ډېره مرسته راسره کوي."

سو د وړیو اوبدلو الهام د هغې ښځې د وړیو اوبدلو له هغې کیسې اخیستی چې هره ورځ به یې له اورګاډي د ناوخته کېدو پرمهال وړۍ اوبدلې.

نو، هغه غواړي د سړو د اوږدو خبرو پرمهال وړۍ و اوبي، سو وايي: "ځینې بوډا سړي بې دمې اوږدې خبرې کوي."

سو، چې مخکې خبریاله وه، په دې اند ده چې لنډیز ته اړتیا ده، ځینې خلک "د خپل فکر او رالنډولو سختي پر ځان نه اخلي."

دا وايي، ښځې په لا ډېر فعال ډول له اوږدو خبرو پرته خپله خبره لنډوي.

سو د بېلابېلو ماناوو لپاره مختلف رنګونه کاروي، مثلاً سور رنګ د "درېدو" او زرغون رنګ د دوام په مانا کاروي، کله چې هغه خپل تولیدا پر ټویټر خرڅلاو ته وړاندې کوي، مینه وال یې تر ۲۰ زرو ډېر وي.

سو وايي، په یاده شورا کې ۳۱ ښځې او ۳۵ سړي دي.

د انځور حقوق Sue Montgomery
Image caption د سو دا اوبدلی ټوکر زرګونه مینه وال لري

یوه تبصره کوونکي د هغې دا اسلوب "د غوسې د مهارولو وسیله" بللې ده.

ځینو کسانو پر سو نیوکه کړې ده چې ګني شورا یې کمه ګڼلې او سپکاوی یې کړی دی.

سو ان په اخترونو کې هم خپل فعالیت نه دروي او د خپلو تولیداتو له اړخه ترلاسه کېدونکې پیسې د ښځو خیریه بنسټونو ته ورکوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب