تاجکستان کې د بندیانو بلوا، ۳۰ کسان وژل شوي

  • 20 می 2019 - 30 غویی 1398
داعش د انځور حقوق AFP
Image caption په وروستیو کلونو کې سلګونه تاجکستانیان له دې ډلې سره یوځای شوي او په عراق او سوریه کې د دوی په لیکو کې جنګېدلي دي.

د تاجکستان په یوه زندان کې د بندیانو تر بلوا وروسته شاوخوا ۳۰ کسان وژل شوي. د دغه هېواد د عدلیې وزیر ویلي، دا زندان د پلازمېنې دوشنبې په ختیځ وحدت ناحیه کې دی.

دی وايي، هلته هغه کسان بندیان دي چې د دیني سخت دریځۍ په تور نیول شوي.

په وژل شویو کې درې بندیان هم دي.

د عدلیې وزیر وايي، د یکشنبې په شپه ځینې بندیان، چې د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې په پلوۍ تورن بندیان پکې ساتل کېدل، له جړو او نورو خوږوونکو توکو په ګټې اخیستو درې زندان ساتونکي برمته کړي وو او د تېښتې هوډ یې کړی و.

دا په تاجکستان کې تېرې شپږ میاشتې د بندیانو د بلوا پایله کې دویمه خونړۍ پېښه ده.

په تېره نومبر میاشت کې، د تاجکستان خجند بندیانو بلوا کې ۲۷ کسان وژل شوي وو.

څو کاله وړاندې د تاجکستان سترې محکمې داعش د یوه سخت دریځي او ترهګر سازمان په توګه وپېژانده او فعالیت یې په هېواد کې ممنوع اعلان کړ.

په وروستیو کلونو کې سلګونه تاجکستانیان له دې ډلې سره یوځای شوي او په عراق او سوریه کې د دوی په لیکو کې جنګېدلي دي.

ورته مطالب