نیوزیلنډ کې پر جوماتونو بریدګر په ترهګرۍ تورن شو

  • 21 می 2019 - 31 غویی 1398
په پام کې ده چې تورن استرالیایی به په راتلونکې جون میاشت کې محاکمه شي. د انځور حقوق Reuters
Image caption په پام کې ده چې تورن استرالیایی به په راتلونکې جون میاشت کې محاکمه شي.

د نیوزیلنډ پر جوماتونو بریدګر برېنټن تارنټ رسماً په ترهګرۍ او وژلو تورن شوی دی. په تېره مارچ میاشت کې پر جوماتونو دغه برید کې لږترلږه ۵۱ کسان ووژل شول.

د نیوزیلنډ پولیس وايي، په کایسټ چرچ کې پر دوو جوماتونو بریدګر رسماً په ترهګرۍ او وژلو تورن شوی.

بریدګر برېنټن تارنټ د تېرې مارچ میاشتې پر ۱۵مه، پر دوو جوماتونو برید وکړ، چې لږترلږه ۵۱ کسان یې ووژل.

پولیسو په یوه خبرپاڼه کې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوې ویلي، بریدګر په "ترهګریزه کړنه" تورن شوی دی.

نوموړی د نیوزیلنډ په سوېل کې پر دوو جوماتونو تر برید وروسته د ۴۰ وژنو د هڅو په تور هم لا له وړاندې تورن شوی دی.

په پام کې ده چې تورن استرالیایی به په راتلونکې جون میاشت کې محاکمه شي.

د انځور حقوق Reuters

دا په نیوزیلنډ کې تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.

تر برید وروسته د نیوزیلنډ پارلمان د نیمه اتومات وسلو پر درلودو د بندیز په پلوۍ رایه ورکړه.

تورن په وروستي ځل په تېره اپرېل میاشت کې د محاکمې پرمهال یوه وېډیو کې راښکاره شو. هغه وخت، قاضي امر وکړ چې د تورن روغتیايي ازموینې دې وشي.

نوموړی د هغو سړیو، ښځو او ماشومانو په وژلو تورن شوی، چې په النور او لیووډ اسلامي مرکز کې پر لمانځه بوخت وو.

۲۸ کلن تورن د برید پرمهال پر خپل سر پورې کامره تړلې وه او د برید ژوندۍ حال یې خپراوه.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د نیوزیلنډ جوماتونو برید سترګو ليدلی حال

اسټرالیا کې د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي چې د نیوزیلنډ لپاره هم د افغانستان غیر مقیم سفیر دی، تایید کړې چې د نیوزیلنډ کرایسټ چرچ ښار کې د جمعې پر ورځ پر دوو جوماتونو برید کې دوه افغانان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

له وژل شویو څخه یو لومړنی کس چې نوم یې معلوم شو، یو افغان دی چې داود نبي نومېږي او ویل کېږي، چې د برید پر مهال یې د نورو خلکو ژغورنې لپاره ځان سپر کړی و.

ښاغلی نبي ۱۹۸۰ کلونو کې افغانستان ته د شوروي ځواکونو له ننوتو وروسته له کورنۍ سره نیوزیلنډ ته تللی و. دی انجنیر و، خو نیوزیلنډ کې یې د افغانانو یوې ټولنې مشري هم کوله. دې ټولنې له کډوالو او اړو کسانو سره سره مرسته کوله.

د کرایسټ چرچ برید قربانیان

په کرایسټ چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو برید کې پنځه کسان ووژل شول، چې یوه یې په روغتون کې ساه ورکړه

ورته مطالب