ورځپاڼې: چین ښایي له روسیې سره ګډ پوځي تمرینات پيل کړي

  • 21 می 2019 - 31 غویی 1398
چین د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکایۍ خپرونې فارن پالیسي د روسیې سږنيو پراخو پوځي تمریناتو ته کتنه کړې چې په پام کې ده په شمالي قطب کې ترسره شي.

امریکایۍ خپرونې فارن پالیسي د روسیې سږنيو پراخو پوځي تمریناتو ته کتنه کړې چې په پام کې ده په شمالي قطب کې ترسره شي.

د مطلب لیکوال وايي په دې پوځي تمریناتو کې د پام وړ موضوع دا ده چې دا ډېر پراخ تمرینونه دي.

د روسي پوځیانو ترڅنګ په دې تمریناتو کې د ګډ امنیت تړون غړي هېوادونه ارمنستان، قزاقستان، قرغیزیستان، تاجکستان او ازبکستان هم برخه لري.

لیکوال وايي په دې تمرینانو کې د لویدیځو هېوادونو لپاره د پام وړ خبره د چین ګډون دی چې د لیکوال په وینا ډېر احتمال شته چې چین هم په کې برخه واخلي.

لیکوال وايي په دې سره روسیه غواړي خپلې دفاعي وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي. خو لیکوال وايي د سړې جګړې پرمهال په شمالي قطب کې پوځي حضور د اندیښنې خبره وه او په ننۍ نړۍ کې چې تر پخوا ډېر تړاو لري د روسیې سږني پوځي تمرینات هېوادونه د شخړې پر ځای ګډ کارته هڅوي.

له پاکستانیو نجونو سره ناقانونه ودونه؛ د چین خبرداری

چین د ۴۰۰ افغان ماشومانو د سوريو زړونو درملنه کوي

چین دویم کاناډایی هم په اعدام محکوم کړی

د لیکوال په نظر د شمالي قطب حوزې پورې اړوندو هېوادونو دا واقعیت درک کړی او د یو څه وخت لپاره یې دا سیمه د روسیې او لویدیځې نړۍ ترمنځ له ترینګلتیا لرې ساتلې ده.

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین رپورټ ورکړی چې دوه تنه چې غوښتل یې سوریې ته ولاړ شي او له اسلامي دولت ډلې له لیکو سره یو ځای شي په څوارلس کاله بند محکوم شوي دي.

ورځپاڼه لیکي دې کسانو ته له اسلامي دولت سره د یو ځای کېدو او د ترهګریزو کړنو لپاره د تیارۍ په جرم دا سزا ورکړل شوې ده.

ګارډین لیکي دا دواړه دوه ویشت کلن دي او ترکیې ته له تګ وړاندې یې ګاونډي هېواد سوریې ته په انټرنټ کې د تګ د لارو چارو پلټنه کړې وه.

خو ددوی مدافع وکیل ویلي دوی دواړه د سیل لپاره ترکیې ته تللي وو او پلټنې یې هم د سیلانیانو په توګه وې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روسیې او چین مشران

له دې ډلې یو چې منصور نومیږي منلې چې په ۲۰۱۶ کال ترکیې ته تللی او غوښتل یې د سوریې سره سرحدي سیمه د یوه سیلاني په توګه له نژدې وګوري.

دا دواړه په ۲۰۱۷ کال کې د ترکیې د استانبول ښار په یوه هوټل کې نیول شوي وو.

برتانوۍ ورځپاڼې انډېپېنډینټ لیکلي د یوې تازه څېړنې موندنې ښيي چې د شمالي کوریا لسګونه زره نجونې او ښځې چین ته تښتول شوې او هلته ترې د جنسي مریانو په توګه کار اخستل شوی دی.

دا څېړنه چې د کوریا راتلونکی بنسټ له خوا شوي جوتوي چې دا مېرمنې او نجونې له شمالي کوریا راوستل کیږي او په دې لړ کې د انساني قاچاق وړونکو، دلالانو او جرمي سازمانونو تر منځ لاس په لاس کیږي او د جنسي ګټې اخستنې لپاره پرې سوداګرۍ کیږي.

څېړنه ښيي د دې سوداګرۍ لارې بیلابیلې دي لکه دا چې په زوره د نژدې یو نیم سل ډالرو په مقابل کې ودول کیږي، بدلمنۍ ته یوازې د څلورو ډالرو په مقابل کې اړ کیږي او په انټرنټ کې هم له دوی د همدې موخې لپاره کار اخیستل کیږي.

ورځپاڼه لیکي دې څېړنې موندلې چې ورانکارې ډلې له دې لارې د کال لږ تر لږه یو سل او پنځه ملیونه ډالره تر لاسه کوي.

اړونده مطالب