ورځپاڼې: عمران خان هند سره ښې اړیکې غواړي

  • 22 می 2019 - 01 غبرګولی 1398
عمران خان د انځور حقوق Getty Images
Image caption ورځپاڼې وايي چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان غواړي له هند سره اړیکې ښې کړي.

ټایمز اف انډیا ورځپاڼې لیکلي پاکستان دهند لپاره نوی سفیر ټاکلی، د ورځپاڼې په خبره د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي غواړي له هند سره ښې اړیکي ولري.

ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر هغه خبره راخیستې چې وايي هند د پاکستان لپاره ارزښت لري نو پریکړه یې کړې چې په فرانسه کې سفیر معین ال ق نوي ډیلي ته د نوي سفیر په توګه واستوي.

ده هیله ښودلې چې دا تجربه لرونکی دیپلوماټ به وکولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچنې اړیکي ورغوي.

برتانوۍ ورځپاڼې ټایمز لیکلي په داسې حال کې چې امریکايي چارواکي وايي په افغانستان کې له شپږ سوو تر دوه زره داعش وسله وال فعال دي، خو روسي چارواکي وايي په شمالي ولایتونو کې د داعش ډلې وسله وال تر پنځو زرو رسیږي.

ورځپاڼه لیکي د دې شمېر ادعا د روسیې د ملي امنیت ادارې مشر الکسندر بورتینکوف په تاجکستان کې په یوه امنیتي غونډه کې وکړه.

بلې برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین خپله سرمقاله سعودي عربستان ته د برتانوي وسلو صادرولو ته ځانګړې کړې ده او لیکي چې سعودي عربستان ته د همدې وسلو لیږدول په یمن کې د بشري ناورین له اصلي لاملونو یو دی.

ورځپاڼې د سعودي عربستان د هوايي ځواکونو په یوه برید کې د ړنګې شوې ودانۍ انځور خپور کړی او لیکي چې په دې وروستیو کې یوازې پر دې ودانۍ برید کې د څلورو کوچنیانو په ګډون لس تنه ملکي وګړي وژل شوي او له پنځوسو زیات ټپیان شوي دي.

ورځپاڼې: چین ښایي له روسیې سره ګډ پوځي تمرینات پيل کړي

''د یو ډالر بیه ۸۰ افغانیو ته ورسېده''

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان لیکلي له مخکني لومړي وزیر نواز شریف چې اوس زنداني دی، د فساد په یوه بله قضیه کې پوښتنې کیږي.

دا قضیه هغه زغروالو موټرو پورې تړاو لري چې د نواز شریف د واکمنۍ پرمهال له جرمني د سارک غونډې لپاره راوړل شوي وو.

د پاکستان د اداري فساد ضد ادارې ویلي ۳۴ زغروال موټر پېرل شوي خو له دې ډلې شل یې نواز شریف کارول او د دې ادارې د ادعا له مخې ان د نواز شریف خپلوانو او ملګرو له دې موټرو کار اخیسته.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستانۍ ورځپاڼې ډان لیکلي له مخکني لومړي وزیر نواز شریف چې اوس زنداني دی، د فساد په یوه بله قضیه کې پوښتنې کیږي.

اماراتۍ ورځپاڼې البیان لیکلي د اماراتو مرستیال ولسمشر او ددوبۍ حاکم محمد بن راشد ال مکتوم د طلایي کارت په نوم د ویزې د نوې بڼې اعلان وکړ چې لرونکي یې کولی شي په اماراتو کې د تل لپاره پاتې شي.

ورځپاڼه لیکې ددې نوي سیسټم له مخې به پانګه والو او په طب، انجینري، ساینس او ځینو نورو برخو کې د ځانګړي استعداد لرونکو کسانو ته دا ځانګړې دایمي ویزه ورکول کیږي.

ورځپاڼه لیکي ښاغلي ال مکتوم ویلي په لومړۍ ډله کې ۶۸۰۰ کسان دي چې د اماراتو دایمي ویزه به ورکړل شي.

دوی د اویا هېوادونو دي او د دوی ټولو پانګه سل ملیارده درهمو ته رسیږي.

عربي متحده امارات له سعودي وروسته دویم خلیجي هېواد دی چې بهرنیانو ته د دایمي ویزې وړاندیز کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption روسي چارواکي وايي په شمالي ولایتونو کې د داعش ډلې وسله وال تر پنځو زرو رسیږي.

کویټۍ ورځپاڼې ویلي د کویټ امیر شیخ صباح الاحمد الصباح د ایران او امریکا ترمنځ روانې کشالې ته په اشارې سره ویلي په سیمه کې حالات ډېر خطرناک او ترینګلي دي او په کار ده چې له ډیر دقت کار واخستل شي.

نوموړي په بهرنیو چارو وزارت کې کویټي دیپلوماټانو ته وینا کې ویلي ديپلوماټان په دې پړاو کې لوی مسولیت لري او دده هیله داده چې له اوسني وضعیت سره د حکمت پر بنسټ او معقول چلن وشي.