ګاونډیو هېوادو ته د لیبیا د جګړې غځېدو وېره

  • 22 می 2019 - 01 غبرګولی 1398
طرابلس د انځور حقوق Getty Images
Image caption راپورونه ښيي چې په دې جګړه کې لږ تر لږه پنځه سوه او لس تنه وژل شوي دي.

د لېبیا لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي خبرداری ورکړی، چې د دغه هېواد په پلازمېنه طرابلس کې نښتې د یوې اوږدې او خونړۍ جګړې د پیلېدو نښه ده.

غسان سلامي د ملګرو ملتو امنیت شورا ته وویل، ځینې هېوادونه د وسلو په ور استولو دغه کړکېچ پاروي.

هغه وویل، که د دغه کار مخه و نه نیول شي، لېبیا یوې داسې ګډوډۍ کې ایسارېدای شي، چې ټولې خواوې به پکې د یوه بل پر وړاندې جنګېږي.

د طرابلس په شاوخوا کې وروسته له هغې جګړه ونښته، چې د خلیفه حفتر په نوم یوه ملېشه قوماندان یې د نیولو لپاره عملیات پیل کړل.

اوس دده او حکومت پلوي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي خبر داری ورکړی چې د لیبیا کړکیچ یوازې دغه هېواد کې نه ایساريږي او که وضعیت همداسې دوام وکړي نو لرې نه ده چې ددې اور لمن به د سیمې هېوادونو ته هم خور شي.

تاجکستان کې د بندیانو بلوا، ۳۰ کسان وژل شوي

پر سعودي د ممکنه برید په تړاو مکه کې بېړنۍ سرمشریزې

امریکا له ایران سره جنګ غواړي؟

"د پلازمینې طرابلس په څنډو کې روانه جګړه د مدیترانې سمندر په سویلي ساحل کې یوازې د یوې اوږدې وین لړلې جګړې یوازې پیل دی. په دې سره د لیبیا د ګاونډیو هېوادونو او د مدیترانې په شاوخوا کې د پرتو هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخامخیږي."

نوموړی زیاتوي چې القاعده او داعش ډله له هغې امنیتي تشې ګټه اخلي چې له سویلي سیمو د جنرال حفتر د ځواکونو د راوتلو او د پلازمینې په دفاع کې د لویدیځو سیمو د ځواکونو د بوختیا له امله رامنځته شوې ده.

هغه وايي: "په لیبیا کې یوه کورنۍ جګړه پيلیدونکې ده، هغه جګړه چې هېواد به سره وویشي. د راپیښ شوي زیان لرې کول به کلونو وغواړي هغه هم که جګړه همداس اوس پای ته ورسیږي."

ښاغلي سلامه وویل ځینې هېوادونه د لیبیا په جګړه کې ښکیلو خواوو ته وسلې استوي او په دې کار سره د شخړې پراخولو لاره هواروي، ده ویلي ژر تر ژره دې په جګړه کې ښکیلو خواوو ته د وسلو لیږد ودرول شي.

فرانس پریس خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د جنرال حفتر ځواکونو ته نژدې انټرنیټي ویپ پاڼو داسې ویډیوګانې خپرې کړي چې ښيي زغروال ګاډي چې ویل کیږي په اردن کې جوړ شوي دوی ته رسیدلي دي.

د انځور حقوق AFP/Getty
Image caption خو بل لوري ته د هغه ځای د ملي یووالي حکومت اړوند رسنیو بیا ویډیو ګانې خپرې کړي چې ښيي طرابلس ته نوي زغروال موټر رسیدلي او ویل کیږي چې په ترکیه کې جوړ شوي دي.

خو بل لوري ته د هغه ځای د ملي یووالي حکومت اړوند رسنیو بیا ویډیو ګانې خپرې کړي چې ښيي طرابلس ته نوي زغروال موټر رسیدلي او ویل کیږي چې په ترکیه کې جوړ شوي دي.

په دې وروستیو ورځو کې ترینګلیتیا وروسته له هغه پراخه شوه چې پر طرابلس اوبه بندې شوې او ملګرو ملتونو دا کار شونې جګړه ییز جرم بللی.

شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د جنرال حفتر ځواکونو پر پلازمینې د واک ټینګولو لپاره جګړه پیل کړه.

پلازمینه د ملي یووالي حکومت په لاس کې ده چې نړیواله ټولنه یې په رسمیت پیژني.

د جنرال حفتر ځواکونه د لیبیا په ختیځ کې خپل حکومت لري.

د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان وايی د شخړې د دې تازه لړۍ له پیله پنځه اویا زره کسان له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

دغه راز راپورونه ښيي چې په دې جګړه کې لږ تر لږه پنځه سوه او لس تنه وژل شوي دي.