واشنګټن کې لومړی ځل له مړو انسانانو د سرې جوړولو قانوني اجازه ورکړل شوه

  • 22 می 2019 - 01 غبرګولی 1398
د یوه شرکت مسوولین وايي، تر یوې میاشتي پورې به مړی په یوه ځانګړي صندوق کې ږدي چې په طبیعي توګه به په سره بدلېږي د انځور حقوق Getty Images
Image caption د یوه شرکت مسوولین وايي، تر یوې میاشتي پورې به مړی په یوه ځانګړي صندوق کې ږدي چې په طبیعي توګه به په سره بدلېږي

د امریکا متحدو ایالتونو واشنګټن لومړنی ایالت دی چې د انسانانو له مړو یې د سرې جوړلو قانوني اجازه ورکړه. د دغه نوي قانون له مخې اوس خلک حق لري له مرګه وروسته له خپل بدنه د خاورې جوړولو اجازه ورکړي.

دغه چارې ته په لویو ښارونو کې د هدیرو لپاره د ځمکې لږوالي موضوع د حلولو او دغه راز د کفن دفن بدیل په نظر کتل کېږي. د مړي بدن له خاوره کولو وروسته به دغه خاوره د مړي خپلوانو ته ورکول کېږي چې ګلونه، ونې او سابه پکې وکري.

د سوالګرۍ لپاره له قبر د ماشوم د مړي ايستل

هندي لږکي چې مړي خوري او جنسي اړیکه ورسره نیسي

هغه مکسيکۍ مېرمنې چې مړي له قبرونو را باسي

د واشنګټن ګورنر یا والي جې انسلي له لاسلیکه وروسته د سې شنبې پر ورځ دغه لایحه پر قانون بدله شوه. کترنیا سپادي چې د دغه قانون د منظورۍ لپاره یې هلې ځلې کولې، یو شرکت تاسیس کړی چې لومړی ځل به دغه ډول خدمتونه وړاندې کوي.

اغلې سپادي پر سره د انساني مړي اړولو بهیر په اړه وايي، دوی به مړی په یوه شپږ ګوټه اوسپينز صندوق کې له رشقې، پروړې یا بوسو او لرګي ټوټو سره ږدي، صندوق به تړي او په یوه میاشت کې دننه به مړی په پر نژدې 'دوې کراچیو ' سره بدلېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځینې کسان له مړو د سرې جوړولو پروسه د دغه هېواد په لویو ښارونو کې د هدیرو لپاره د ځمکې لږوالي موضوع حل بولي

په ځینې هېوادونو کې د چاپیریال دوست کفن دفن پلویان په ډېرېدو دي.

د روانې میاشتې په لومړیو کې داسې رپوټونه خپاره شول چې کالفورینا کې ممثل لیوک پیري له وصیت سره سم د مرخېړیو په تابوت کې خښ شوی دی.

له انساني مړي د سرې جوړولو پروسه په سویډن کې له مخکې قانوني بڼه لري او برتانیا کې بې له تابوته له منحلېدونکي کفن سره د مړي خښول هم قانوني جایزه لري.