ورځپاڼې: امریکایی طالب ۱۷ کاله پس له زندانه خوشی کېږي

لیند په ۲۰۰۰ کال کې پاکستان او له هغه ځایه افغانستان ته تللی و او د طالبانو له لیکو سره یو ځای شوی و. د انځور حقوق Reuters
Image caption لیند په ۲۰۰۰ کال کې پاکستان او له هغه ځایه افغانستان ته تللی و او د طالبانو له لیکو سره یو ځای شوی و.

"میلیټري ټایمز" خپرونې لیکلي امریکایي طالب چې شل کاله وړاندې نیول شوی له بنده خوشی کیږي. دی جان والکر لیند نومیږي John Walker Lindh او په ۲۰۰۱ لومړي کال کې پر افغانستان د امریکايي ځواکونو په برید کې ونیول شو. اوس دا دی په زندان کې دده اولس کاله او پنځه میاشتې پوره شوې.

دی په امریکا کې د هغه معمول له مخې خوشی کیږي چې که یو زنداني ښه چلن وکړي او ۸۵٪ د بند موده تېره کړي نو خوشی کېږي.

لیند په ۲۰۰۰ کال کې پاکستان او له هغه ځایه افغانستان ته تللی و او د طالبانو له لیکو سره یو ځای شوی و. خو کله چې یو کال وروسته د سپتمبر پېښو په پایله کې امریکا پر افغانستان برید وکړ، دی ونیول شو او په امریکا کې د ترهګرۍ د ملاتړ په جرم په شل کاله بند محکوم شو.

میلټري ټایمز لیکي پر ده ځینو شرطونه اېښودل شوي او دا ددې لپاره چې له خوشي کېدو وروسته د ده د کړنو په اړه ډاډ تر لاسه شي.

"ایشیا ټایمز" ورځپاڼې یوه مطلب کې په افغانستان کې د سولې لپاره روانو هڅو ته کتنه شوې او لیکي چې د ښځو او لږکیو حقونو په ګډون بشري حقونو ته د درناوي ، د نشه یي توکو قاچاق مخنیوي او کډوالو راستنېدو په برخو کې دې د طالبانو د ژمنتیا ضمانتونه واخیستل شي.

'هند د افغان سولې ملاتړی دی'

دغه راز لیکوال وايي، د دولتي بنسټونو د جوړولو، د ولسواکۍ ټینګولو او ټولو ته په سیاسي بهیر د ځای ورکولو په برخه کې باید شوی پرمختګ لا پیاوړی کړل شي.

د دې مطلب لیکوال زیاتوي په افغان سولې بهیر کې یوه بله مهمه خبره دا ده چې ځايي طالب قومندانان او طالب وسله وال باید په سوله کې نظر ورکړي او د راتلونکي سیاسي برخلیک په اړه خبرو کې شامل شي، ځکه دی وايي که دوی له پامه وغورځول شي نو د طالبانو ډله به ووېشل شي او دا وېش بیا ښايي د ناکرارۍ د یوې بې پایه لړۍ پيل وي.

"انډین ایکسپریس" ورځپاڼې د هند د بهرنیو چارو د وزېرې سوشما سواراج تازه څرګندونې د افغان سولې په تړاو کې د هند په دریځ کې بدلون بولي.

ورځپاڼه لیکي د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج پرون په قرغیزستان کې د شانګهای سازمان د غړو هېواودونو کې غونډه کې وویل هېواد یې د هر هغه بهیر ملاتړ کوي چې په پایله کې یې افغانستان یو موټي، سوله ییز، له ټیکاوه برخمن او پراخ بنسټه نظام ولري او بشري حقونو ته د درناوی تضمین په کې وشي.

انډین ایکسپریس لیکي مخکې هند ویلي وو، د سولې د داسې هڅو ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په واک کې وي.

د انځور حقوق @SushmaSwaraj
Image caption "انډین ایکسپریس" ورځپاڼې د هند د بهرنیو چارو د وزېرې سوشما سواراج تازه څرګندونې د افغان سولې په تړاو کې د هند په دریځ کې بدلون بولي.

"نیویارک ټایمز" ورځپاڼې لیکلي د هغو ۲۳ افغان کډوالو په ډله کې چې جرمني پرون بېرته خپل هېواد ته واستول یو هم هغه اتلس کلن افغان دی چې پر عامه ځایونو بریدونو کې د لاس لرلو په جرم په شپږ میاشتې بند محکوم شوی و.

نیویارک ټایمز لیکي له جرمني د دې اتلس کلن افغان ایستل ښيي چې د جرمني ټولنې څومره د هغو کډوالو پر وړاندې زغم بایللی چې جرم وکړي.

دا کډوالو په هغو بریدونو کې پړ بلل شوی چې په تېره دیسمبر میاشت کې پر هغو کسانو وشول چې د خوشالیو لپاره را وتلي. په دې بریدونو کې پنځلس تنه ټپیان شوي وو.

برتانوۍ ورځپاڼې "ډیلي مېل" لیکلي، هغه سرتېری له پوځه ایستل شوی چې د شهزاد هري سره یې یو ځای په افغانستان کې دنده ترسره کړې وه. نوموړی وروسته له هغه له پوځ وایستل شو چې معلومه شوه نشه یي توکي یې کارولي دي.

ورځپاڼې لیکلي، پر دغه سرتېري شک و چې کوکايين کاروي، خو کله چې ازمایښت وشو معلومه شوه چې ده کوکایین کارولي.

ده د شهزاد هري په واده کې هم برخه اخیستې وه او له هغه سره یې یو ځای په یوه ډلګۍ کې دنده لرله او د مخابرې مسؤول و.