'زندان کې ښه چلند امریکایی طالب له زندانه خوشی کړ'

John Walker Lindh د انځور حقوق AFP
Image caption لیند په ۲۰۰۰ کال کې پاکستان او له هغه ځایه افغانستان ته تللی و او د طالبانو له لیکو سره یو ځای شوی

'امریکایی طالب' جان والکر لینډ، چې په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا د یرغل پرمهال ونیول شو، نوموړی د زندان له ۲۰ کاله مودې پوره کولو مخکې خوشی کېږي، چې ظاهراً یې د خوشي کېدو لامل په زندان کې 'ښه چلند' بلل شوی.

ښاغلي لینډ په زندان کې اولس کاله او پنځه میاشتې تېرې کړې دي. اټکل دی چې دا 'امریکایی طالب' د پنجشنبې په ورځ خوشی شي.

دی په امریکا کې د هغه معمول له مخې خوشی کېږي که یو زنداني ښه چلن وکړي او ۸۵٪ د بند موده تېره کړي، نو خوشی کېږي.

لیند په ۲۰۰۰ کال کې پاکستان او له هغه ځایه افغانستان ته تللی و او د طالبانو له لیکو سره یو ځای شوی و. خو کله چې یو کال وروسته د سپتمبر پېښو په پایله کې امریکا پر افغانستان برید وکړ، دی ونیول شو او په امریکا کې د ترهګرۍ د ملاتړ په جرم په شل کاله بند محکوم شو.

'میلټري ټایمز' ورځپاڼه لیکي، پر ده ځینو شرطونه اېښودل شوي او دا ددې لپاره چې له خوشي کېدو وروسته د ده د کړنو په اړه ډاډ تر لاسه شي.

ورځپاڼې: امریکایی طالب ۱۷ کاله پس له زندانه خوشی کېږي

لینډ په امریکا کې زیږېدلی، چې تر نیول کېدا وروسته په ۲۰۰۲ کال له طالبانو سره د همکارۍ په تور په شلو کلونو بند محکوم شو.

نوموړی اوس خپل هېواد ته 'وفادار' ګڼل شوی، نو ځکه به له زندانه خوشی کېږي.

۳۸ کلن لینډ به څارل کېږي او تر هغو به د خواله رسنیو کارولو اجازه نه ورکول کېږي، چې ځانګړې اجازه یې د کارولو لپاره ترلاسه کړې نه وي.

نوموړی په ازاد ډول د سفر کولو اجازه هم نه لري.

د انځور حقوق Reuters
Image caption جان والکر لینډ (کیڼ) په افغانستان کې د شمالي ټلوالې د یوه وسله وال له خوا تر نیول کېدو وروسته زندان ته بېول کېږي - ۲۰۰۱

لینډ ته په زندان کې د آیرلنډ تابعیت هم ورکړل شوی (د هغه پلار به ډونګال کې زیږېدلی و) او کله چې پر لیند د سفر بندیز لیرې شي، آیرلنډ ته لېږدېدلی شي.

نوموړی چې له زندانه راخوشی شي، ښايي په تېرو څو کلونو کې دا بدله شوې نړۍ بېله ورته ښکاره شي.

دی به له ورځني ژوند سره ځان ورو ورو اشنا کوي، د بېلګې په توګه، د ګرځنده موبایل کارولو چلونه به هم زد کوي.

لیند هغه یوازېنی بندي نه دی چې پخوا ملي امنیت ته ګواښ او اوس په ټولنه کې د بیا مېشتېدو په پار خوشی کېږي.

په واشنګټن کې د فکري مرکز 'نیو امېرېکن فاونډېشن' د رپوټ له مخې، له ۲۰۰۱ کال راهیسې په امریکا کې تر ۳۰۰ ډېر کسان له ترهګرۍ او جهادي فعالیتونو سره د تړاو لرلو په تور بندیان شوي.

د دغو کسانو ډېره برخه یې په عمري بند محکوم شوي، خو ډېر کم شمېر یې خوشي شوي دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption لینډ چې پاکستان کې ښوونځی لوستی، په ۲۰۰۲ کال ونیول شو

په ۲۰۱۶ کال، جان هېنکلي، چې د امریکا د پخواني ولسمشر رونالډ ریګن د وژلو هڅه یې کړې وه، په زندان کې له څو لسیزو تېرولو وروسته خوشی شو.

نوموړی چې اوس ۶۳ کلن دی، ویرجینیا کې د خپلې مور کور ته لېږدېدلی دی.

فیصل جلاب چې د "لکوانا شپږ" ډلې غړی و، له ترهګرۍ سره په تړاو تورن شوی و او په اوه کاله بند محکوم شوی و.

نوموړی په ۲۰۰۸ کال کې د انډیانا تېري هاټ له زندانه -چې ښاغلی لینډ پکې بندي و، خوشی شو او په دیترویټ کې د اصلاح مرکز ته ولېږدول شو.

دوه لسیزې وړاندې زلمي لیند یو ډېر ګران سفر پیل کړ، په کلیفورنیا کې یې خپله کاتولیکه کورنۍ پرېښوده او یمن کې یې د عربي ژبې زدکړه پیل کړه.

د انځور حقوق AFP
Image caption جان هېنکلي، چې د امریکا د پخواني ولسمشر رونالډ ریګن د وژلو هڅه یې کړې وه، په ۲۰۱۶ کال کې خوشی شو

دی بیا پاکستان او وروسته د خیبر درې له لارې افغانستان ته واوښت، خو خبر نه و چې افغانستان کې به نیول کېږي او بېرته به امریکا کې زندان ته اچول کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي وو، فکر کوي چې لینډ باید خپله جزا پوره کړي (لینډ د زندان د مودې له پوره کولو درې کاله مخکې خوشی کېږي).

ورته مطالب