امریکا د ویکي لیکس پر بنسټګر ۱۷ نوي تورونه لګولي

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي اسانژ په لندن کې په یوه محکمه کې امریکا ته استول کېدو غوښتنه ننګولې ده.

د امریکا عدلیې وزارت د ویکي لیکس په نامه د حکومت مالوماتو د افشا کوونکې وېبپاڼې شریک بنسټګر جولین اسانج پر وړاندې ۱۷ نوې رسمي تورونه لګولې دي.

هغه په لومړي ځل تېره میاشت پر ۲۰۱۰ کال د امریکا د پوځ د سلګونو زرو اسنادو په خپرولو تورن شو.

په نویو تورونو کې پرې د امریکا د جاسوسۍ له قانونه سرغړونه او په چین او منځني ختیځ کې د امریکايي څارګرو سرچینو د پېژند ډاګیزونه هم راځي.

ښاغلي اسانژ په لندن کې په یوه محکمه کې امریکا ته استول کېدو غوښتنه ننګولې ده.

نوموړی اوس په لندن کې بندي دی.

ویکي لیکس 'د سي آی اې سایبري جاسوسۍ ابزار' افشا کړل

د ویکي لیکس بنسټګر جولین اسانج ونیول شو

د امریکا عدلیې وزارت له نهه کلونو راهیسې هڅه کوي چې ښاغلی اسانج په امریکا کې محکمې ته کش کړي چې دی د سلګونه زرو محرمو اسنادو د افشا په تور ددې هېواد قضايي سیتسم ته ورمخ شي.

خو په لندن کې د اکوادور هېواد په سفارت کې دده د اوږدې مودې پناه دغه چاره ستونزمنه کړې وه.

اوس چې نوموړی د اکوادور لخوا د لندن پولیسو ته سپارل شوی دی د امریکا د عدلیې وزارت دده پرضد نوي تورونه پورې کړي.

نوي تورونه

د امریکا عدلیې وزارت تېره ورځ ښاغلی اسانج پروړاندې ۱۷ نور تورونه ولګول چې تر ټولو جدي یې د امریکا د جاسوسۍ ضد قانون څخه سرغړونه، د امریکا د پوځ پخوانۍ غړې سره چلسي میننګ سره د محرمو اسنادو په پټولو کې مرسته او په منځني ختیځ کې د امریکا د استخباراتو د پټو سرچینو د هویت افشا کول دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جولین اسانج به وخت نا وخت اکوادور د سفارت له یوې کړکۍ رسنیو سره خبرې کولې

نوموړی لومړی ځل د امریکا لخوا تېره میاشت برتانیې ته له سپارل کېدو وروسته په رسمي ډول د پوځي اسنادو په غلا تورن شو.

د جولین اسانج مدافع وکیلان هڅه کوي چې د پخوانیو تورونو پر وړاندې امریکا ته دده له سپارلو مخنیوی وکړي، خو لا معلومه نه ده چې دغه نوي تورونه به د نوموړي قضیه څومره نوره پېچلې کړي.

څو ورځې وړاندې یوه سویډني څارنوال له محکمې غوښتي چې ښاغلی اسانج دې د نژدې یوه لسیزه وړاندې په دغه هېواد کې د جنسي تیري په تور ونیسي.

که د برتانیې قضايي سیستم دغه غوښتنه ومني، له برتانیې بهر د اسانج لېږدولو ته به لار هواره شي.

ورته مطالب